که څه هم په افغانستان کی د ملی وحدت په نوم اداره چی مشران یی د امریکا دمتحدوایالاتود پخوانی جمهور رئیس د مرستیال جان کیری Johan Kerry او د نړیوالی ټولنی په استازیتوب په افغانستان کی د ملګروملتونواستازۍ یان کوبیس Jan Cobes لخوا ګمارل شوی دی اوپه ظاهره بڼه ځانونه د ارګ په هینداروکی دوسله وال پوځ اعلی سرقوماندان ګورید نړۍ په تاریخ کی تر بل هر ګوډاګی بی وسه دی ځکه خو نو تیره شپه دپکتیا ولایت زرمت ولسوالۍ مموزو اوسورکۍ سیمو کې امریکایی الوتکو دخلکو په کورونو چاپې وهلې.یو مسجد، ګڼ شمیر کورونه او دوکانونه ۱ دتیلو پمپ۱ شخصی موټریې ویجاړکړی، قومی مشرحاجی نعیم، دهغه۳زامن،۲وروڼه او۲ نورکلیوال یې په شهادت رسولی
پوښتنه داده چی آیا له داسی یوه غلیم سره چی ستا خپل اولاد یی درته په لاس کی نیولی او ستا د قوم سپیڅلی مخور او دکار خلک او د مدنیت آثار درڅخه هره ګړۍ د مرګ کندی ته ټیل باسی کولای شو په داسی ماشومانه بدلونونو چی له شعار پرته هیڅ څه یی له لاسه پوره نه دی او یوازی باټی دی چی
نه یوازی د اولس زخمونه نه شی دوا کولای بلکی له هری ورځی زیات د اولس پر غمونو او دردونو مالګی ور پاشل کیږی ؟ چارواکو ته پکار ده چی دغه ماشومانه لوبی ته د پای ټکی کیږدی او نور نو دپردیو له غلامۍ سر راؤباسی .