گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » کاشکی افغانه سره مل شی!
کاشکی افغانه سره مل شی!

کاشکی افغانه سره مل شی!

د لیکوال او شاعری یادونه :معززو په خپل خدای جلجلاله ، په خپل مقدس هیواد او په خپله ځوریدلی ولس مینو هیوادوالو درناوی می ومنئ . دا څو ورځی دننه اود هیواد دباندی دسولی اوپخلاینې هیلې را ژوندی شوی ، نوبه همدی هیله دا څولنډې کرښې په نیک فال نیسم او دلوی پروردګار حضورته ددعا لاسونه پورته کوم چی یا الله جلجلاله په هیواد کی می دسولی سپینی کوتری په الوتو کړی .

افغانه راشه ، پخلاتون او پیوستون راوله

پوره افغان شه ، نن هیواد لره قانون راوله

خوشې قتلونو پاندی سریی او ورانی کوی تل

لږ څه بیدار شه ، افغانی اوچت سمون راوله

دغه هستۍ ، دغه مستۍ، دا خواشینۍ تر کله

ښه ځان ته ځیرشه ، په هیواد کی څه بدلون را وله

کاشکی افغانه سره مل شی دافغان په تـــــــــوره

دا دپردو غلامی پریږده ، خپل کردارکی او ښتون راوله

ستا پلاراومورنه ووکنیزاونه غلام د چـاوو

غلامې پریږده په هیواد کی ســـــــباون را ولـــــــــــه

کاشکې بیدار شی او ازاد شی دافغان بچـــــــــــیه !

صحیح شورا ، صحیح قضاء صحیح قانـون راو لـه

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا