گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوست اودقصابانومدنی اعتراض!
خوست اودقصابانومدنی اعتراض!

خوست اودقصابانومدنی اعتراض!

دنواندیشی یادونه : که څه هم د ژورنالیست او لیکوال ښاغلی نجیب الله الوخیل په لاندینی راپور کی ځینی داسی ټکی شته چی کیدای شی د مسألی بنسټیز حل په ګوته کړی خو ددی سره سره لازمه بولو چی ددغه پیښی په اړه ځینی اساسی ټکوته هم  اشاره و کړو . پرته له دی چی په ټولنه کی ددی ناوړه عمل لاملونه په ګوته شی او لومړی دی پوښتنی ته ځواب وویل شی ولی ددی سره سره چی مجرم او قصاب په دی پوهیږی دا کار په ټولنه کی رواجول ناوړه پایلی لری دغه ناوړه عمل ترسره کوی ؟

موږ هم ددی پر ځای چی د جرم ریښی را کاږو په  یوه تش لاسه قصاب  خپل زور و نه آزمایو داځکه  په ټولنه کی له دی ډیرو زیاتوکرغیړنو پیښو شاهدان یو . خو دا باید په دی معنی هم ونه انګیرل شی چی ګنی موږ په لوی لاس د جنایت او داسی بی خونده قصابی لپاره زمینه برابرؤ . نه هیڅکله نه ! موږ په دی باور یو ترڅو په ټولنه کی د مشروعی او پر عدالت ولاړی واکمنی نشتوالی وی زموږ اولس به تل دداشانی ناوړه پیښو شاهد وی . د اسلام د مبارک دین بنسټ هم چی پر عدالت او توحید ایښودل شوی دی موږ ته دادرس راکوی چی لومړی د اولس چارواکی باید  انسانی ټولنه  د لوږی او نورو راز راز بنسټیزو اړتیاؤ په وړاندی واکسین کاندی ترڅو  دفقراو لوږی مخه ونیول شی بیا هم که چیری کوم د ټولنی اوسیدونکۍ  وګړۍ دبل چا پرحق خیټه آچوی نو پکار ده چی له ټولنی یی لاس لنډ او په داسی ځایونو کی تر روزنی لاندی ونیول شی چی وروسته د یوه سپیڅلی بنیادم په توګه په ټولنه کی د ژوند کولو جوګه شی . داسلام په تاریخ کی هم داشانی مثالونه موجود دی . وایی چی داسلام د دوهم خلیفه حضرت عمر رض په وخت کی کله هم چی د لوږی او اقتصادی فقر توری  څپې په اسلامی ټولنه غوړیدلی وی هلته د حضرت عمر رض په فرمان له تبلیغ او ارشاد  پرته هیڅ شانی حدود او مجازات نه عملی کیدل تردی چی حضرت عمررض به په خپله مبارکه شا د هغه وخت خواړه د خوارانو تر کورونو رسول .

زموږ په هاند تر څو چی په ټولنه کی ټولنیز او اقتصادی داسی عدالت چی په ټولنه کی د ظلم او ستم په وړاندی د  نه ویلو توان راژوندی کړی پلی نه شی یواز په تشو نارو، شعارونو او د جنایت په پټولو یوازی له جنایاتو تیښته ده او دا چی ولی افغانی  ټولنه له دی سره سره چی په سلګونو میلیارده ډالره ددغه جګړه ځپلی هیواد د بیا رغولو او آبادی په موخه رارسیدلی دی خو لاتراوسه هم ددغه خاوری بچۍ د ګیډی مړولوپه موخه د آس غوښی خرڅلاته اړکیږی د هغه کرغیړنو جنایاتو دلړۍ  یوه را څرګنده شوی کرغیړنه کړۍ ده چی زموږ په ټولنه کی د یوه وژونکی جراثیم په څیرلاندی باندی کیږی . د حیرانتیا خبره داده چی ځینی بی علمه او بی عمله ملایان دغه عمل یعنی د آسونو او سپیو د غوښو  خرڅلاؤ د اسلام مبارک دین  په ځانګړی توګه دروژی په مبارکه میاشت کی یی ترسره کول د اسلام د سپیڅلی دین سره په ټکر کی بولی خوزیات شمیر د همدغه دینی قرئت پلویان انسان وژنه د روژی په مبارکه میاشت کی لوی عبادت شمیری . داهم تاسواو راپور

_____________________

له هغه وروسته چی پولیسو د ځینو همکارو سرچینو د معلوماتو پر بنسټ په خوست ښار کی دیوی قصابۍ څخه د آسونو غوښه ترلاسه کړه او یاده موضوع په پراخه کچه په ټولنیزو رسنیو کی خپره شوه قصابانو او دښاری اتحادیئ فعالانو په ډله ایزه بڼه درسنیو داعمل وغانده او ویی ویل چی داکار یوازی په یوی قصابی کی ترسره شوی دی . یادو کسانو ددی مسألی یو عامل دا ؤباله چی په خوست ښار کی مسلخ یا د څارویو حلالولو مشخص ځای نشته په بیلا بیلو سیمو کی څاروی حلالیږی او وروسته د خرڅلا په موخه ښار ته راوړل کیږی . قصابانو له خلکو هیله وکړه چی ددوی په رښتینوالې باور وکړی او حکومت دی ددی پیښی مرتکبین ونیسی او هغوی ته دی قانونی سزا ورکړی . دعابدین په نوم د قصابانو داتحادیی یوه استازی آزادۍ رادیو ته وویل : موږ قصابان چی راټول شوی یو ددی په خاطر راټول شوی یو چی داسی خلکو ته اجازه ورنکړو چی یا دخوست په بازار کی قصابی وکړی اویا دوی داسی ناوړه عمل وکړی . ځکه چی دټول خوست رنګ ورسره بدشو موږ الحمد الله مسلمان یو مسلمان چی د اسلام پنځه بنأ منی هغه به زه وایم داسی عمل تکرار نکړی چی حرام مال (څاروی ) حلال کړی یا داسی ناوړه ګټی وکړی . د بازګل قصاب په نوم یو کس وائی که چیری مسلخ جوړ شی ډاکتر ولری او دڅارویو غوښه په نښه شی نو دداډول پیښو مخه ورسره نیول کیدلای شی . یوبل قصاب وایی : موږ مرداری غوښی نه خرڅوو او نه شته ، نه داسی خلک په موږ کی شته خو شرط به یی داوی چی موږ ته کشتار ګاه ( مسلخ ) جوړ شی ، ډاکتر پکی حاضر وی په هم هغه ځای کی به ټول قصابان مالونه ( څاروی ) حلالوی او ښار ته په عزت او درناوی سره راځی بیا دلته پلورل کیږی . په خوست کی د ښاری اتحادی مشر حاجی جمال تڼی وویل : پخوانیو کمزورو نظامونو کی د څارویو د حلالی ځایونه موجود ؤ نو اوس څنګه کیدلای شی چی په دومره ډیرو امکاناتو کی دی دا نه وی !!     اوهرڅوګ هر ځای څاروی حلال کړی . شاروالی نه په نرخ ځان خبروی داچی شاروالی نه په غوښه ځان خبروی داسی پیښی چی وشوی داسی به نوری هم کیږی . دشاروالی څخه می داغوښتنه ده د قصابانو لپاره باید چی ځانګړی کشتار ګاه  ( مسلخ ) جوړه شی  هغه باید چی ډاکتر ولری هسی نه چی په کلیو کی غوایان او څاروی مری په موټرو کی یی را وړی دلته په ښار کی یی له پوښتنی پرته خرڅوی .د ضیأ الله په نوم یوه قصاب وویل چی ځینو فیس بوکیانو د ده تصویرونه پورته کړی دی چی ګواکی داکار هغه ترسره کړی دی .!! هغه وویل : ټولو ته دا جوته ده چی ضیا د غلطی سړی نه دی چه کوم سړی دا تصویر خپور کړی پکار ده چی هغه ته جزا ورکړای شی زما سره باید بی عدالتی ونه شی . بل لورته د خوست ښاروالی دریاست چارواکی واېی چی ددا ډول پیښو مخنیوی یوازی ددوی مسؤلیت نه دی بلکه په دی کی د کرنی او مالدارۍ ریاست ډیر دخیل دی . د خوست  ښاروالی یوتن مسؤل انجنیر صدیق الله صدیقی واېی چی که موږ دخوست دنظامی جلسی تصویب ترلاسه کړ تاسو ته په دوه هفتو کی دننه ډاډدرکوو چی انشأ الله ټول خلک به دلته منظم اوپه یوه ځای کاروبارهم کوی اوهیڅ غیرقانونی بدون دزراعت د ټاپی به غوښی نه پلورل کیږی اونه به هم په ښارکی داستفادی په موخه عرضه کیږی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا