له افغانانو سره مذاکرات هم د عقل تقاضا ده هم د نقل ، خو له غلو داړه مارو غاصیبنو او قاتلینو سره مذاکرات بیا هم دعقل خلاف دی هم دنقل.له افغانانوسره دی سوله وشی اوپه خاینینو دی انتقالی عدالت پلی شی دا مرغلری همدا اوس د ضابط صاب خلوصی له خولې راووتې ما او کاکا غمخوردچکچکو پرپړکاونازا و او تقدیر مو کړ .
بل لوری ته په قطر کې د امریکا او افغانستان د شپږ ورځنیو مذاکراتو په اړه می د امارت اعلامیه و لوسته له دې پرته چی په مذاکراتو کې د امریکایانو په وتو ټنګار شوی نور هغه څه چی موږ په رسنیو کې د خبرو او یا هم شننو له لاری اورو هیڅ هم پکې نه و
له (نن ټکی آسیا) خو هسی د رویټرزاونیویارک ټایمز د کټ او فیسټ Recycle Bin جوړه شوی .په هر صورت اوضاع او حالات هیله بښونکی دی او هغوی چی وایې :پاکستان د طالبانو د خبرو تر میزه د را وستلو په بدل کې ۱۲ بیلیونه ډالر اخیستی ، هسی د مورۍ تور دود دی طالبانو له خپل سقوط وړاندی آن تر نن پوری له امریکا سره په مخامخ مذاکراتو ټنینګار کا ؤو.