گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ولسمشره موږ هم ناروغان یو !
ولسمشره موږ هم ناروغان یو !

ولسمشره موږ هم ناروغان یو !

خوست ته دې د روغتیایی خدماتو په برخه کې      خپل  حقه حق ورکړل شی

له تیرې یوې لسیزې راهیسې خوستیان دا نارې سورې وهی چې خوستیان د روغتیا په برخه کې له جدی ستونزو سره مخ دی.خوست، د عامې روغتیا وزارت اړوند د بیلا بیلو ادارو د سروې ګانو پر اساس خوا و شا یو نیم ملیون نفوس لری، دغه نفوس ته په بام د منل شویو روغتیایی معیارونو تر مخې په خوست کې باید ۵۰۰ بستریز روغتون وجود

ولری او د همدومره بسترونو په اندازه د روغتیایی خدماتو تخنیکی، لوژستیکی، بشری او نور اړوند امکانات او سهولتونه په اختیار کې ولری.خو متاسفانه له تیرې یوې نیمې لسیزې راهیسې د خوست ولایتی روغتون ته یوازې د ۱۰۰ بسترو امکانات ورکړل شوی دی چې دغه خدمات هم کله د یوې او کله د بلې انجو لخوا وړاندې کیږی.

یوه میاشت وړاندې خوست والی ښاغلی فدایی له ښه نیته اعلان وکړ چې څه باندې یو ملیون ډالر یې له کوم مدرکه پیدا کړی چې د خوست پخوانی ملکی روغتون به هم فعال کړی او د خوست د اکمال تخصص پروګرام به مخکینی روغتون ته ور ولیږدوی او هلته به هم د ۱۰۰ بسترو ناروغانو لپاره خدمات وړاندې شی او تر څنګ به یې د شیخ زاید پوهنتون تخصصی روغتون هم فعال شی.

د خوست د تخصص پروګرام اړوند چې کوم مالومات دی هغه دا دی چې دغه پروګرام نه کوم تخنیکی تجهبزات لری نه طبی وسایل او نه هم دومره تشکیل لری چې جلا روغتون ور باندې و چلولی شی. تر څنګ  یې دولتی تخصیص تر اوسه پای در هوا و، او دې ورځو کې ورته باب او فصل مشخص شوی دی خو دغه پروګرام ته مشخص شوی تشکیل هم دومره نه دی چې د ۱۰۰ بسترو ناروغانو د روغتیایی خدماتو لپاره تکافو وکړی.کوم خدمات چې تر اوسه پورې د اکمال تخصص پروګرام په ولایتی روغتون کې وړاندې کوی ټول د ولایتی روغتون/انجو امکانات او سهولتونه دی.د بیلګې په توګه که دوی کوم عملیات کوی، عملیات خونه، وسایل، برښنا، دوا درمل، اناستیزلوګ ټیم، نرسان او … د ولایتی روغتون اړوند دی او مخکینی ملکی روغتون ته لیږدیدلی هم نه شی، دا ځکه چې که دغه امکانات مخکینی روغتون ته انتقال شی اوسنی فعال ولایتی روغتون به لاس ترزنې کښنې او له بله پلوه قراردادی انجو د قرارداد مطابق په ولایتی روغتون کې د۱۰۰ بستره ناروغانولپاره دخدماتو مسوولیت لری، نه تر ولایتی روغتون د باندې.بله مهمه مسله چې باید یاده شی هغه دا چې که  مخکینی ملکی روغتون ته د اکمال تخصص پروګرام لیږدول کیږی مخکې ترمخکې باید لاندې چارې ترسره شی:

– د تخصص پروګرام د اناستیزلوګ پر سونل، نرسانو، اداری او خدماتی پرسونل او ضروری متخصصینو او ډاکټرانو د کمبود تشکیل منظوریدل.

– د مخکینی روغتون د ودانۍ اساسی ترمیم.

–  تخنیکی او طبی وسایلو اکمال.

– د مجهز لابراتوار اکمال.

– د التراساوند او نورو ضروری وسایلو اکمال.

– د ۱۰۰ بسترو لپاره ځای، البسه، چپرکټ او نور لوازم برابرول.

– د امبولانسونو په شمول د ترانسپورتی وسایلو تدارک.او …..

چې د دغو ټولو کارونو لپاره پیسو او وخت ته اړتیا ده، که پیسې پیدا هم شی د افغانستان په ادارو کې مروجې اداری بیرو کراسۍ ته کتو له یوه کاله په کمه موده کې د پاس ذکر شویو چارو تر سره کول ناشونی بریښی.

وړاندیزونه:

۱- لنډ مهالی وړاندیز

د خوست د تخصص پروګرام او د شیخ زاید پوهنتون د تخصصی روغتون تشکیل کولی شی چې د دواړو برخو تشکیل  او امکاناتو ته په کتو د شیخ زاید پوهنتون تخصصی روغتون فعال کړی چې هم ناروغانو ته روغتیایی خدمات وړاندې کړی او هم د اکمال تخصص او نور علمی پروګرامونه پکې پر مخ بوځی.۲-  منځ مهالی وړاندیز

سر له له اوسه دې ټول بانفوذه اغېزمن اشخاص،(وکیلان، مشاور وزیران، حکومت کې د خوست لوړ پوړی چارواکی) د خوست د عامې روغتیا ریاست او ولایت مقام دې د عامې روغتیا او مالیې وزیرانو او له شخص جمهورریس په کلکه وغواړی چې د خوست لپاره د ۵۰۰ بستریز روغتون لپاره تخنیکی، طبی، مسلکی لوژستیکی، تشکیلاتی، بشری او … نور امکانات برابر کړی او خوستینو ته دې د روغتیایی خدماتو په برخه کې خپل حقه حق ورکړی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا