په دې شپور ورځو کې کاکاغمخور په پخلنځی کې، ضابط صاب خلوصی دمیز تر شا او استاد سیاف د فیسبوک پر مخ هر یوه د ځان په ګټه لاسونه لپه کړی او دعاوی کوی .کاکا غمخور له خدایه باعزته سوله غواړی داسی سوله چی له سولی وروسته د ده له اتیا کلنو بریتوسره څوک کارونه لری اوبیا دبریتود ساتنی په خاطرهجرت کولوته مجبورنشی
.ضابط صاب بیا وایې :خدایه که هرچا ته واک ور کوی ور یې کړه خو ورسره د متقاعدینود تقاعد د پیسودادا کولو توان هم ورکړه.استاد سیاف بیا دعا کوی چی : خدایه زما د جهاد د مادی ثمراتو شمیرله تا پرته له بل چا سره نشته خدایه ته یې په خپل امان کې وساته خدایه بیا می د دې عظیم ارزښت د ترلاسه کولو په خاطر د تورو غرو ختو ته مه مجبوره وه .