گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دطالبانودقطری شیرک ارشادات!
دطالبانودقطری شیرک ارشادات!

دطالبانودقطری شیرک ارشادات!

یاره جلندرخانه ! تا هغه د طالبانود قطرد ځالی دپخوانی کوټوال شیر مدخان آخند دا نوی نخری او کیسی واوریدی او که یه ؟ نه شربتیه آکا ! بیایی څه ویلی او فرمائیلی دی ؟

بیانو واوره کله چی کوټوال شیرمد خان د طالبانو د ” سیأ ” سی ځالی په آستازیتوب دپاکستانی استخباراتو په غوښتنه لکه د قربانۍ دآرزان بیه څاروې په څیردمسکو پر منارو را څرګندشونود خبریالانو په مینځ کی یی په افغانستان کی د یوازینی مطلق العنانه مخالف ځواک په څیر خطبه پیل کړه او ویل به یی چی موږ ګنی امریکایان پهزور هم له هیواده شړو! هسی خو دهغه  کوټوال دغه شانی لاپی شاپی  او بابولالی  په سیاسی او استخباراتی کړیو کی یوازی کم مصرفه او داسی نسخه بللی شوه چی د لګښت او مصرف نیټه یی د غونډی تر پایه له پخوا ټاکل شوی وه . خو جلندر خانه لیری دی له مخی کله چی د نړیوالی کلی کد خدا د قطر د سیاسی ځالی د کوټوال دغه اوتی بوتی واوریدی اود بیان لپاره یی چی کومه له تکبره ډکه لهجه پکاروله نو ورسره یی هغه د پخوانی زمانی د یوه عابد کیسه هم را یادوله چی د افغانستان د تکړه شاعر او لیکوال ښاغلی عبدالباری جهانی لخوا د شعر په ژبه انځور شوی ده . ښاغلی جهانی هغه کیسه داډول انځورکړیده . وایی په پخوا زمانو کی چی له ښاره بهر یوه لویه دره موجوده وه او یوه زاهد او خدای ته منل شوی شیخ به پکی ګرده شپه خدای ج ته په نفلونو اوعبادت سره تیرولی که څه هم هغه د خلکو په مینځ  کی د کرامت اوعزت څښتن ؤ خو بیاهم هغه د خدای ج د عبادت په موخه  یوازی  ژوند په هغه تیاره دره کی تیرولو ته ترجیح ورکاوه .

هلته یو موږک هم چی د شیخ په عبادت به یی ور ګډوډاوه او د شیخ ددی پوښتنی په ځواب کی ماته ولی آزار راکوی او ستا د آزارموخه څه ده ؟ نو موږک ورته په نرمه او د تضرع په ژبه وویل چی شیخه له ستا قربان شم مرګی دی خدای له تاسو لیری لری زه د پیشو له لاسه ورځ نه لرم …

دغه نکل زموږد تاټوبی د یوه موږک چی دطالبانوپه قطری شیرماد خان مشهوردی د مسکوپه غونډه کی دیوه رښتیانی زمری په بڼه کی دعمل ښکارندویه ده.اووروسته یی چی کله موږکړنوبیا یی هم په عربی جاموکی د یوه سیاسی مرشد په بڼه را ښکاره شو 

او داسی یی وښودل چی ګنی دا ټول کارونه د هغه په امر ترسره کیږی خو ټول پوهیږی چی که شپه هم ده نو مڼـې خو په شمــــاردی .! څه پوه شوی جلندرخانه آشنا ؟

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا