نن د جمعې په ورځ د خوست لسګونو پیغلو او مېرمنو د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتنه وکړه چې پهدې هېواد کې دسولې له یوې دایمی هوکړې مخکې اوربند ته غاړکېږدی.دوی چې د سولې کوترې په نوم د ښځو د یوې مدنی ټولنې په پرانېست غونډه کې راټولې شوې وې، زیاتوله چې تراوسه د افغانستان د سولې لپاره دامریکایی پلاوی اود طالبانو د استازو تر منځ پنځه ځلی ناستې شوی خو د جګړې پر کمولو یې څرګند اغېز نهدی لیدل شوی.
د یادې ټولنې یوې غړې کلثوم چې د غونډې اساسی پیغام ولوست، په هغه کې د افغانستان، امریکا او وسلهوالو طالبانو پر مشرانو غږ شوی وو چې د سولې تر بشپړو موافقو مخکې دې یوه دایمی اوربند ته زمینه برابره کړی. پهدې پیغام کې د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو هم غوښتنه شوې چې د خپلو موخو په خاطر دې، د افغانانو تر منځ جګړو ته لمن نه وهی، بلکې خپلې اړیکې دې د ښه ګاونډیتوب پر اصلونو برابر کړی.د پلوشې په نوم یوه خوستۍ مدنی فعاله وایی چې په قطر کې د افغانستان د سولې په باب د خبرو شپږم پړاو په پیلېدو دی، خو تر اوسه یې د جګړې په کمولو کومه څرګنده پایله نهده محسوسه شوې.نوموړې زیاتوی تردې وروسته باید د ناستو دا بهیرونه د خبرو له حده د سولې په اړه د عملی نتیجو پړاو ته داخلې شی.
د تقواء په نوم د سولې کوترې ټولنې یوې فعالې وویل چې په افغانستان کې د روانې جګړې ډېری مالی او ځانی زیاتونه افغانانو ته رسېږی، نو لهدې کبله د دوی غوښتنه دا ده چې د دایمی سولې تر موافقې دې د جګړې ښکیلې خواوې په خپلو کې اوربند وکړی.
پورتڼی طنزیه د پښتو دیوی ډرامی کلیپ دی چی د افغان سولی حالت څرګندوی .
د سولې کوترې د ټولنې مشرانې وایی چې دوی به په هېواد کې د تلپاتې سولې لپاره د نورو هلو ځلو تر څنګ هڅه وکړی چې د خلکو د شخصی دښمنیو او ستونزو په ختمولو کې هم ونډه واخلی.د سهیلا نوری په نوم د یاد بنسټ یوې بلې فعالې وویل، په خوست کې یو شمېر کورنۍ په خپلو کې سره ستونزې لری او دوی غواړی، د حل لپاره یې کورونو ته ورشی. دې هم په قطر کې وسلوالو طالبانو سره د سولې د یوې دایمې موافقې مخکې د اوربند غوښتنه وکړه.د نظر خاوند او د ټولنپوهنې د برخې استاد سپینروان نورزی د غونډې ګډونوالو ښځو ته وویل چې دوی کولی شی، په افغانی دود د جګړې د ښکیلو خواووله کورنیو سره وګوری، هغوی سولې ته راوبولی او پدې توګه له شته ناخوالو څخه د خلکو په ژغورلو کې ونډه واخلی.
په خوست کې داسې مهال ښځې او نجونې د اوربند د ټینګیدو غوښتنه کوی چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازی زلمی خلیلزاد د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد ته د اپریل د ۵ مې تر سفر مخکې پنځه ورځې په افغانستان کې تېرې کړی او په کابل کې یې د ولسمشر غنی په ګډوند نورو لوړ پوړو چارواکو، د مدنی ټولنو له فعالینو او سیاسی شخصیتونو سره ولیدل او هغوی تهیې وویل چې دوی به د سولې په راتلونکو خبرو کې شامل وی.
د نواندیشی ضروری یادونه : ددغه راپو په رالیږلو او چمتو کولو د لیکوال او تکړه ژورنالیست نجیب الله الوخیل او د آزادی رایو څخه د زړه له کومی مننه کوو .