گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » افغان غمیزه اونیمه خواارمانونه
افغان غمیزه اونیمه خواارمانونه

افغان غمیزه اونیمه خواارمانونه

 

څه د پاسه څلویښت کاله افغان ملت اوغرنیزهیواد یې د جنګ جګړو په لمبو کې راګیر دی .په دغه موده کې په میلیونوافغانانوخپل سرونه وبایلل او په سلګونو زرو د معلولیت اومعیوبیت خونړی ټپونه خوړلی او له بده مرغه د افغان ولس برخلیک د نړۍ د مستکبرو زورواکانوپه ګرو کې دی او دادی په دغه موده کې د امریکا د متحده ایالاتواووه تنه جمهورریسان دسپینی ماڼۍ په ګدۍ کې ناست دوه مړه اوپنځه تنه لا ژوندی دی.

جیمی کارتر،رونالد ویلسون ریګن،جورج هربرت واکربوش،بیل کلینټون،جورج واکر بوش،بارک اوباما اودونالدترمپ اوسنی جمهور ریس د افغانستان په څلویښت ناتارکې ښکیل دی.له بلې خوا په همدغه موده کې د شوروی اتحاد د کریملین ماڼۍ کمونیست مشران لیونید بریژنف،یوری ویلادیریموویچ اندروپوف،کنستاتین چرنینکو،میخایل ګورباچف او د فدراتیفی روسیې اوسنی مشرویلادیمیر پوتین د افغانستان په تړاو د سپینی ماڼۍ سره د زور ازماینې اوتقابل په افغان وژونکی خونړی ډرامه کې د یادولو وړ دی چې هغو له ډلې ګورباچف اوپوتین ژوندی او نور مشران یې د خپلو آرمانونو سره د توروخاورو ګورته تللی دی.دادی د جورج هربرت واکر بوش مړی چې پنځو ژوندیود امریکا د متحدوایالاتوجمهور ریسانو یې د جنازې په مراسموکې ګډون کړی و نـن خاوروته سپارل کیږی

اوهیښوونکی داده چې د مړه بوش د تابوت مخې ته چې دا مریکا په بیرغ پوښل شوی ود هغه غمجن سپی سولی نامی چې په سینه یې دامریکا د بیرغ نښې ښکاریدی هم د درنښت مراتب ترسره کړل او په ویرجنه بڼه یې د جنازې مخې ته تیرشو.د دغې لنډې یادونې مې موخه داده چې هربرت واکر بوش به د امریکا په لوی هیواد کې هرومربدبینان او دوښمنان لرل او دونالد ترمپ هم د هغه له کورنۍ او ډبلیو بوش سره دوستانه اړیکی نه لری خو د هغه په مړینه یې یو ورځنی ماتم اعلان اود جنازې مخې ته یې چې خپله میرمن یې په څنګ ولاړه وه په سلامی ودرید او درنښت یې ترسره کړ.

ایا د عبرت ځای نه دی چې موږ افغانان خپل مشران چې په هر دریځ کې وی د مړینی په وخت کې هم د هغو سپکې،سپوری وایواو ترڅو مو چې له وسه کیږی د هغوپه غندلو،رټلو،سپکولواو آن د قبرونوپه له منځه وړلو کې یې له هیڅ راز کرکې او دوښمنی څخه لاس نه اخلوخود جورج هربرت واکر بوش غمجن سولی نامی سپی د امریکا دستر ملت سره د ماتم اوښکی تویوی.

وایې چې حضرت محمد ( ص) د خپلو اصحابو کرامو سره په خبرو بوخت وچې تر څنګ یې د یوه مسیحی مذهبه جنازه تیریده حضرت پیغمبرصلعم له ځایه پورته شو اوټول ا صحاب هم ودریدل کله چې جنازه تیره شوه یوه صحابی پیغمبرص ته وویل چې ولې د جنازې مخې ته پورته شوې هغه مسیحی و.

پیغمبرصلعم ورته وفرمایل د مسیح د جنازې حرمت وکړی څو ستاسو د جنازو احترام هم پرځای شی.په پای کې د یادولو وړ بولم تر څو چې موږ افغانان پخپله د خپل هیواد د سوکالۍ اوټیکاو په رامنځته کولوکې د افغانیت،اسلامیت اوانسانیت په ملی ورورګلویزه روحیه کارنده ونډه وانخلود نړی ابرځواکی موږته نجات او نیکمرغی نه شی راکولی.په هیواد کې د سولې د اوسنی بهیر د بری په هیله.۶-۱۲-۲۰۱۸

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا