نن ورځ خوست ایګلز کرکټ کلب د یاد ټورنمنټ په دوهم پړاو کې ژوندون کرکټ کلب ته ماتې ورکړه.ټاس د خوست ایګلز کرکټ کلب لوبډلمشر وګاټه په خپله یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.خوست ایګلز په ټاکلو ۱۷ اتلسو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۵۰ منډې جوړې کړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۵۱ منډو هدف وټاکه.
د توپ وهنې برخه کې:
فرمان الله: ۵۳
اکرم قانع: ۳۲
افسر منګل: ۲۴
نصیب: ۲۰
یوسف: ۸
کوثر خان: ۵
آصف هلال: ۵ منډې ترسره کړې
ورپسې ژوندون کرکټ کلب لوبغاړو توپ وهنه پیل کړه خو د هدف په ترلاسه کولو ونه توانیدل او د ټولو لوبغاړو په سوځیدو یې پنځلسم اور کې تر ۱۱۰ منډو پورې وکړې.
د خوست ایګلز له لوری د توپ اچونې برخه کې:
آصف هلال د هیټریک په ترسره کولو سره پنځه لوبغاړی،
صفت الله: دوه لوبغاړی
نصیب: دوه لوبغاړی
فرمان الله: یو لوبغاړی وسوځوه.
لوبه دخوست ایګلز کرکټ کلب په ګټه پای ته ورسیده. آصف هلال د پنځو ویکټو په اخیستو سره د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.د خوست ایګلز مینوالو او لوبغاړو ته د مبارک وی. د نواندیشی تربیون هم له گران کوثرخان فروتن څخه په زیاته مننه چی دغه راپور یی تر موږه را رسولی دی او دواړو د لوبو کلبونو ته چی دغه دوستانه لوبه یی د جګړی او وینو په لمبو کی هم ګرمه ساتلی ده دزړه له کومی مبارکی وایو .