گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » امریکا له افغانستان څخه وځی؟!
امریکا له افغانستان څخه وځی؟!

امریکا له افغانستان څخه وځی؟!

امریکا ولــی لـــه افـــغانستان څــخه وځــی ؟ دیوه امریکایې له خولې دامریکا د ولس دلوی اکثریت نظر: 

اول : دافغانستان – امریکا جګړه،دامریکا په تاریخ کې بې ګټی،اوږده اونه ګټونکی جګړه ده، چې تقریباً اوس نو ټول امریکایې وګړی له همدې اوږده جنګ څخه ناخوښ دی.

دوېم: موږ په افغانستان کې پر نظام جوړونی بې حده ډیره سرمایه ګذاری وکړه، آن تر دی چې د بې کچی نظام او سیاسی فشار تر څنګ مو د اسلامی هیوادونو په مرسته مذهبی فشار ته هم زور ورکړ، ولی په افغانستان کې حکومت نه جنګ وګټی، نه یې سوله راوستله، نه یې فساد او مخدره مواد ختم کړ ل، او نه یې د پام وړ اقتصادی پرمختګ کړی دی، بلکې ورځ تر بلی حالات او پورته یاد مسایل نور هم د خرابی لور ته روان دی چې دا نو د امریکایانو د بې باورۍ او مایوسۍ سبب ګرځیدلی دی.

درېم : تر ټولو مهمه دا چې کله امریکاپه ۲۰۰۱ ز. کال  کې پر افغانستان یرغل کاوه، هغه وخت د امریکا اقتصادی قوت د افغانستان چاپیره څلورو  هیوادونو ( چین، روس، پاکستان او ایران) په پرتله څلور برابره (۸۰ سلنه) لوړ وه، په ۲۰۱۸ ز. کال  کې د امریکا اقتصادی وده د یادو هیوادو اړوند تر دوه برابره  هم کمې کجې (۲۰سلنې) ته راټیټه سوې ده، اقتصادی پوهان فکر کوی که حالات همداسی روان وی، د ۲۰۱۹ ز. کال تر پایه به دغه سلنه مساوی سی، اوله هغه وروسته به په اقتصادی لسټ کې لاندی ځای ته لویږی،کوم چې امریکایان یې دتحمل حوصله نه لری، دهمدې مخ پرځوړاقتصادی کمزورتیا علت جنګ او بې ځایه لګښتونه ښودل سوې. 

زما  نظر:

په امریکا باندی نور حساب او باور کول ځان تیر ایستل (تیروتنه) او وخت ضایع کول دی، هغوی نه په زور او نه هم په زاریو دغه حالت ته دوام ورکولای سی، هغوی ته خپلی ګټې ښې معلومی او مهمی دی، دچا مشوره هم نه غواړی، ښه به دا وی چې افغانان ټوله د تعقل، حوصلې او سړو مغزو څخه کار واخلی، د موجوده فرصت څخه د سولې او هیواد په ګټه اعظمی استفاده وکړی.داهیواد په ځانځانی، درواغو، تهمتونو، پیغورونو اوباټو (پټکو کولو) نه جوړیږی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا