یادونه : دالاندینۍ دری څلوریزې د خادم بابا د ( منظوم کلیات د خادم باد سبایم ) له ښکلی اثر څځه را غوره شوی هیله ده په ادبی مینه داسلسله تعقیب کړی .مننه اودرنښت دکتر ثریا خادم دآکتوبرد میاشتی یو دیرشمه کال ۲۰۱۸ سکاربروآنټاریو لویه کاناډا
قام خو مریض دی ، مرض یی څه دی ؟
مرض دسر دی ، دګیډې نه دی
سریې دبل دی، نوربه یی څه کړو
که سریې ښه شو ، بدن یی ښه دی
فاسد حکومت
حکومت زړه دی ، دقام مرکز دی
فساد ددی زړه ، شخصی غرض دی
چی زړه فاسد شی بدن مریض شی
هلاک دقوم ، له دې مرض دی
ملت او حکومت
که ملت بېل شی ، حکومت بېل شی
له دی بېلتونه جوړ ټیل ما ټیل شی
نظام پــه خپلـــه ، نورخرابیــــږی
چی ملت خوار شی ،حکومت فېل شی