د افغانستان جلالتماب جمهور رئیس ته وړاندیز::
د سولې پیغام راډیو خبریال شهید میوند د افغانستان له لومړنیو خبریالانو دی چې له نن څخه ۱۴ کاله مخکې د ژورنالیستکې دندې د اجرا پر مهال د سړک غاړې د ماین چاودنې پیښه کې په شهادت و رسید.د شهادت گزارش یې د انټرنیوز په خبرنامه، دیده بان رسانه/ د رسنیو څار، نی بنسټ او له خبریالانو څخه د ملاتړ نړیوالو نهادونو سره ثبت دی.دا چې د افغانستان اسلامی جمهوریت د کابینې په غونډه کې د کب ۲۷ مه د خبریال ملی ورځ و نومول شوه
نو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او شخصآ جلالتماب جمهور رئیس محمد اشرف غنی ته وړاندیز کوو او ترې غوښتنه کوو چې د روانې کب میاشتې پر ۲۷ مه، د شهید ” میوند ” کورنۍ ته په کابل ښار کې یو باب اپارتمان اهدا کړی او لا نورې مرستې هم ورسره وکړی.دافغانستان دژورنالستانو اورسنیوله فدراسیون، د خبریالانودحمایت اوخوندیتوب بنسټونو،اړونده ټولنواواتحادیواودافغانستان له ټولو خبریالانوهم هیله کووچې د شهید خبریال میوند له کورنۍ سره د مرستې غږ له موږ سره بدرګه کړی.