گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » غلام نه لکئ لری او نه ښکرونه!
غلام نه لکئ لری او نه ښکرونه!

غلام نه لکئ لری او نه ښکرونه!

نن یو ځل بیا خپلو وروڼو هر یو:
د امنیتی ځواکونو اعلى سر قومندان،
د فاتحینو د لښکر امیر،
دپنځه زره کلن تاریخ اتل اودافغانستان نه ماتیدونکی ځواک مشرصاحب ته لږشان سرور خلاصوم.

راځه وروره!
ددغه خیالی آس له زین څخه لږ را ښکته شه!
لږ ښکته پورته نظر وځغلوه، وګوره چې چه ستا ولس په یوه ګوله ډوډئ پسی په پردیو هیوادونو کې د دښتی ژویو او بحری نهنګانو خوراک شو،ستا ملت دخپلو عادی رنځونو د علاج لپاره بهرنیو هیوادونو ته اړ دی.زمونږ د هیواد ماشومان د زده کړو لپاره ښونځی نه لری،مونږ ټول، بیا وایم ټول، پردیو ته اړ یو،زمونږ هیواد د خپلو ا ړتیاوو لپاره له نړئ څخه په ګداګری چلیږی.

زمونږ په هیواد کی هره ورځ لس ګونه بیګناه خلک په پردیو بمونو وژل کېږی.مونږ خپل وروڼه د غلام، مرتد، ترهګر، اجیر،ګوډاګی او وطن پلورونکی په القابو یادوو.مونږ یو او بل ته توپک په اوږه، ګوته په ماشه په مورچه کی ناست یو.زمونږهیواد دنړئ دفاسدوهیوادونوپه سرکی ځای لری.

نو بیا؟
بیا وایم چې ویاړو په څه؟پنځه زره کلن تاریخ لرم؟هاغه یرغلګر او دغه اشغالګر مې شړلئ ده؟ازاد او خپلواک یم؟نه نه نه وروره، نه!غلام نه لکئ لری او نه هم ښکرونه!راځه د ازادی او خپلواکی لار د وښیم.


۱- راځه چې د پښتون تاجک ازبک هزاره مجاهد طالب او دیموکرات په نوم سیاست کول پریږدو. د یو افغان توری له کارولو څخه ویاړمن کیدل پیل کړو.
۲- راځه یو او بل ته دښمن نه، ورور ووایو.
۳- راځه په ګډه له ټولو پردیو اشغالګرو یرغلګرو او نورو څخه د خپل ولس دنجات لاری چارې ولټوو.
۴- راځه ورورولی، یووالئ، زغم، حوصله، هیوادپالنه، سمون او بدلون له خپله ځانه پیل کړو.
۵- راځه ومنو، چه مونږ هر یوه په تیرو څلوېښتو کلونو کی سهوی، غلطیانی، تیروتنې او ګناهونه کړی دی.
۶- راځه چې یو ځای دیوه روښانه او پرمختللې راتلونکی په لور روان شو.
۷- راځه په دغه ګډ کور کې د ارام او سوکاله ژوند کولو، په ګډه د دغې خاورې د ابادولو او په ګډه د هیواد دښمنانو ته د ځواب ورکولو چل او هنر زده کړو.که داسی و نشو کړای،نوبیا واوره چې نه ویاړوشته نه ازادی،نه خپلواکی،نه پښتون شته نه هزاره،
نه بامیان شته نه لغمان نه به هم تاسو یاست، نه مونږ!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا