کمال سادات پخوانی د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو د چارو مرستیال د ولسمشر محمد اشرف غنی په حکم له کاره ګوښه او پر ځای یی محمد اجمل شاه پور چی له کندز ولایت څخه ولسی جرګی ته نوماند ؤ خو نه ؤ توانیدلی چی ولسی جرګی ته لازمی رائی تر لاسه کړی د کمال سادات پر ځای د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو د چارو مرستیال وټاکل شو .
که څه د ولسمشر په دغه فرمان کی ددغه ټاکنی لامل نه دی څرګند شوی خو سیاسی شنونکی وائی چی کیدای شی دغه شانی بدلونونه د ټول ټاکنو په موخه ترسره شوی وی . په فرمان کی داهم نه دی ویل شوی چی له دی وروسته به ښاغلی کمال سادات په کومه دنده وګمارل شی .
د افغانستان سپوتنیک له کابل څخه د خپریدونکی سپوږمی رادیو له قوله خبرورکړی دی چی د اطلاعاتو او کلتور وزارت په پیشنهاد او د افغان ولسمشر اشرف غنی په منظوری محمد اجمل شاه پورد ددغه وزارت دځوانانودچارو مرستیال ټا کل شوی دی .