گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » قـــطــراودطـــالبانـــو دفـــتــــر پریــــکـــړی او لامـــلـــونـــه یــی!
قـــطــراودطـــالبانـــو دفـــتــــر پریــــکـــړی او لامـــلـــونـــه یــی!

قـــطــراودطـــالبانـــو دفـــتــــر پریــــکـــړی او لامـــلـــونـــه یــی!

په افغانستان کی ترټولو وژونکی او مزمنه ناروغی پردیو ته په خپلو چارو او مصلحتونو کی داسی واک او اختیار ورکول دی چی زموږ دکور او بڼ واک هم هغوی په خپل لاس کی آخلی او جوته ده چی زیاتره له پردیوسره نرمه او د میلمه پالنی رویه  او چال چلند او له هغی څخه ناوړه ګټه پورته کول  ددغه ناروغی په خپریدو کی لوی رول لوبوی خو که له یوی خوا په بشری ژوند او چاپیریال کی  ددا ډول احساس کمبود زموږ او دنوروبشری ټولنو د بدمرغې عامل بللی شی بل خواته له دغو سپیڅلیو ارزشونو ، مناسباتو ناوړه ګټه آخیستل او دژوندانه په اوږده وآټن کی د هغوی په وړاندی چوپتیا د افغانستان په ګډون دملتونو او قومونوپه تاریخ کی لوی او ستری کرغیړنی فاجعی اوناورینونه را مینځ ته کوی .بس الله دی ورحمیږی هیڅوګ داسی نشته چی له ځانه پرکمزوری او خوار فرمان ورنکړی !

                همدا اوس مو د ذبیح الله مجاهد چی ځان د طالبانو همیشه انلائن ویاند بولی اعلامیه شانی لوستله  چی د کاغذ پرمخ یی داسی څه چی د امارت دمقام فرمان یی بولی او دهغه حکم یی ګنی چی ګنی  : محترم ملا عبدالغنی برادر په سیاسی چارو کی د مشرتابه مرستیال او داسلامی امارت د سیاسی دفتر درئیس په توګه وټاکل شو . 

   دغه ګام دامریکائی جهت سره دروانو مذاکراتو د پروسی د لاتقوئی او په ښه توګه د ترسره کولو په منظور پورته کړای شوی دی . د محترم ملا عبدالغنی برادر په ګمارنه سره به هم د اسلامی امارت مذاکراتی ټیم له امریکایی جهت سره خپلو روانو خبروته دوام ورکوی او هیڅ ډول تغیر به نه په کې راځی.د ملا برادر اخند د ټاکنې ترڅنګ د اسلامی امارت په بیلابیلو نظامی، او ملکی اداراتو کی یو شمیر نورې ګڼې ټاکنې هم ترسره شوې، تر څو روان جهادی بهیر او همدا ډول سیاسی هلې ځلې په ښه توګه پرمخ لاړې شی.کتونکی د مسکوپه غونډه  دشیرمحمد عباس ستانکزی متکبرانه  چال چلند ددغه بدلونو عمده دلیل بولی .

داچی طالبان څنګه د خپل پخوانی ولی نعمت زلمی خلیلزاد چی د تیلو او ګازدرا ایستلو  د پخوانی یونوکال او اوسنی شرون شرکت یو لوی پانګوال دی چی  دهغه او یوی بلی له افغانی موراوپلاره زیږیدلی میرمنی لیلا هیلمز په مرسته یی د امریکا په متحدو ایالاتو کی د افغان طالبانو دیوه غیر رسمی  چارواکی رحمت الله هاشمی په  هڅو د طالبانو څه نا څه  پنځوس تنه ځوانان د نفتو ګازو د کیندلو اوارتباط په څانګو کی  د امریکا متحدو د نبراسکا پوهنتون ته ور ؤپیژندل . دویلو ده چی هغه مهال ملا عبدالغنی برادر د هغو څلورو کسانو له ډلی شمیرل کیده چی د افغان طالبانود غورځنګ  بنسټ یی ایښی ؤ. کله چی د پاکستان حکومت د امریکا متحدو ایالاتو  سره د استراتیژیک ګډ پلان  له مخی په پاکستان کی د افغانی طالبانو ټول هغه مشران او څیری چی پخوایی د پاکستان پوځ سره په ځانګړی توګه د هغه هیواد د پوځی استخباراتو ISI سره  اړیکی درلودی د پاکستان د پولیسو او داخلی امنیتی سرویسونو له لوری په نښه کیدل چی په  ۲۰۱۰ میلادی کال کی ملا عبدالغنی  برادر هم دهمدغو عملیاتو په پیله کی ونیول شو او زندان ته واچول شو .

خو له کله چی زلمی خلیلزاد د پخوانی یونو کال او اوسنی شرون شرکت پانګه وال د امریکا دبهرنیوچارو وزارت له لوری د افغان سولی لپاره سلاکار وټاکل شو نو له طالبانواو پاکستانی چارواکو  سره یی په کابل کی د امریکائی پوهنتون ددوه تنو استادانو د راخلاصون خبره هم راپورته کړه چی دهغو خبرو او مذاکراتو په ترځ کی ملا عبدالغنی برادر دراخلاصولو او د سولی په برخه کی د همکاری کولو موضوع هم د اهمیت وړؤبلل شوه چی په نتیجه کی څه وخت وروسته دیوی معاملی په ترځ کی ملا عبدالغنی برادر د پاکستان له زندانه را خلاص او دادی په قطر کی د شیر محمد ستانکزی پر ځای چی ددغه دفتر یا ځالی مشر ؤ وټاکل شو .

که څه هم شیرمحمد ستانکزی چه یو پوځی افسر اوپه افغانستان کی د طالبانو د غورځنګ له پیله په راز، راز دندو ګمارل شوی او ددغه غورځنګ د امنیتی او استخبارتی کړیو څخه یوه اعتبارلرونکی کړۍ بللی شی خو د راپورونو له مخی دهغه  وروستنی دنده چی په مسکو کی یی په ډیرمتکبرانه انداز کی د کابل څخه د مسکو غونډی ته د لیږل شوی پلاوی په وړاندی عکس العمل دهغه د ګوښه کیدو عامل شو . دا هم ویلای شی چی شیرمحمد ستانکزی زیاتره له هغو نظامی بنسټ پاله کړیوسره کلکی اړیکی لری چی په هیواد کی پرتمامیت خواه تش په نوم اسلامی حکومت پر جوړولو ټینګار کوی او د ځان مخالف د الله ج مخالف ګڼی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا