گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » افغان سوله اوافغان امریکاجګړه !
افغان سوله اوافغان امریکاجګړه !

افغان سوله اوافغان امریکاجګړه !

د افغان سولې د ټېنګښت او د افغان امریکا جګړې د پایته رسولو په موخه د سولې څلورمه رسمی ناسته د قطر په دوحه کې د ۲۰۱۹م کال د جنوری په ۲۱مه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۶مې یې دوام وکړ،

هلته وروسته نږدی له ۱۹ کلونو امریکا د افغان – امریکا جګړې په برخه کې خپل مسولیت یو ډول ومانه او په جدی توګه له طالبانو سره د سولې پر پیچلو او مهمو موضوعاتو د مذاکزاتو میز ته حاضره شوه.دغه راز د طالبانو له لوری د قطر سیاسی دفتر مشری ملا برادر ته سپارل خپله هغه څه ګڼلی شو چې روانه پروسه به لا مخته ځی او ښیی چې طالبان په خبرو کې جدی دی، ځکه ملا برادر د طالبانو د تحریک له بنسټ اېښودونکو څخه دی. نوموړی اوس هم په طالبانو کې د مطرح نظامی او مذهبی مشر په توګه لوړ ځای لری.په ټوله کې د دواړو لورو ترمنځ تر شپږو ورځو د خبرو غځېدل، له خبرو وروسته د دوی دریځونه او د بېلابېلو سرچینو خبرې، ټول ښیی چې د امریکا ـ طالبانو په وروستیو خبرو کې پر مختلفو مسائلو بحثونه شوی دی او لکه څنګه چې زلمی خلیلزاد ویلی، امریکا او طالبان د سولې پر یوه عمومی چوکاټ هوکړې ته رسېدلی دی؛ خو په دغو خبرو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل ـ چې د څلورمې رسمی ناستې اصلی اجنډا وه ـ هغه څه دی چې ښکاری دواړو لورو پرې نسبی توافق هم کړی دی.دغه راز په تازه څرګندونو کې د امریکا ولسمشر خپل ملت ته په کلنۍ وینا کې د خبرو پر مهال وویل، چې په افغانستان کې د خپلو سرتېرو د کمولو په اړه جدی دی. د ده په خبره له همدې امله یې د سولې مذاکرات چټک کړی دی او هڅه کوی د افغانستان د جګړې ختمولو ته سیاسی حل پیدا کړی، له دی سره هممهاله افغانستان کې د امریکایی او‌ ناټو ځواکونو قومندان جنرال سکاټ مېلر هم ویلی چې افغان جګړه نه امریکا ګټلی شی او نه هم طالبان، نو اړینه ده چې اوس دا ستونزه له سیاسی لارو چارو حل شی.

د خبرو یواځنې ادرس – طالبان

وړاندی د ماسکو او په تېرو ۲ میاشتو کې د قطر ـ دوحی مذاکراتو وښوده چې طالبان اوس له هغو پړاوونو تېر شوی چې مشروعیت لری او که نه، طالبان د افغان ولس یوه برخه وه او دی، دوی پر سیاسی ډګر کې د تیر کوچنی اختر په جریان کې د شوی اوربند له لاری څرګنده کړله چې  د روانې کښالی اصلی ځواک او لوری ده او باید د جګړې د دوام بهرنی خواوی د جګړې د دوام پر ځای د ستونزی د جرړې ایستلو معقول او ممکن حل ته چې د زبیښاک او تاړاک نارواه دوام دی د پای ټکی ایښودلو پر موخه د غلطو دروازو ټکولو ( اسلام اباد ) پر ځای له دوی سره د روانې جګړې پر اصلی اجنډاه مخامخ او نتیجه لرونکی خبرې وکړی.داځکه که له منطقی اړخه ورته وکتل شی، کله چې هم په ۲۰۰۱ کال کې امریکا په ګران افغانستان یرغل وکړل او تراوسه دلته حضور لری، هواه د دوی په واک کې ده، قومانده د دوی په واک کې ده، وسله د دوی ده، پیسې د دوی او ستراتېژی هم د دوی ده، داچې ټرمپ د سهیلی اسیا په ستراتیژی کې د افغانستان لپاره، جګړه‌ ییزه ستراتېژی جوړه کړه، دا دچا انتخاب دی؟، دلته وینې تویوی، دلته زندان لری،دلته د خلکو په کورونو چاپه وهی، نودوی د دی ټولو مسوول دی، د جګړې هم مسوول دی اود دی ټول منطقی طرف طالب دی اودطالب ادرس هم مالوم ده.

