گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » عشــــق لـــری ملــــګری نـــور !
عشــــق لـــری ملــــګری نـــور !

عشــــق لـــری ملــــګری نـــور !

دا دې له یوې اوږدې مودې وروسته  می نن بیا هم دلـــــوی استاد “استاد خادم بابا ” دآثاروڅخه دا لنډ نظم جی عنوان یی دی( عشق لری ملګری نور) را خوښ اوتاسی سره یی شریکوم هیله ده په ادبی مینه یی ولولی ،

د ایرو په منځ کې ګوره هغه تیر مړشــــوی اور

نه ښاییږی چې یی راوړی سرې سکروټې دبل کور

دا مسره به زه ورنکـــــړم دقیصر په تاج وتخت

دبړستنې مړی نه دی  دپښتـــــون دکلی کور!

که دعقل په طلسم شوی پیدا مخـــکی لښکرې

وارخطا نشی هیچیرې عشق لری ملګری نور

ته خبر نه یــــــــــی دلارې دمقام نـــــه بی خبره

هسی رنګ نغمې می زده دی چی حیران کړمه ټیګور

راشه جوړ به شورماشورکړو ددلبرو په کوڅه کی

تللی نه دی  دژوند یو لیونتوب ددشــــــــت په لور

څو قیصې خوراته وکړه د نیوو دنهنــــــګانو

نه چی وایی کشتی می نه ده  ددریاب دشروشور

زه مورید دهغه چایم چی پښه نږدی له همــــــته

بی له ډاګ اوله دریابه اودغرنه په بــــل لور

درندانو په مجلس کی ورشه ډکې پیالی نوش کړه

لاس نیوی له مړو ونکړی دژوند به شی پیغور

نیټه پنځم دجنوری ۲۰۱۹ ټورنټو ـ آنټاریو ـ کاناډا

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا