گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوست او له بیوزلو سره مرسته !
خوست او له بیوزلو سره مرسته !

خوست او له بیوزلو سره مرسته !

خوست  چارواکی وایی، په خوست کې ۸۵۰۰ وزیرستانیو کډوالو او غریبو کورنیو سره نغذې مرستې کېږی.د ډېسېمبر پر ۲۰مه په خوست کې د ملګرو ملتونو د کډوالو دفتر یا یو اېن اېچ سی ار وزیرستانیو کډوالو او همدارنګه داخلی بې ځایه شویو او بې وزله کورنیو سره چې شمیرې یې ۸۵۶۲ فامیلونه کیږی، د ژمنیو مرستو بهیر پیل شو.

د خوست چارواکی وایی چې په یادو ارقامو کې یوازې زر داخلی بې ځایه شوی او بې وزله کورنۍ دی او پاتې ۷۵۶۲ د وزیرستانیو کډوالو کورنۍ دی، چې هر فامیل سره به د ژمنیو توکو د رانیولو لپاره د دوه، دوه سوه امریکایی ډالرو نغده مرسته وشی.

د خوست چاراکو د یادو مرستو د وېش لپاره په جوړه شوې غونډه کې وویل، چې پخوا به په ساړه موسم کې کډوالو سره د ژمنیو توکو مرسته کیده، خو د دوی په غوښتنه یاده مرسته نقدی شوه، تر څو هره کورنۍ د خپل ضرورت سره سم توکی پرې راونیسی.د خوست د والی ویاند طالب منګل د یاد بهیر به باب وویل:

“خوست کې د ولایتی ادارې لخوا نه د یو اېن اېچ سی ار او مهاجرینو ریاست په چوکاټ کې اغېزمنو کډوالو، بیرته راستانه شویو، داخلی بې ځایه شویو او ځایی بې وزلو کورنیو سره د یو عشاریه اوه لکو ډالرو په ارزښت مرسته ترسره شوه،

چې په دې مرسته کې به هرې کورنۍ ته دوه سوه ډالر ورکول کېږی او دوی به خپلې اړتیاوې او ضرورتونه په دې مرسته باندې ترسره کوی.”په غونډه کې د خوست چارواکو په ملی او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غږ وکړ، چې په یاد ولایت کې اړمنو او بې وزله کورنیو شمېر ته په کتو نورې مرستې هم ترسره کړی.په غونډه کې د خوست چارواکو په ملی او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غږ وکړ، چې په یاد ولایت کې اړمنو او بې وزله کورنیو شمېر ته په کتو نورې مرستې هم ترسره کړی. په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو مشران د یون ایچ سی ار لخوا دوی سره شویو مرستو ته خوشاله دی او وایی چې پدې سره به د دوی اړتیاوې څه نا څه ترسره شی.

له لیکوال او ژورنالیست نجیب الله الوخیل او آزادی رادیو همداشان د ملی رادیو تلویزیون له خبریال ښاغلی حبیب الله حیدری څخه په مننه 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا