گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » که رښتیاسوله وی نو جګړه ولی؟
که رښتیاسوله وی نو جګړه ولی؟

که رښتیاسوله وی نو جګړه ولی؟

د اپریل پر نهمه د خوست شاوخوا څلور سوه قومی مخورو، دینی عالمانو او روڼ اندو د یوې غونډې له لارې د جګړې پر ښکیلو خواوو غږ وکړ، که سولې ته رښتینی ژمنتیا لری، نو د یو بل پر وړاندې دې له ماشو ګوتې لیرې کړی.دوی وویل، که چیرې افغانان په خپله د جګړې د ختمولو قوی اراده ونلری، دلته تلپاتې سوله نشی راتللی.یاده ولسی غونډه چې په خوست کې د یووالی او بدلون کاروان په بلنه جوړه شوې وه، ویناوالو ویل، چې د مسکو په تېره او دقطرپه راتلونکې ناسته کې چې د افغانی ډلواو شخصیتونو په منځ کې به د سولې پرمسایلوبحث وشی، د دوی مخورو اودینی عالمانو ته په کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د یاد بنسټ مشر عبدالولی واحدزی مشال راډیو ته وویل، پدې ځای کې قومی مشرانو، دینی عالمانو او ځایی اوسیدونکو په یو غږ وویل، چې نور افغانان له جګړو ستړی شوی او دې هېواد ته باید تلپاتې سوله راشی.نوموړی زیاته کړه: « په جګړه کې ټولې ښکیلې خواوې که په رښتیا سولې ته ژمن وی، نو دا بیا مانا نلری، چې له یوې خوا په قطر کې د امریکایانو او طالبانو تر منځ خبرې روانې وی او له بلې خوا دلته د طالب په نامه خلک وژل کیږی او یا طالبان راځی د افغانستان د اردو په نوم او یا د نړیوالو ځواکونو د ملاتړو په نوم افغانان وژنی، دا ظلم او جفاء ده.» واحدزی وړاندې وویل، که ښکیلې خواوې سولې ته رښتینې ژمنتیا لری، لومړی دې د خپلو وسلو له ماشو ګوتې لیرې کړی، بیا نو ضرورت نشته، چې شپې دې بمبارۍ کیږی او چاپې دې اچول کیږی او یا د طالبان راځی په بالامرغاب دې برید کوی.

خوست او لویه پکتیا په تاریخی لحاظ د جرګو او مرکو کور بلل کیږی.د ځدراڼو د قوم یو مشر عبدالنصیر حقمل وویل،د لویې پکتیا مشران او دینی عالمان کولی شی، په هېواد کې د روانې جګړې په ختمولو کې مثبت رول ولوبوی، خو د سولې پهخبرو اترو کې نه مخکې او نه اوس دوی ته د ګډون بلنه ورکړل شوې.دینی عالم مولوی محمدیونس فاروقی په خپلو خبرو کې د افغانان د یووالی غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې له سولې مخکې دې اوربند وشی، وسلې دې په ځمکه کېښودل شی او بیا دې د سولې په اړه اساسی خبرې وشی.په غونډه کې استاد امیر بهیر هم خبرې وکړې او د غونډې پر ګډونوالو یې غږ وکړ، چې د خپل ولس او هېواد لپاره د سولې له بهیره ملاتړ وکړی.ده وویل، کچیرې د جګړې ښکیلې خواوې له امتیاز غوښتنو تیر نه شی، نو جګړه به دوام پیدا کړی، ځکه پردی خلک دې هېواد ته سوله نه راولی.یاده دې وی، د خوست قومی مشرانو او دینی عالمانو داسې مهال د جګړې له ښکیلو خواوو څخه د خپلو وسلو له ماشو د ګوتو د لیرې کولو غوښتنه وکړه، چې څو ورځې وړاندې په ورته توګه یو شمیر خوستیو پیغلو او میرمنو هم د جګړې له طرفونو غوښتی ول، چې د سولې تر دایمی هوکړې مخکې اوربند ته غاړه کیږدی.                                

د لیکوال او ژورنالیست ښاغلی نجیب الله الوخیل او دآزادی رادیو څخه په مننه :

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا