طالبان، امریکا، سعودی عربستان، عرب متحده امارات او پاکستان په متحده عرب اماراتو کې چې طالبان له امریکایانوسره مخامخ خبرې کوی، تمه ده چې دغه خبرې ښې پایلې ولری، زه د یو افغان په صفت دوړاندیزترحده وایم، داچې نن ورځ غونډې کې دسعودی عربستان،داماراتواوپاکستان استازود ګډون سره طالبانو توافق کړی، په داسی حال کې چې ستونزه د امریکا/ناټو ځواکونو د شتون پرسر ده.
او د طالبانو او امریکایانو ترمنځ ډیر ځله مخکې هم مخامخ خبرې شوې، نو ښه به وای چې د سعودی عربستان ، متحده عرب اماراتو او پاکستان د استازو د ګډون پر ځای په غونډه کې د افغان حکومت د استازو له ګډون سره طالبانو توافق کړی وای.زما په آند چې په ننۍ غونډه کې به بیا هم اساسی خبره دا وی چې پر طالبانو د بېلابېلو لارو فشار راوستل شی، تر څو د افغان حکومت له استازو سره مخامخ خبرو ته زمینه مساعده شی.که طالبان کوم وخت د امریکا، پاکستان، سعودی عربستان او اماراتو د فشار نتیجه کې له افغان حکومت سره خبرو ته چمتووالی ښیې، نو ښه به وای چې له ننۍ غونډې وړاندی یې لیوالتیا ښودلی وای،اوویلی یې وای چې پرته دنوروهیوادونو له فشاره،ښه ګڼو چې له افغان حکومت سره مخامخ دوه په دوه ناسته ولرو،غواړوچې دسولې برخه کې دهغوی پرواک او صلاحیت باندی پوه شو.
داچې امریکا تر ۵ ځله زیات له طالبانو سره مخامخ خبرې کړی، او طالبان ځان ډیر قوی هم ښیې، که کوم وخت پرته د نورو هیوادونو له فشاره، د خپلو شرایطو او پریکړې له مخې د افغان حکومت له استازو او افغان سیاسی ډلو له مشرانو سره کینی، دا به یو د سولې اړوند پرمختګ وګڼل شی، او باالاخره یوه اړتیا هم ده.هره هغه لوبه چې پاکستان پکې دخالت ولری، افغان ولس اندیښنه لری چې نتیجه به یې ښه نه وی، موږ د مجاهدینو د وخت ترخې او ناکامه تجربې مخکې لرو.
د مجاهدینو رهبرانو اګاهانه او یا د امریکا او روسانو د توافق له امله ونه شوای کولای چې له روسانو سره د جګړې د ختم لپاره د افغان ولس ښه استازولی وکولای شی، د دوی پر ځای د افغان – روس جګړې اړوند په ژنیو کې پاکستان پریکړه وکړه، چې د همهغه نا سمې پریکړې (۱۹۸۸ ز کال) له امله تر دې مهاله موږ (افغانان) په جګړه کې پاتې شوی یو.که د افغان سولې اړوند طالبان د کوم بهرنی هیواد تر فشار لاندی پریکړو ته مجبوره کیږی، او یا نا اګاهانه تیروتنه کوی، د مجاهدینو په پخوانیو قدمونو خپل قدمونه ږدی، داسی یوه نه جبرانیدونکې سیاسی تیرونه به ورڅخه کیږی، چې کلونه نور به هم افغان ولس په جګړو کې پاتې شی، او یا به د امریکا د پوځیانو شتون ته زمنیه برابره شی، چې بیا به هم د سیمې هیوادونه زموږ په کورنیو چارو کې د امریکا دپوځیانو د شتون سره د مخالفت له امله مداخلې کوی، نا امنی به وی، او د نورو هیوادونو تر منځ د جګړې قربانیان به افغانان وی.فکرکوم چې د ماسکو فورمټ غونډې امریکا وارخطا کړی، امریکا له بېلابېلو لارو پر پاکستان فشار راوړی، همدا ډول امریکا له سعودی عربستان او متحده عرب اماراتو څخه د مرستې غوښتنه کړی، په دغسی حساس پړاو کې د طالبانو استازی نه باید د تیرو ۱۷ کلونو د افغان ولس قربانۍ، دربدرۍ، وژنې او بې ځایه کېدنې نا لیدلی ونیسی، او د امریکا د فشار په نتیجه کې دوی هم د ځینو هیوادونو د فشار له کبله هغه تیروتنې تکرار کړی کوم چې د مجاهدینو رهبرانو وکړی.د سولې اړوند د هرې هڅې قدردانی کوو، خو چې د امریکا- افغان جګړې اړوند مسئلې کې څومره هم نور د امریکا ملګری هیوادونو ته په خبرو کې برخه ورکول کیږی، په هغه اندازه به د خبرو پله (تله) د امریکا په ګټه وی.د اماراتو غونډې وښودله چې امریکا غواړی په ډیر مهارت سره د افغان سولې خبرو کې د ماسکو، چین ، منځنۍ اسیا، ترکیې، قطر او ایران هڅې پیکه کړی. که څه هم د افغان سولې اړوند زموږ ګټې هیڅ هیواد په نظر کې نه نیسی، هغوی به خپلې ګټې او امتیازات غواړی، ولی د پاکستان په وساطت په امارتو کې غونډه، په داسی حال کې چې وار له مخه د طالبانو او امریکا تر منځ مخامخ خبرې پېل شوې، افغان ولس سره پوښتنه داده د ناستې ګټه به طالبانو ته که ورسره ناستو هیوادونو ته ډیره وی.
ښکاری چې په اماراتو کې افغان سولې اړوند غونډې له امله به یوازی پاکستان او د هغوی متحدین (سعودی عربستان او عرب متحده امارات) ګټه کوی، امریکا ته ښیې چې طالبان هڅوی چې له امریکا سره یوې معاملې ته چمتو شوی، خو طالبان به پکې دا تاوان کوی چې ځینې هغه هیوادونه چې په سېمه کې د امریکا د پوځی شتون سره مخالفت لری، د امریکا ګټې په سیمې کې ننګوی، هغوی به پر طالبانو شکمن کړی، او له طالبانو سره به بیرته فاصله ونیسی.پرته له شکه چې ایران به په اماراتو کې د سعودی عربستان او اماراتو د استازو ګډون په اندیښنه کې واچوی، همدا ډول ترکیه. او ماسکو چې غوښتل یې د امریکا یکه تازی په سېمه کې ووننګوی، د ماسکو فورمټ غونډه یې جوړه کړی، د امریکا او ملګرو ملتونو له فشار سره سره یې طالبانو ته په غونډه کې د ګډون زمینه مساعده کړه، هغوی به هم د امریکا نوی هڅې ته د شک په سترګه ګوری.