ماسکو، بین الافغانی ډیالوک

په ورته وخت کې له نیکه مرغه په ماسکو کې د افغانانو خپل منځی ناستی د بین الافغانی ډیالوک هغه ورک څرک هم راپېدا کړل، کوم چې د سولې مخالفینو یې په اړوند ډېر کله له وهم او ابهام څخه ډک تعبیرات لرل او طالبان او افغان مهم کورنی جهتونه یې د دغه کفایت څخه خالی بلل چې یوی داسی پریکړې ته ورسیږی، کوم چې د بهرنیانو له وتلو وروسته ونه توانیږی ترڅو خپلی ستونزی د ډیالوک او سولییز حل د میکانیزمونو له لارې حل کړی.هلته ( ماسکو ) کې د افغان ۴۰ کلن بحران دغه مهمو کورنیو جهتونوو، لیدلوری که څه هم د هغوی د فکری تړاوونو پر بنسټ مختلف وو، ولی د بهرنیو ځواکونو او سولې په تړاو، د مرګ ژوبلې او په ټوله کې د دې اوږدې غمیزې د بېلا بېلو اړخونو په باب د ولس د زړه غږ ؤ. د جګړې له دوامه ټولو بېزاری ښودله او دا چې بېلا بېل اړخونه یو د بل مخې ته ناست وو د ټولو لخوا سوله او آرام، خپلواک او د پردیو له اغېز نه پاک او خوندی افغانستان څخه یې د ګډ اوسترارمان په توګه یاد شو.مونږ د ولس په توګه د دغه ډول بېسارې نوښتونوڅخه هرکلی کړواود مثمیره دوام غوښتونکی یې یو.

شخصی ګټی او د قدرت مافیا، د سولې په وړاندی ستر خنډ 

اوس پداسی حال کې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د روانې افغان – امریکا جګړې د پایته رسېدو په موخه د سیاسی جوړجاړی لپاره د مخامخ خبرو پیل او د دې خبرو دوام، هغه څه ګڼلی شو، چې سولې ته د رسېدو په برخه کې یې د مذاکراتو یخ اوبه کړې او پدې اړوند یې وروسته له دوه لسیزو جګړو د ریښتونی سولې هیلې زیاتې کړې دی، ولی په مقابل کې د امریکا خلاف د افغان حکومت د دریځونو بڼه تونده شوی او اندیښنه ښیې چې که د افغان حکومت له مستقیمی رهبری پرته د سولې هر ډول مذاکرات کیږی دا د افغانستان د تجزیی او د پردیو ګټو د تامین په مانا دی.ولسمشر غنی د پرلپسی څرګندونو څخه په یو دریځ د موقت حکومت د مطرح شوی احتمال اړوند دغه چاره له ګندمګ سره یو رنګه بللی او د وینو په بدل کې د نه لاسلیک خبره کړی.ما ته د یو افغان په توګه د ولسمشر غنی اندیښنې د افغانستان د بیا شړېدو او خپل منځو جګړو ته د تګ اړوند مهمی بریښې او پدې اړوند له معقولیت څخه خالی نه دی، ولې ځمکنی حقایق او روان بدلونونه تر ډېره د ډاکتر غنی خبرې یوازې د اندیښنو تر درشله ښیې او پدې برخه کې د امریکا د سفارت وروستی اعلامیه چې د سولې کیلی کابل کې دی او بیا د افغان حکومت تیژ ژبی دریځونه او په مقابل د سولې کې د ټاکنو حتمئ کېدلو بحث  د دی ښودنه کړې چې ډاکتر غنی د خپل واک د دوام اړوند اندیښمن ده، او خپل سیاسی پایښت تر ټاکنو وړاندی سولې کې نه ګورې.د دی ترڅنګ د سیاسی قدرت لیونی، د ۱۹ کلن سیاسی منصبونو غاصبین، اقتصادی مفسدین، بی ملته تکنوکرات سیاستوال او په ټوله کې د ناټو په اجره چلېدونکې او د سیمی د جاسوسو شبکو سوټیان د دغه خړو اوبو څخه خپل ماهیان نیسی، او د دوی هغه ډله چې ولسمشر ډاکتر غنی یې محاصره او په انحصار کې کړې، دوی د سولې خلاف ولسمشر مدیریت کوی او حالات ورته داسی تحریف کړې رسوی چې د هر نیک ګام او مساعد فرصت څخه یې ذهن ۹۰ کلونو ته ګرزوی.زما غوښتنه د سولې د یو فعال په توګه دا دی چې سوله د افغان ملت لومړیتوب دی، هېڅ داسی لاسته راوړنه د سولې په وړاندی د دفاع وړ نه دی چې د سولې تر بیی لوړ ارځښت ولری، ځکه په سوله کې مو اختیار خپلیږی، یوالی مو په ځواک بدلیږی، افغانستان خپل تاریخی حیثیت او اقتدار ته ورګرزی او په ټوله کې د افغان انسان ژوند چې لومړی بشری حق دی ورته راګرزی او پدی توګه د افغان انسان وینه، ژوند او انسانیت د سولې له لارې خپل کیږی.بنآ، هر څوک، ولو ولسمشر که د سولې مخالفت کوی او خلاف د تاریخی ذهنیت د پروپاګنډا له لاری د سولی بریا او د ګندمک تړون تشبیه کوی دا غلط کار دی اود حتمې تاریخی انزواء سره به مخ کیږی.ځکه تر ګندمک ډېر په نږدی تاریخ کې مونږ شرمونکی او ذلیله بېلګه چې لرو هغه د امنیتی تړون لاسلیک او پر ډېورنډ د پنجاب له لوری د اغځن تار غځولو اړوند د افغان حکومت او په ځانګړې توګه د ولسمشر غنی چوپتیا ده.

پایله

څه کول پکار دی؟

د واقعیتونو تحلیل دا حقیت رسواه او څرګندوی چې روانه جګړه تپل شوی، پردی او د نورو په پنډونو، بمونو او بارودو د بګرام د هوایی اډې له قومندانی څخه په سیاسی او نظامی کچه اداره کیږی.بل لور ته د جګړې بن بست او د امریکا پدې ستر غرور وروسته له نږدی ۲ لسیزو پدی قانع کېدل چې یواځئ خبرې او مذاکرات حل لاره ګڼې او په جګړې کې بریا د سکاټ میلر په خبره هېڅکله واقعی نه دی، دا ټول یوه خبره واضح کوی چې د سولې روانی خبرې پر حتمئ نتیجه مشتملی دی، امریکا به وځئ او دابه افغانان وی چې لکه د ماسکو د بین الافغانی ډیالوک په توګه  چې خپل کورنی مسایل به په خپل وطنی کفایت حل کوی او د یو موټی او متحد افغانستان په لور به پخپل اختیار نه د ناټو په سوټی د خپل هېواد برخلیک به په خپله ټاکی.بنآ، وړاندیز مو دا دی چې ولسمشر ډاکتر غنی دی د سولې په وړاندی نه خنډ کیږی، په بهرنیانو به تر کله ځان ساتی، بهرنیانو ډېر پریښی، نو له تاریخه درس او عبرت پکار ده او د سولې په اړوند د هر نیک تړون څخه باید ښه راغلاست وشی او د ګران افغانستان د پایښت، عزت او عزمت تاریخ تدبیر یواځئ په سوله کې کېدای شی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا