نن دلته په کابل کی یوی لوی غونډی ته چی د افغانستان د خلکو د حرکت انقلاب اسلامی په بلنه د لوی جرګی په تالار کی را بلل شوی وه له افغان حکومته یی په کلکه وغوښتل چې د دوی خوندیتوب ته پام وکړی. د حرکت انقلاب اسلامی افغانستان مشر مولوی عبدالحکیم منیب دخپلو خبروپه یوه برخه کی وویل چی پر علمأو برید هر څوګ که وی زموږلپاره سره کرښه ده
د اسلامی انقلاب د گوند مشر عبدالحکیم منیب چې نن د پنجشنبې په ورځیې د کابل د لوی جرګی په خیمه کې د افغان دینی علماوو یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، د دینی علماوو د حفاظت لپاره د افغان حکومت اقدامات کافی نهدی.د قربانی شویو علماوو لپاره د حکومت دا اقدامات کافی نهدی، موږ په هر قیمت د جګړې له ښکېلو غاړو د علماوو د حفاظت غوښتنه کوو.
“د حرکت انقلاب اسلامی گوند مشر ښاغلی عبدالحکیم منیب دا هم وویل چې افغان علماء له حکومته ملاتړ کوی، خو پهدې شرط چې د هېواد ملی ګټې د اسلامی شریعت په رڼا کې په نظر کې ونیول شی او حکومت هم ورته ژمن وی. دغه شانی مولوی عبدالحکیم منیب د زلمی خلیل زاد د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت سلاکار چی د افغانستان دسولی په برخه کی د امریکا د باندنیو چارو وزیر ته سلا مشوره ورکوی او په افغانستان کی یی دسولی هلی ځلی پیل کړی دی وویل :
د افغان سولی هغه هلی ځلی چی زلمی خلیل زاد پیل کړی دی زمو ږ له نظره تیاره او مبهم دی ، زیاتو وضاحتونو ته اړ تیا لری چی ددی هیواد له علماؤ ، سیاسی قشرونو، مشرانو ، او ددغه هیواد له زیاتره خویندو او مشرانو سره باید ناستس وکړی او د خپلی سولی د څرنګوالی په باب باید لازمی څرګندونی او معلومات وړاندی کړی . که یوه جامع او رښتیانی سوله چی موږ او د افغانستان ټول ملت یی غواړی دهغه هیله وی موږ دداسی صلحی ملاتړی یاستو خو هیڅکله به هم د صلحی د پاک نوم لاندی دنوروداستخباراتی لوبواواهدافوښکارنه شواودداسی موخو به تل مخالفت کوو .
دا څرګندونې داسې مهال کېږی چې پهدې وروستیو کې پر دینی عالمانو حملې زیاتې شوې دی.دغه غونډی ته افغان ؤلس مشر محمد اشرف غنی هم ویدیوئی پیغام ورلیږلی ؤ چی په دغه دویدیوئی پیغام کی یی له ۍولی څه ملاتړ او د ټولنی له ټولو اقشارو سره پر مشورت ټینګار وکړ .