گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » طالبان ولی هزاره ګان وژنی؟
طالبان ولی هزاره ګان وژنی؟

طالبان ولی هزاره ګان وژنی؟

د نواندیشی یادونه : لکه څنګه مو چی په څو ، څو ځله یادونه کړی ده او اوس هم پر همدی باور یو چی له بده مرغه زمو ږ دهیواد د وروستنی تاریخ په ټنډه له کمونیستی سری دیکتاتورۍ رانیولی تر ننه او  د  طالبانو د واکمنۍ له رانسکوریدو وروسته  د تش په نوم اسلام پالو مجاهدینواو له غرب څخه راغلیو بړیڅو له لوری ځینی داسی له شرمه ډک او کرغیړن جنایات تر سترګو کیږی چی نه یوازی د اسلام د سپیڅلی دین پر مخ یی خونړۍ داغ پری ایښی دی بلکه د نړی پرمخ د ټول ویښ انسانیت پر مخ یی  د کرکی څپی راپورته کړی دی ، نواندیشی د ټولو آزادی غوښتونکو د منبر په توګه یادونه کوی چی د هرډول تاؤ تریخوالی او انسان وژنی په هر نوم او بڼه چی وی په کلکه مخالف یو او داچی دبیان آزادی ته په ژمنه موږ دټولو درنو لیکوالانو لیکنی په ورین تندی سره خپروونو ځکه خو  دغه د افغان تکړه او ځوان شناندی ښاغلی نظر محمد مطمئن په قلم لیکل شوی لیکنه چی تر موږه رارسیدلی ده او زموږ د نشراتی له ژمنی ډکی پالیسې سره سمون نلری تر تاسو در رسوو .

___________________

له یوې اونۍ راهیسی په کورنیو او بهرنیو رسنیو کې راپورونه ورکول کیږی چې طالبان په مالستان، جاغوری او خاص ارزګان کې د هزاره قوم وژنه پېل کړی، نه یوازی رسنۍ بلکې ځینې لویدیځ سفارتونه او په ځانګړې ډول په کابل کې د ایران سفارت هم ورته اندیښنه ښودلې ده.په تیرو ۱۷ کلونو کې چې امریکا او ناټو ځواکونو یوازی پر پښتون میشت سېمو خپل تر ټولو لوی بمونه وازمویل، په شنډنډ، ارزګان، کندوز، د ننګرهار هسکه مینه او د کندهار پنجوایې کې یې د پښتنو ټولوژنه وکړه. داسی پښتون میشت سېمه به نه وی چې هلته د امریکا / ناټو ځواکونو لخوا جګړه نه وی شوې.په خوست او ننګرهار کې چې د افغان ځواکونو لخوا د ملکی افغانانو د وژلو راپورونه نړیوالو رسنیو ورکړل، د یوناما په ګډون ځینو خپلواکو ادارو هم د ملکی افغانانو وژنه تاید کړه، زموږ هزاره او تاجک وروڼه تر هر چا ورباندی ښه خبر دی، خو د پښتنو په شمول، هیچا د هغوی د بې ګناهې او وژنې ږغ په کابل او یا بهر هیواد کې را پورته نه کړ.

کندز ښار د طالبانو لخوا سقوط وکړ، فراه ښار ته طالبانو سقوط ورکړ، غزنی ښار کې چې ډیر زموږ هزاره او تاجک وروڼه په ښار کې مصروف دی، د طالبانو لخوا د حملې پر وخت یې د حکومت پلوه هزاره وسلوالو لخوا مزاحمت ونه شو، بلکې ځینو لا دا تور هم پورې کړ، چې له طالبانو سره ښار ته ننوتلو کې حکومت پلوه هزاره وسلوالو مرسته کړی.زابل کې چې تر ۳۰ زیات هزاره ملکی کسان  (مارچ ۲۰۱۵) د وسلوالو لخوا نیول شوې او برمته شوې وو، طالبانو ازاد کړل، په تیرو ۱۷ کلونو کې داسی پېښه نه ده شوې چې طالبانو دی پر ملکی هزاره کسانو حمله کړی وی، او که طالبانو یا بل هر چا دا کار کړی وی، چې پر ملکی هزاره ګانو یې برید کړی وی، موږ ټول ولس یې په کلکه غندو.عامو خلکو فکر کاوو چې طالبان پر حکومت پلوه هزاره وسلوالو هم برید نه کوی، او په تیرو ۱۷ کلونو کې رښتیا هم د داسی جګړې راپور نه دی ورکول شوی چې طالبانو دی مخامخ پر هزاره وسلوالو برید کړی وی.

په خاص ارزګان کې حکیم شجاعی چې  غیر مسؤل وسلوال دی، او په سېمه کې یې ډیری پښتانه ووژل، یو ځل د  مخکېنی ولسمشر کرزی دحکومت پر مهال (اګسټ ۲۰۱۳) افغان حکومت هم د هغه د نیولو هڅې وکړی، ولی بهرنیو کړیو مداخله وکړه، او شجاعی همداسی د غیر مسؤلو وسلوالو  یو شمیر ډلګۍ تر دی مهاله وساتلی.علی پور هزاره غیر مسؤل وسلوال قومندان چې د میدان وردګ، بامیان، غوربند او  غور ولایتونو  د لویو لارو په ځینو  سېمو کې یې وسلوال له مسافرو سره توپیری او بد چلند کوی، د ډاکټر غنی حکومت یې د نیولو (اکټوبر ۲۰۱۸) هڅې وکړی، علی پور له افغان ځواکونو سره جګړه وکړه، وروسته یې د هزاره قوم له منځه دا خبرې وکړی چې افغان حکومت یې د نیولو توان نه لری.

اوس که طالبان د شجاعی، سلطان پور او نورو قومی تعصب ته لمن وهونکو غیر مسؤلو هزاره وسلوالو پر ضد جګړه کوی، په دی معنی نه ده چې د کوم قوم پر ضد جګړه ده، او افغان حکومت هم عملاً له طالبانو سره په جګړه کې بوخت دی، که د حکومت په چوکاټ کې هزاره او طالب جګړه کوی، دا هم هغه جګړه ده چې ۱۷ کاله یې طالب د امریکا او حکومت خلاف کوی، او قومی جګړه ورته نه شو ویلای.که رښتیا هم په مالستان ولسوالۍ کې ټول دولتی ځواکونه د هزاره قوم وی، دا خپل ذات کې یو ناسم، قومی او تعصبی چلند دی، بیا نو موږ اردو او پولیسو ته ځکه ملی نه شو ویلای، چې په ولسوالۍ باندی تسلط د یو قوم د وسلوالو دی.

که ایران، امریکا او لویدیځ د طالبانو برید په پښتون میشت ځایونو کې د پښتون قوم پر ضد نه ګڼی، په مزار او تخار کې یې د تاجکو او په جوزجان کې یې د ازبکو پر ضد  نه بولی، نو بیا هم؛ دلته پوښتنه پیدا کیږی چې د کومو موخو له کبله ایران، امریکا او ځینې لویدیځ هیوادونه پر مالستان، جاغوری او خاص ارزګان دولتی ودانیو او نظامی تاسیساتو باندی د طالبانو برید د هزاره قوم پر ضد جګړه بولی.که د ۲۰۰۴ تر ۲۰۰۹ ز کال پوری په ځینو پښتون میشت سېمو کې د هلوکانو مکتبونه تړل شوې وی، د نجونو مکتبونه بیخې وجود په لیری پرتو سېمو کې نه درلود، ولی په جاغوری، مالستان، خاص ارزګان او ټول هزاره میشت سېمو کې د هلوکانو او نجونو مکتبونه خلاص وو، چې دا له هزاره ګانو سره یو ډول توپېری او د طالبانو لخوا امتیازی چلند نه ګڼل کیدی، اوس چې د حکیم شجاعی او نورو هزاره وسلوالو پر ضد طالبان جګړه کوی، هغه هم له دی ویری چې همدغه غیر مسؤل هزاره وسلوال به په راتلونکې کې قومی او مذهبی جګړو ته لاره هواروی، ځینې ورته قومی نوم ورکوی، دا همهغه کړۍ دی چې په تیرو کلونو کې یې بېلابېلې هڅې وکړی تر د عراق په څیر په افغانستان کې هم د سنی او شیعه تر منځ جګړه پېل شی.د فاطمیون لښکر له نوم سره هر افغان بلد دی، فاطمیون په میدان ښار کې ځانګړې وسلوالې ډلګۍ لری، او همدی فاطمیون لښکر ته د ایرانی جنرالانو لخوا روزنه ورکول شوې، ایران غواړی چې د اسلامی دولت (داعش) سره د جګړې لپاره د فاطمیون لښکر غړی افغانستان ته راولی، په دی ورځو کې داسی راپورونه  ورکول کېدل چې فاطمیون مالستان، جاغوری، خاص ارزګان او میدان ښار کې د هزاره قوم د غیر مسؤل وسلوالو تر چتر لاندی خپل ځانونه سمبالوی او فعالیت لری.همدارنګه ویل کیږی چې د فاطمیون ځینې مشران په کابل کې هم میشت او د ایران په ګټه فعالیتونه کوی، غواړی چې مذهبی شخړو ته لمن ووهی.یو بله اندیښنه چې ځینې افغان سیاستوال یې لری، ویل کیږی چې د جاغوری او مالستان دولت پلوه وسلوالو له طالبانو سره تړون درلود، طالبانو ته د تګ راتګ پر مهال د دوی سېمو کې کومه ستونزه نه وه، او ویل کیږی چې د مرمیو او ځینو سپکو وسلو او حتی مالی مرستې یې هم له طالبانو سره کولی.

اوس چې د سولې خبرې نږدې شوې، زموږ هزاره وروڼه به هڅه کوی چې د کورنۍ جګړې او داعش د ویرې له امله د وسلو ذخیری ولری، او وسلې له ځان سره خوندی کړی، او فاطمیون وسلوال په خپلو سېمو کې وساتی.د امنیتی تړون پر مهال زموږ هزاره وروڼه نه یوازی د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتی تړون ننګه کوله، بلکې هغوی له ۹ امریکایې نظامی اډو څخه یوه اضافه اډه په بامیان کې غوښتله.اوس چې راپورونه ورکول کیږی چې د امریکا او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې پېل شوې، او ویل کیږی چې امریکایې پوځیان به له افغانستان څخه ووځی، له همدې امله ده چې د امریکایې پوځیانو د شتون ملاتړی هزاره وسلوال به په لوی لاس هڅه کوی چې طالبان د هزاره قوم دښمنان وښیې او له امریکایانو به وغواړی چې همدلته خپل نظامی شتون وساتی.د امریکا/ناټو له پوځی شتون څخه هزاره قوم ډیره زیاته ګټه تر لاسه کړه، د همدې امریکا د شتون له امله ده چې له ۸ کلونو راهیسی د غزنی ولایت څخه په ناقانونه ډول ټول ۱۱ د ولسی جرګې غړی یوازی د هزاره قوم دی، او دا ځل هم هڅه کیږی چې د درېمې دورې لپاره هم همدا د هزاره قوم وکیلان په ولسی جرګه کې پاتی شی، په داسی حال کې چې اکثریت مطلق د غزنی ولایت اوسیدونکې پښتانه دی، او هلته تاجک هم شته، ولی هزاره قوم د غزنی د پښتون، تاجک او نورو قومونو حق تر پښو لاندی کړی، د بشر حقونه او نړیوالو ادارو هم سترګې ورباندی پټې کړی.په امنیتې ادارو (دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او ملی امنیت) کې هم د پښتون او تاجک حقونه د میرمنو په برخه کې د هزاره قوم میرمنو ته ورکول شوی، دا بېله خبره ده چې پښتنې میرمنې په امنیتی ادارو کې دندې ته زړه نه ښه کوی، دا رنګه تاجک میرمنې هم د هزاره میرمنو په پرتله کمې یادو ادارو کې دندې اجراء کولو ته زړه ښه کوی، ولی پوښتنه داده چې ولی په لوی لاس په امنیتی ادارو کې همدوی (هزاره) میرمنو ته زمینه مساعده کیږی، اوس خو داسی ده چې د دفاع وزارت ځینې مهمې چوکۍ د امریکا د ډیموکراسی د اصولو خلاف انحصاری شوې او پرته له میرمنو نارینه حق نه لری، چې هغه بست ته حتی ځان نوماند کړی داسی ویل کیږی چې د طالبانو او هزاره دولت پلوه وسلوالو  ترمنځ د تړون له مادو څخه په وروسته وخت کې هزاره وسلوالو سرغړونه کړی، او طالبانو هم یوازی د دوی پر دولتی تاسیساتو برید کړی ورته تړون څو کاله مخکې په سېمه ایزه کچه په ډنډ غوری کې د طالبانو او دولت پلوه وسلوالو ترمنځ شوی وو، چې بیا وروسته د دولت لخوا مات او جګړه وشوه.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا