گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » زرمـت بـیـا پـه وینـوسـورشـو !
زرمـت بـیـا پـه وینـوسـورشـو !

زرمـت بـیـا پـه وینـوسـورشـو !

دا څویم ځل دی چی بهرنی پوځونه د ګډو پوځونو په نوم زموږ د هیواد بی ګناه عام وګړی د مخالفینوسره دمرستی په نوم په وینو لمبویی او له پوښتنی ګرویژنی پرته یی وژنی . چی دادی دوه شپی وړاندی د زرمت د سهاکو اړوند د شملزو  په سیمه کی د شپی لخوا هغه مهال چی کلیوال په درانه خوب ویده ؤ د بهرنیو پوځیانو ترهوائی بریدلاند ونیو ل شول اود ماشومانوپه ګډون زیات شمیربی ګناه وګړی یی ووژل .

کله چی دزرمت اولسونو ددغه برید په غبرګون  کی د لاریون ناره پورته کړه نو د امنیتی مقاماتو لخوا یی مخه نیول کیده خو بیاهم هغوی د ولایتی چارواکو غوږ ته د خپل غږ رسولو په موخه د پکتیا دولایت تر مقامه راورسیدل اوخپل آواز یی

د پکتیا د والی شمیم خان کټوازی په ګډون چی نوی د ملی وحدت د حکومت درئیس اشرف غنی له لوری د یوه فرمان په ترځ کی له طالبانوسره د سولی د مرکچی پلاوه پرغړیتوب ګمارل شوی دی تر غوږونو ورساوه . خوعجیبه داده چی د پکتیا د ولایت مرستیال عبدالولی دداسی ډول عملیاتو بی خبره دی او وایی چی کله ناکله خو ددولت مخالفین د ملکی خلکو له کورونو دجنګ د سنګر  په توګه ګټه  آخلی  چی دا هم یوه غلطی ده خو ددی ترڅنګ  ددی حقائقو هم باید چی تیر نه شو په تیرو اولسو کالو کی موږ ډیر ولیدل چی طیاره راغله او په داسی ځای لکه همدا اوس چی موږ ولاړیو پری یی بمباری وکړه زموږ نظامی پوستی یی وویشتی ….خواوس پوښتنه داده چی لومړی خوکله چی ددی عملیاتوقومانده ورکول کیږی   څنګه د ولایت لومړی درجه مسؤل مقام تری خبر نه دی ؟او داسی راپورونه هم موجود دی چی زیاتره داسی خونړی عملیات د پوځ له اعلی سرقوماندان اشرف غنی څخه هم پټ ساتل کیږی خو  د ځینوله  عقدو ډکو بومی انسان وژونکو په ملاتړ او جاسوسی حتی دیوی ظاهری  سولی د نه ټینګیدو په هیله زموږ بی ګناه هیواد وال په وینو لړلی شی .

او تر ټولو جالبه او خنده وره خویی ددغه ولایت د والی شمیم خان کټوازی په هغه لست کی نوم په نښه کول  دی چی له طالبانوسره د سولی د خبرو اترو لپا ره یی د  افغانستان ددولت له لوری ټاکلی دی ، نو اوس غټه پوښتنه داده چی یوی خوا د سولی لپاره د پلاویو ټاکل او بل لوری ته د ماشومانو په ګډون انسان وژنه ؟ نو متفکر صاحب  دا خوبه ښه سوله راولی ؟ 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا