گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ګړنګونه توره شپه ده بلد نشته !
ګړنګونه توره شپه ده بلد نشته !

ګړنګونه توره شپه ده بلد نشته !

نن می دا لاندی له معنی مفهوم څخه ډک غزل چی د کابل د اوسنی اداری دمشرتابه د اعمالو اوافعالو ښه څرګندویینه کوی دلوی استاد ( استاد خادم بابا ) دیو اثرڅخه په فال سره غوره اودتاسی حضورته په خپل مات ګود ټایب سره ترتیب ا وتقدیم کړ 

                                                   په درنښت         

بی مقصده په مزل باندی نو څه

دبل شا ته پل په پل باندی نوڅه

ګړنګونه توره شپه ده بلد نشته

چی په کارنه شی مشعل باندی نوڅه

درنه ورکه چی تنګې دنظرنه کا

ددې علم په کجل باندی نو څه

په ګوګل یکښې چی دزړه تودوالی نه وی

په دا هسی تش ګوګل باندی نوڅه

چی په جنګ کشې ملاوستنی تری جوړ نشی

دهغه شملی په ول پاندی نوڅه

په معنی کښې د مرجلن مخاوی نه یی

کوټی لاله په بل بل باندی نوڅه

دوینا پسې چې کړه او عمل نه وی

په غوغا اوپه غوبل باندی نوڅه

چی حکمت یوسی په ځایې غرور راوړی

په دې ټګ علم دغل باندی نوڅه

چی په ناوې د خپل حسن ګاڼه نه وی

په کمخواب او په بخمل باندی نوڅه

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا