گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ددې دور ودانئ به شی خــرابـــې !
ددې دور ودانئ به شی خــرابـــې !

ددې دور ودانئ به شی خــرابـــې !

د ددغه نظم د را ټولؤنکی ډکتر ثریا خادم یادونه : نن مو دمرحوم بهایی جان دهیواد تل یاد شاعر دا نظم چی د وطن په یادیی څنګه سوی ناری کړی چی دسړی زړه هم ورسره ځی ولولئ ، دده دوطن دیاد له مینی ډکه ناره می تاسودرنود ادب مینه والو ته غوره کړیده هیله ده په مینه اوشوق سره به یی واورې !

ددې دور ودانئ به شی خـــــــــــــرابـــې

په وطن به سره ګلان وی مونږ به نه یو

نوی ، نوی به مرغان وی موږ به نه یـــو

ددې دور ودانئ به شی خـــــــــــــرابـــې

نوی کلی به ودان وی مونږ به نـــــــه یو

په چمن به سرې او سپینې رمې ګرځی

ښکته پورته به کوچیانو وی مونــږ به نه یو

زمونږ په قبر به شنې ترخې زرغونــــې وی

غوړیدلی به ګلان وی مــــونږ به نـــــــه یـــو

به کابل کی به مېلـــــه وی دځوانـــــانـــــــــو

تماشـــــا به د پغمــــــان وی مونږ به نه یـــو

شین خالې نجونې به ګرځی هو ســـناکې

ګل بی ایښی په ګریوان وی مونږ به نــــه یو

نږی آس نوی لباس نــــــــوی شــــــالــــونه

پر سپاره به ښه ځوانـــان وی مونــږ به نه یو

شاعران به جــــــوړوی غــــــــزلې نـــــــورې

مـــــــطربان به غزلـــــخوان وی مونږ به یـــــو

په غونــــــډیو به تـــــازه تـازه بــــــــــاران وی

دا به غر دا به اســـــمان وی مونږ به نه یــــو

سره جنـــــډه دســـــــخی جان به وی ولاړه

ګل سرخ به دشـــــــــادیان وی مونږ بـــه نه یو

نور بـــــه واړه شی فانـــــی بهایــــی جانـــــــه

همیشه به حق سبحـــــــــان مونږ به نه یــــــو

یادونـــــــه : دنظم ترتیب کوونکی او خوښوونکی

 دافغانی ټولنی یوه کوچنی خدمتګاره

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا