گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » څه غورې دی اوڅه دربې ؟
څه غورې دی اوڅه دربې ؟

څه غورې دی اوڅه دربې ؟

مال د جګړې یوه خوا د مذاکراتو مالکیت او مشرتوب سمبالولو، په طالبانو باندی د اساسی قانون منلو، سولې ته د پنځو کالونو وروسته وخت ورکولو سندرې غږوى او بل لورئ ارګ ته ننوتل او له ننوتلو وروسته د عمومی عفوې د اعلانولو بابولالې غږوی،

نو سوله بیچاره مروره شوه او لاړه په خپله مخه. چې تا نده لیدلې ماهم نده لیدلی.که څوک په دغه خبره خفه کیږی د مخالفت او نیوکې حق یې خوندی ګڼم.ښه شوه چې ټرمپ اوس پوه شو چې نور د افغانستان په جګړه کې د امریکا ځانی او مالی زیانونو ګاللو ته اړتیا نشته، خو مونږ لاهم نه پوهېږو چې دلته روانه جګړه زمونږ نه بلکه د امریکا پاکستان ایران او روس د ګټو لپاره ده. راځۍ ټرمپ خپلو بابولالو ته پریږدو.

هغه که دابه هم ده خو د خپل هېواد او ولس د ګټو لپاره فکر کولای شی. راځئ مونږ د خپل ولس او هېواد غم وژاړو. د ټرمپ په پیغور به هغه خلک متحیر او متعجب وی چې نوموړی یې حال او ذوالحال بدل کړئ وی. له اخص ارزل نه یې ورڅخه فرد کامل جوړ کړئ وی. دغه ملت او دغه هېواد خو پرون هم د واک په سر جګړه کې سوځیده، نن هم په پردئ جګړه کې سوځی او سبا به هم ددغې وحشی جګړې لپاره د سون توکی وی.

موږ به تر هغو پورې سوځېږو چې په خپله د بدلون او سمون هوډ مو نه وی کړئ.افغان وژنه بنده کړئ. د ازادی او خپلواکی مو ضامن یم. تر څو چې سره وژنو د ازادی له نوم سره سره درته د غلامی خبره کوم.زمونږ وږی تږی مشران ځینې د دغې جګړې په تبرک شخوند وهی او ځینې نور بیا له سولې څخه د ککړې چټلې او پرسوده ډیموکراسی لاس ته راوړنې (فساد غصب اختطاف زوروتکی) مهمې ګڼی

نور خیر او خیریت ده.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا