گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوست کی دآزادی داتل یادغونډه!
خوست کی دآزادی داتل یادغونډه!

خوست کی دآزادی داتل یادغونډه!

د خوست یو شمېر روڼ اندی، قومی مخور او فرهنګیان وایی، چې افغان حکومت د نورو په شان د یاد ولایت د ملی، تاریخی او ټولنیزو شخصیتونو د مبارزو او کارنامو یادونې او لمانځنې ته پاملرنه نه ده کړې.دوی یادې څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په خوست کې د افغانستان د ولسمشری ماڼی له لوری د (غازی ببرک خان ځدراڼ د خپلواکی اتل او مبارز ) په نوم د نوې خپرې شوې ټولګې د مخکتنې او د نوموړی غازی د ملی او ټولنیز شخصیت د یادونې او درناوی په موخه جوړه شوې ولسی ناسته کې وکړې.

ویناوالو ویل، افغان حکومت یو شمېر اوسنی او پخوانی شخصیتونه په لوړو مراسمو او ځانګړو برنامو لمانځی، خو بل لوری ته یې هغه شخصیتونه هیر کړی، چې د دې هېواد د خپلواکۍ او د ولسونو د ښیرازۍ په خاطر یې خپلې زنده ګۍ وقف کړې وې.د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال اخترمحمد نورزوی په خپلو خبرو کې وویل، ببرک خان ځدراڼ داسې نه دی لمانځل شوی، لکه حق یې چې دی:

«ببرک خان ځدراڼ یو داسې شخصیت وو، ځانته به یې چې څه پخول لومړی به یې خپل قوم ته، خپلو خلکو او ولسونو ته، یتیمو ماشومانو ته، بې کوره خلکو ته د دسترخوان پر ځای به یې پوزۍ ورته هوارولو، لاسو ته به یې په خپله اوبه ور اچولی، تر څو به چې میلمانه به یې ماړه نکړل، خپله به یې ډوډۍ نه خوړله، یتیم ماشومان به یې راوستل، خپلو ماشومانو تر څنګ به یې اوسول، د هغوی روزنه او پالنه به یې کوله، خو په تاسف سره دا ملی شخصیت لکه څرنګه چې د ده حق دی، هغسې ندی ستایل شوی او نه په قلم باندې په لیکه باندې راغلی دی.»

د یادې غونډې ویناوالو غازی ببرک خان ځدارڼ یو داسې کس یاد کړ، چې د هېواد د خپلواکۍ لپاره د سرسختې مبارزې تر څنګ په ټولنیز ژوند کې هم دروند، زړه سواند او مهربان شخصیت او د ولسونو په درد درمن مشر وو.د غازی ببرک خان لمسی قاضی احمد ببرکزی په خپلو خبرو کې له افغان ولسمشر مننه وکړه، چې د یاد غازی د ژوند او کارنامو په اړه یې د دې رسالې د خپریدو امکانات برابرکړل.ده هیله وکړه، چې دا کتاب د افغانی لیکوالو او څېړنکو په هڅو لا نور غنی شی.

نــــومـــــوړی وویـــــل:

«د لویې پکتیا او د خوست ولسونه د محبوب ولسمشر څخه زیاته مننه کوی، چې د غازی ببرک خان په تاریخچه او د هغه په کارنامو یې ښه دروند کتاب ترتیب کړی دی، غازی د وطن سره ډېره مینه درلوده، ډېر عاجز او فقیرانه عادتونه یې درلودل، شهامت یې درلوده، غیرت او میړانه یې وه، هیله من یم چې د دې کتاب مالومات به لا نور غنی شی.»د یادې غونډې یو بل ویناوال د غرغښت راډیو تلویزیون مشر سخی سرور میاخېل وو، چې د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل:ببرک خان چې غازی او اتل وو، د لویې پکتیا قومونه او ولسونه یې تر شا ولاړ ول، هغه خاکساری او کمینی چې د خپل ولس په باب د دده په زړه او مزاج کې وه، د ده په انځورونو کې راڅرګندیږی، چې یبلې پښې به تر ارګه پورې ته، ولې ده د هیڅ دښمن پر وړاندې انعطاف او شا ته تګ نه وو کړی، نو که د ده په کارنامو په الماریو کتابونه ولیکل شی، بیا هم کم دی.لیکوال او شاعر زاهدشاه انګار، که څه هم د ارګ له لوری د دې کتاب خپریدل یو ښه ګام وباله، خو غوښتنه یې وکړه، چې د دې غازی د ژوند او مبارزې په باب باید هر اړخیز مالومات راټول شی.

ښاغلی انګار وایی:دا کتاب چې د غازی ببرک خان ځدراڼ د ژوند په بیلابیلو اړخونو باندې لیکل شوی دی، بینر کې ښکاری چې دا کار د ولسمشر غنی په لارښوونه شوی دی، استاد امیرجان وحید احمدزی دا کار کړی دی،

دا د ستاینې وړ کار دی، خو د لپاره چې دا کتاب لا غنی شی، په کار ده، چې لا ډېر نور مواد هم راجمع شی. نوموړی زیاتوی، په کابل کې له دې مخکې د غازی ببرک خان ځدراڼ په باب د ژوندون تلویزیون لخوا علمی سیمینار جوړ شوی وو،

همدارنګه سرمحقق محمدعارف غروال هم پدې موضوع یوه ځانته رساله لیکلې وه، چې د دې کتاب په بډاینه کې باید ورڅخه ګټه پورته شوې وای.د لیکوال او ژورنالیست زاهدشاه انګار په خبره چې په سویل ختیز زون کې اوس هم داسې مشران او سپینږیری شته،

چې د غازی ببرک خان ځدراڼ په باب ورته ډېر روایات او حکایات مالوم دی، که دې کار لپاره یوه ډله څیړونکی وګمارل شی او هغوی د ببرک خان ځدراڼ په باب خواره واره روایتونه راټول کړی، نو یو پنډ او جامع کتاب به ورڅخه جوړ شی

د تکړه لیکوال او ژورنالیست نجیب الله الوخیل او د آزادی  او مشال رادیو څخه په مننه : 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا