تش په نوم چې د افغان دی
دا لا څه چې مسلمان دی
دعوی دار هم د ایمان دی
هو انسان دی له آدمه چې پیدا دی
رنګ ئی هم ټول د ادم دی هویدا دی
په څیره په قواره کې هم آدم دی
له آدمه تر دې دمه چې پیدا دی
اغیز لاندې د شیطان دی ،
راټیټ شوی له آسمان دی
تش په نوم چې د افغان دی
په عمل کې ټول کارونه اشتباه کړی
سم قابیل دی ورور وژنه بې پروا کړی
خودخواهی کړی له حسد کینې نه ډک دی
د تقوی دعوه کوی خو تل ریا کړی
د خپل پلار په پله روان دی ،
آغیز لاندې د شیطان دی
تش په نوم چې د افغان دی
د فساد چرچې خپرې ئې په جهان دی
ماتوونکی د قانون دی خائینان دی
چاپیریال ئې ټول ککړ شو له فساده
تمیز نکړی هر ډګر کې مفسدان دی
دا که زوړ دی او که ځوان دی ،
د خپل پلار په پله روان دی
تش په نوم چې د افغان دی
عدالت په نوم یو څرک نه موندل کیږی
دلته چور دی دلته هر څه لوټل کیږی
د لوټمارو یو ټولی دلته حاکم دی
دی خودرایه ولس کله منل کیږی
هر یو من دی یو عنوان دی ،
دا که زوړ دی او که ځوان دی
تش په نوم چې د افغان دی
ولایت ته دوی تابع د خپل ارباب دی
د تاریخ په غلامانو کې نایاب دی
د تاریخ د غلامانو مخ ئې سپین کړ
شمېر ئې نشته بلا ډېر دی بې حساب دی
دلته هر یو شاه شجاع دی ،
دلته هر یو یعقوب خان دی
تش په نوم چې د افغان دی
دوی خپل نفس او شخصیت ته سیاست کړی
دوی په جنګ او هم په سوله تجارت کړی
دوی څوکۍ ته ، تن ږدی هرې غلامۍ ته
دوی لاسلیک په هره پاڼه د خدمت کړی
ښه غلام ددې زمان دی ،
دلته هر یو یعقوب خان دی
تش په نوم چې د افغان دی