دبیوقوفانو سیکړه پوره شوه !
یاره کمالیه پخوا خو هم ښه وه ،هرڅه په ځمکه ؤ هرچا به چی هرڅه غوښتل د ځمکی پر سر به یی سرته رسول خو دی له بلی خبر کړم !
دطالبانو د انلائن ویاند لخوا د چورلکی یا هیلیکوپتر د رغورزیدو پړه په غاړه آخیستل ددغه ډرامی په څیر دی
اوس بنیادمو د آسمان لمن هم کلکه نیولی ده داسی چی که یو کار په آسمان کی هم ترسره شی ځینو ته لیری دی له مخی په کور غوا لنګه شی او د هغی زمه واری په غاړه آخلی .!
نن چی د افغانستان د ملی اردو یوه نظامی چورلکه د خرابی هوا له کبله د غره سره ډغره ووهله نو سم دلاسه قاری یوسف احمدی چی ځان د طالبانو ویاند ګڼی په خپله پاڼه کی ولیکل چی ګنی د خندق په نامه د بریالیو عملیاتو په لړ کی نن سهار د ورځی د لسو بجو په شاوخوا کی د فراه ولایت د انار دری په سیمه کی ددښمن یو نظامی هیلیکوپتره د مجاهدینو!! په رسأ برید کی نسکوره شوه .
یاره پردلیه ته هم عجیبه شانی سړۍ یی ! ولی ته اوس خبر شوی ؟ د طالبانو په نوم خو له هم هغه ورځی چی د پاکستانی نظامیانو او کوډګروجګړه مارو له لوری ډلګۍ را مینځ ته شوه دغه شانی ډرامه په غړپ او درز روانه ده .
خو خبره داده چی دفراه په ولایت کې یوه چورلکه د خرابې هوا له کبله لوېدلې ده چی پېښه کې د ولایتی شورا مشر فرید بختور، ددې شورا د غړې جمیله امینی، په لوېدیځ کې د ۲۰۶ ظفر قول اردو مرستیال نعمت الله خلیل او د دوو پیلوټانو په ګډون ۲۵ کسان وژل شوی. هو ! په خدای اوس نو رښتیا هم چی دبیوقوفانو سیکړه پوره شوه !