دنواندیشی یادونه : کله چی د نړیوال ښکیلاک ګر پانګوال نظام له لوری د افغانستان د بیوزلی اولس پر ضد د توطیئو په لړ کی زموږ د ګلالی ټاټوبی د سر سړیو ” سر بازار” ځنځیری وژنی پیل شوی نوافغانان یی ددی پر ځای چی له هوش څخه کار واخلی او د وطن دښمنان او غلیمان ؤ پیژنی او د هغوی د پیچلیوتوطئو ښکار نه شی ، په خپلو کی سره په جنګیدو اوددی وطن د بچیانو په وړاندی د ناروا ستغو او سپورو په ویلو یی نور هم دهیواد ددښمنانو لپاره د مداخلی او لاس وهنو پراخه زمینه مساعده کړه ، داسی چی کله نا کله خو دغمرازی مراسم د یوه بل غمرازی لپاره زمینه اولاره پرانیزی.همدا نن د خوست په فرهنګپاله ولایت کی دخوست د والی ښاغلی حکم خان حبیبی او د ولسی جرګی د مرستیال ښاغلی همایون همایون ترمینځ د قهرمان ویلو او قهرمان نه ویلو پر سر نږدی وه چی هغه دچا خبره د غم له پاسه غم جوړ شی او د غمرازی مراسم د ویر په ټغر بدل شی .
که څه هم تکړه ژورنالیست او لیکوال نجیب الله الوخیل چی تل د آزادی او مشال رادیو لپاره کره او سوچه راپورونه جوړوی او د آزادی رادیو د پالیسی سره سم یی دغه د طلبګۍ شور ماشور ته هیڅ شانی اشاره نه ده کړی خو له هغه ځایه چی د ټولنیزو رسنیو په مینځ کی دغه شانی د لفظی شخړو راپورونه لاس په لاس کیږی نو نواندیشی هم د خپل مسؤلیت له مخی ددغه شخړو یو ویدیویی کلیپ چی د ښاغلی مرجان هڅاند په هڅو ترتیب شوی دی د ښاغلی نجیب الله الوخیل – آزادی رادیو او ښاغلی مرجان هڅاند صاحب څخه په مننه تر تاسو در رسوو .
____________________________________
د خوست چارواکو، مدنی فعالانو او اوسېدونکو له افغان حکومته وغوښتل چې د کندهار په وروستۍ پېښه کې چې د یاد ولایت امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ملی امنیت رئیس جنرال عبدالمومن حسینخېل پهکې ووژل شول، وڅېړی او پایلې یې له خلکو سره شریکې کړی.دوی یادې څرګندونې نن د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د لړم ۰۲» د هلمند او کندهار په پېښو کې د درېیو وژل شویوجنرالانو عبدالرزاق، عبدالجبار قهرمان او عبدالمومن حسینخېل د فاتحې په مراسمو کې وکړې.خوست والی حکم خان حبیبی په خپلو خبرو کې له افغان حکومته وغوښتل چې د خلکو د ډاډګېرنې په خاطر دې د کندهار پېښه وڅېړی او د څېړنو په نتیجو دې خلک خبر کړی.
د خوست د ولایتی شورا پخوانی رئیس عبدالولی واحدزی وایی، دوی لپاره هم مهمه دا ده چې د دا ډول ترهګریزو بریدونو پوښتنه وشی.ښاغلی واحدزی زیاتوی: تېره اوونۍ کې زموږ دوه زړور جنرالان عبدالجبار قهرمان او جنرال عبدالرازق په شهادت ورسېدل او دا پېښې رښتیا هم ډېرې دردوونکې وې، زموږ هیله دا ده چې افغان حکومت دې دا عادی نهپریږدی او یوازې دې د کمېسیون په ټاکنو نهخُلاصه کوی، زموږ لپاره مهمه دا ده چې د دې دواړو جنرالانو او دې ته ورته نورو قهرمانانو چې په افغانستان کې ترور شول، د هغوی پوښتنه وشی.”د جنرال رازق، جنرال جبار قهرمان او جنرال مومن حسینخېل د فاتحې به مراسمو کې د خوست قومی مشرانو، دینی عالمانو، مدنی فعالانو، پوځی افسرانو او سرتېرو، حکومتی مأمورینو او نورو خلکو ګډون کړی وو.قومی مشر مارک ځدراڼ وویل، هغه کسان چې دا ډول بریدونه کوی، موخهیې دا ده چې دا هېواد ځان بسیاینې ته ونهرسېږی او نورو ته محتاجه پاتې شی.مارک ځدراڼ وایی:
کوم خلک چې دا ډول مشکل جوړوی، هغوی نهغواړی چې افغانستان کې کومه ابادی راشی، د افغانستان ټول ولس له ولسمشر نیولې بیا تر یو پوځی منصبدار پورې څوک چې وطن ته د خدمت اراده ولری، هغه بالکل په نښه کېږی.”مدنی فعال سلطان محمود خیرخواه وایی، که افغانان متحد او یو موټی نهشی، نو د دوی په لیکو کې به پردیو ته د مداخلې زمینې موجودې وی او پهدې هېواد کې به شته ناخوالې دوام پیدا کړی.دی وایی:موږ دا ډول ډېر شخصیتونه په تېرو ۴۰ کلونو کې دلاسه ورکړی دی او هره ورځیې دلاسه ورکوو،
که متحد نهشو، په اتفاق نهشو، افغانان خپل ځانونه ونهپېژنی، ملی وحدت ته وفادار نهشی، تاجک، هزاره، پښتون، بلوڅ نورستانی، کندهاری، پکتیاوال، ننګرهاری او نور سر یو نهشی، موږ به همدا ډول وژل کېږو، دښمن به په موږ کې لاسوهنې کوی، دښمن به مو یو یو اتل وژنی او موږ به سترګې ورته غړوو.” د فاتحې په مراسمو کې د ولسی جرګې لومړی مرستیال همایون همایون هم له خلکو وغوښتل چې د خپلو خدمتګارانو درناوی وکړی.
دا د خوست والی حکم خان حبیبی هغه څرګندونی دی چی ګنی د شهید عبدالجبار قهرمان د تصویر دنه درلودو په باب یی جوړی شوی حادثی په هکله رڼا آچوله . والله اعلم
ده وویل، د کندهار امنیه قوماندان د هغو عملونو سخت مخالف و چې د افغانی ټولنې له مذهبی او کلتوری ارزښتونو سره په ټکر کې وو.همایون جنرال قهرمان هم خاورې او ولس ته یو وفادار شخصیت یاد کړ او ویېویل چې هغه د هېواد او ولس لپاره مبارزه کړې او په مادی لحاظ حتی شخصی کور هم نهلری.د کندهار پخوانی امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق او د دغه ولایت د ملی امنیت رئیس مومن حسینخېل تېره پنجشنبه د ولایت په دفتر کې په داسې حال کې چې د ناټو د قاطع ملاتړ د قوماندان سکاټ مېلر او نورو چارواکو سره له یوې امنیتی غونډې د وتلو په حال کې و، د یو ساتونکی لهخوا په ډزو ووژل شول.د ولسی جرګې نوماند عبدالجبار قهرمان بیا لهدې پېښې یوه ورځ مخکې د چهارشنبې په ورځ د نوموړی په ټاکنیز دفتر کې په چاودنه کې ووژل شو.