گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوستۍ میرمنی دسولی په لټه کی!
خوستۍ میرمنی دسولی په لټه کی!

خوستۍ میرمنی دسولی په لټه کی!

د شنبې د ورځې په واورینه او سړه هوا کې د خوست ولایت د جرګو په تالار کې د یاد ولایت د مرکزاوولسوالیو شااوخوا دوه سوه ښځې راټولې شوې وې او غوښتنه یې وکړه چې وسله وال طالبان دې له افغان حکومت سره دسولې مخامخ خبرو ته کېنی.دوی وویل چې په افغانی دود وسله والوطالبانوته ځولۍ غوړوی چې له دې پردۍ، بې پایلې او خونړۍ جګړې لاس واخلی اوخپلوکورونو ته دې راستانه شی. دوی د وسله والو طالبانو په عنوان یو لیک صادر کړ چې لسګونو ښځو او نجونو پرې ګوتې لګولې وې او په دې لیک کې ښځو هغه دردونه او ناخوالې ذکر وو چې دا مهال ورسره افغانان لاس او ګرېوان دی.د دې ناستې یوې ګډونوالې تقوا ازادی راډیو سره په خبروکې هیله څرګنده کړه چې وسله وال طالبان به یې غږ اولیک ته مثبت ځواب ووایی.

دې وویل:”دا وسله والو طالبانو ته د خوستیو مېرمنو پیغام دی، نو دا به واقعاً تاثیر ولری، ځکه په دې کې د هغو افغان مېرمنو د زړونو هغه درد دی چې له جګړو یې لیدلی، هغه څه یې بیان کړی چې ورسره مخامخ شوې دی، نو دا لیک به په دې هیله چې یو څه تاثیر به پرې ولری.”د غونډې یوې ویناوالې سهیلا انوری وسله والو طالبانو ته د ښځو لیکلی لیک ولوست چې په کې راغلی وو، په جګړه کې ښځې تر ټولو ډېر زیان وینی. په لیک کې زیاته شوې، دواړو خواوو ته وژل شوی کسان مېرمنې، میندې او خویندې لری او د طالبانو د کورنیو ښځې هم د دې جګړې له کبله کونډې، بورې او بې وروره کېږی.په لیک کې له وسله والو طالبانو غوښتل شوی، چې له جګړې لاس واخلی او خپلو کورونو ته راستانه شی.د یادې غونډې برخوالو ښځو په قطر کې د امریکایی او طالب استازو ترمنځ د سولې د خبرو هرکلی وکړ، خو ویې غوښتل چې د سولې په خبرو کې دې د ښځو ونډه هم له پامه نه غورځول کېږی او په دې خبرو کې باید د ښځو حقوق او ازادی ضایع نه شی.سهیلا انوری وایی، د هرې بشری ټولنې نیمایی برخه ښځې جوړوی او نارینه نشی کولی چې هغه له پامه وغورځوی.

دګران هیواد افغانستان څخه ددفاعی سنګر د تاوده ساتلو په موخه د هیواد د تکړه سندرغاړی او هنر مند خدای بښلی حکیم نور آکاخیل یوه حماسی سندره :

دوی غوښتنه کوی چې په دې ټولنه کې که د هر ډول او بدلون په اړه خبرې کېږی، ښځې هم باید برخه په کې ولری.یوه بله مدنی فعاله پلوشه وایی چې جګړې د دې ټولنې په ټولو قشرونو منفی اغېز کړی او د دوی ژوند یې له ګواښ او ستونزو سره مخامخ کړی دی.خوست چې یوه دودیزه او کلتوری سیمه ده او ښځې په کې له ډېرو محدودیتونو سره مخامخ دی، دا ډول کار چې وسله والو طالبانو ته د سولې غوښتنې او د جګړې د ختمولو لیک پکې ولېږل، یو نوی ګام بلل کېږی.د خوست ښځینه مدنی فعالانې داسې وخت دا اقدام کوی چې د قطر په مرکز دوحه کې د امریکا او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ عملاً د سولې د خبرو اترو یو بل پړاو پیل شوی دی.

نواندیشی خپله دنده بولی چی ددغه راپور په چمتوکولو کی د آزادی رادیو او لیکوال اوژورنالیست ښاغلی نجیب الله الوخیل څخه د زړه له تله مننه وکړو .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا