گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د طالبــانو مذاکــراتی ډلـه کــې د نېـمائی رهبـری شوری غړیتوب!
د طالبــانو مذاکــراتی ډلـه کــې د نېـمائی رهبـری شوری غړیتوب!

د طالبــانو مذاکــراتی ډلـه کــې د نېـمائی رهبـری شوری غړیتوب!

ترډیره طالبان په ځنډ په ځینو برخوکې بدلون راولی، ولی په ځینو برخو کې بیا کله کله بیړنی اوژرژربدلونونه راولی. که د طالبانو دنظام اوواکمنۍ وخت اوبیا تیرو۱۷ کلونو اړوند ځغلند نظرواچول شی، داپکې ترسترګو کیږی، چې د وخت دغوښتنو سره سم یې دکسانوګمارنه اوله یوځای څخه بل ځای ته تبدیلول کړی.دطالبانو د قطرد سیاسی دفتر مشرتوب ترهغه وخت پوری سید محمد طیب اغا وکړ،ترڅو یې خپله له دندې څخه استعفی ورکړه،

او بیا د دفتر مشرتوب تر هغه مهاله ښاغلی عباس ستانکزی وکړ، چې ملا برادر اخوند د طالبانو د مشر سیاسی مرستیال او د سیاسی دفتر مشر وټاکل شو، خو لا هم عباس ستانکزی په سیاسی کمیسون کې تر ټولو په لوړ ځای پاتې دی، هغه به د مذاکراتی ډلې مشرې کوی، او له دی سره سره ویل کیږی، چې په رسمیاتو کې به د سیاسی دفترمرستیال مشراو بل مرستیال مشربه ملا عبدالسلام حنفی و.

طالبانو ولی د مذاکراتو ډله اعلان کړه: 

له امریکا او نړیوالو سره اندیښنه وه، او  ډیر ځله یې له بېلابېلو لارو غوښتی وو چې د طالبانو مذاکراتی ډله کې په کار ده چې د طالبانو مهم او قوی اشخاص شتون ولری، که څه هم طالبانو هر ځل ویلی وو او وایې چې د مذاکراتو اړوند واکونه د قطر سیاسی دفتر سره دی، خو بهرنیانو به اندیښنې ښودلې.

هماغه وو چې طالبانو لومړی د قطر د سیاسی دفتر لپاره ۵ نور غړی، هغوی چې له ګوانتانامو څخه را خلاص شوی وو، او قطر کې اوسېدل ور زیات کړل، او دا یو لوی پرمختګ وو. له دی وروسته دا اندیښنه نه وه پکار چې د قطر سیاسی دفتر به څومره واکونه ولری.طالبانو له هغه وروسته یو بل مهم ګام پورته کړ، په طالبانو کې ډیر منل شوی سیاسی او نظامی شخص ملا برادر اخوند د طالبانو د مشر شیخ هیبه الله صاحب لخوا د هغه سیاسی مرستیال او د سیاسی کمیسون مشر وټاکل شو.

پاتې دی نه وی، چې له امریکایانو سره په قطر کې څو ځله د قطر د سیاسی دفتر مشر او غړو د افغان – امریکا جګړې د ختم اړوند  خبرې کړی، ولی په ابوظبۍ کې په خبرو کې د رهبری شورا غړی ملا امیرخان متقی او همدارنګه ملا عباس اخوند او دریو نورو مهمو کسانو هم برخه درلودله.په قطر کې د جنوری میاشت کې ۶ ورځنی مذاکرات د طالبان او امریکا لخوا ښه وو، دواړه لوری خوښ وو، پریکړه شوې وه چې د ځینو مسایلو اړوند به دواړه لوری مسلکی کاری ډلې ګماری، چې عملاً هغوی کار پېل کړی.اوس چې بیا ځل خلیلزاد د ځینو هیوادونو سفر پېل کړی، او فکر کیږی چې دا ځل به ډیر وخت په دوحه کې تیر کړی،

داسی ویل کیږی چې دا ځل به ځینې پریکړی عملاً د طالبانو او امریکایانو ترمنځ کیږی، او د پریکړو عملی کېدل به هم صورت مومی، د همدې لپاره بیا هم داسی ګنګوسی وی چې امریکایان لا هم غواړی چې د فبروری پر ۲۵مه او ۲۶مه د پریکړو پر مهال د طالبانو ډیر واک لرونکی کسان په مذاکراتو کې برخه ولری.ددې لپاره چې طالبان سولې ته رسیدو لپاره ژمنتیا وښیې او خپله لیوالتیا نړیوالو ته ښکاره کړی، د افغان – امریکا جګړې د ختم اړوند پریکړو کې له امریکایې لوری سره ډیره قوی ډله ولری، هماغه وو چې د امریکایانو سره د مذاکراتو ۱۴ کسیزه ډله یې اعلان کړه.داچې د جنوری میاشت په ۶ ورځینو ناستو کې پریکړه شوې وه چې د طالبانو او امریکایانو لخوا به دوه دوه کاری او مسلکی ډلې ګمارل کیږی، تر څو له یو بل سره د ځینو مسایلو اړوند کار او د امکان تر حده نا رسمی توافقات ومنل شی، بیا همدا کاری ډلې همهغه چمتو توافق شوې مسایل د فبروری پر ۲۵مه د رسمی مذاکراتو پر مهال وړاندی کوی. له همدې امله به وی چې طالبانو د ۱۴ کسانو لسټ خپور کړ. ویل کیږی چې د امریکا د یوې کارې ډلې مشر ممکن خلیلزاد او د بلې کارې ډلې مشرې ممکن جنرال میلر په غاړه ولری.

دا کسان څوک دی؟

ملا برادر اخوند: د طالبانو د مشر سیاسی مرستیال، د رهبری شورا غړی، د سیاسی کمیسون مشر، د طالبانو د نظام پر مهال د هرات والی، وروسته د مرکزی قول اردو قومندان، پر افغانستان د امریکا تر حملې وروسته د ملا محمد عمر مجاهد نائب او د طالبانو ټولې سیاسی او نظامی چارې عملاً د ده لخوا مخته وړل کیدې.

د طالبانو  مذاکراتی ډله:

له ګوانتانامو څخه د ۵ را خلاص او تبادله شوې بندیانو په شمول، دا ځل په یاده ډله کې ۶ تنه د رهبری شورا غړی، د ملامحمد عمر مجاهد صاحب ورور،  د مولوی نصرالله منصور صاحب وراره، د مولوی یونس خالص بابا زوی، د مولوی جلال الدین حقانی صاحب زوی هم شتون لری.

۱ ــ ښاغلی شیرمحمدعباس ستانکزی دمذاکراتی ډلې مشر،د رهبری شوراغړی، د طالبانودنظام پرمهال دبهرنیو چارومرستیال وزیر،وروسته دعامې روغتیا مرستیال وزیر وو.

۲ ــ مولوی ضیاءالرحمن مدنی، د سیاسی کمیسون غړی، د طالبانو د نظام پر مهال د پروان او بیا وروسته د لوګر والی وو.

۳ ــ مولوی عبدالسلام حنفی، د سیاسی دفتر مرستیال مشر، د رهبری شورا غړی، د طالبانو د نظام پر مهال د ښوونې او روزنې مرستیال وزیر وو.

۴ ــ شیخ شهاب الدین دلاور، د سیاسی کمیسون غړی، د طالبانو د نظام پر مهال د کندهار د تمیز رئیس، پاکستان او سعودی عربستان کې سفیر تیر شوی.

. ۵ ــ ملا عبداللطیف منصورد، د رهبری شورا غړی، د امریکا تر حملې وروسته یو ځل د سیاسی کمیسون مشر پاتې شوی،دطالبانو د نظام پرمهال دهلمند والی اوبیا وروسته د ذراعت وزیر وو.

۶ ــ ملا عبدالمنان عمری د طالبانو د معنوی مشر ملامحمد عمر مجاهد ورور، د رهبری شورا غړی او د ملکی تلفاتو او شکایتونو اوریدو د کمیسون مشر.

۷ ــ مولوی امیرخان متقی، د رهبری شورا غړی او شیخ هبه الله صاحب د دفتر مشر، د طالبانو د نظام پر مهال د اطلاعاتو او کلتور او بیا وروسته د پوهنې وزیر.

۸ ــ ملا محمد فاضل مظلوم، د ګوانتانامو څځه راخلاص او تبادله شوی بندی، د طالبانو د نظام پر مهال د دفاع وزارت لوی درستیز.

۹ ــ  ملا خیرالله خیرخواه، د ګوانتانامو څځه راخلاص او تبادله شوی بندی، د طالبانو د نظام پر مهال د کورنیو چارو وزیر.

۱۰ ــ مولوی مطیع الحق، د مولوی محمد یونس خالص بابا مشر زوی.

۱۱ ــ ملامحمد انس حقانی،دمولوی جلال الدین حقانی زوی.په بحرین کې د امریکایانولخواونیول شو،افغان حکومت ته ورکول شو، اوس مهال په کابل کې بندی دی.

۱۲ ــ  ملا نورالله نوری، د ګوانتانامو څځه راخلاص او تبادله شوی بندی، د طالبانو د نظام پر مهال د شمال زون تنظیمه رئیس او د بلخ والی.

۱۳ ــ مولوی محمدنبی عمری، د ګوانتانامو څځه راخلاص او تبادله شوی بندی، د طالبانو د نظام پر مهال د مولوی جلال الدین حقانی د ښی لاس ملګری او سلاکار.

۱۴ ــ ملا عبدالحق وثیق، د ګوانتانامو څځه راخلاص او تبادله شوی بندی، د طالبانو د نظام پر مهال د استخباراتو مرستیال مشر.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا