گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » له یتیمانو سره دچارواکواختــر!
له یتیمانو سره دچارواکواختــر!

له یتیمانو سره دچارواکواختــر!

پرون په خوست کې چارواکو دافغان امنیتی ځواکونو په لیکو کې د وژل شویو څوسرتېرو له یتیمانو سره داختردرېیمه ورځ یوځای ولمانځله.په خوست کې دازادی راډیو خبریال وایی، د دې ماشومانو شمېرسلو ته رسېده چې دچارواکو په وینا، دهغو څو محدودو کورنیو غړی دی چې پلرونه یې دافغان ځواکونو په لیکوکې د خدمت پرمهال وژل شوی.د خوست والی حلیم فدایی داماشومان دهغو کسانولپاره چې په افغانستان کې د جګړې پر دوام ټینګار کوی،

یو پیغام وباله او ټینګار یې وکړ چې د جګړې دوام د داسې یتیمانو شمېر هر ورځ ډېروی.په سیمه کې زموږ خبریال وایی، په خوست کې د ډېرو لپاره دا لومړی ځل و چې د امنیتی ځواکونو د یو شمېر وژل شویو سرتېرو په دې شمېر یتیم شوی ماشومان یې یو ځای راټول شوی ولیدل.په همدې مهال چې ماشومان په خپلو لوبو او خوښیو بوخت وو د ولایت والی ښاغلی محمد حلیم فدایی رسنیو ته په خپلو خبرو کې وویل :

زه دوه ډوله احساس لرم، یو دا دی، چې نن موږ د ملی امنیتی ځواکونو او ملکی مامورینو یتیمان بچی چې په کور کې هیڅ سرپرست نه لری، له هغو سره د اختر په مېلمه باندې پارک ته راغلی یوو ترڅو دوی ته مو کم تر کمه د پلار مینه اوخوښی ورکړی وی، بل د شدید درد احساس راسره دی او هغه دا دی، چې موږ یوازې د نمونې په شکل باندې، د یو څو کورنیو یتیمان بچیان، چې په کې له یو کلنۍ څخه نیولی، تر ۱۴ کلنۍ پورې هلکان او نجونې دی، پلار یې شهید شوی او د پلار مینه، ترحم او عاطفه یې نه ده لیدلی،

نن د نمونې په شکل د یو سلو دېرشو کورنیو یتیمان راټول کړی او دا د جنګ خطرناک ترین پیغام همدا یتیمان دی، کوم چې د سبا ورځې رهبران کیدلی شی.د ولایت والی زیاته کړه : په موږ دولت باندې دا حتمی ده، چې د یتیمانو کفالت وکړو، سرپرستی یې وکړو، هغوی ته خوښی ورکړو، دوی داسې لوی کړو، چې هغوی د خپل پلار، خپلې مور د نه شتون احساس ونه کړی، موږ دوی ته د خوښۍ احساس ورکوو او بل درد دا دی، چې د جنګ بدترین مثال موږ ته د یتیمانو او کونډو راپاتې کیدل دی.

هغه زیاته کړه : ټولوهغه خلک چې په جګړه باندې ټنګار کوی، دې یتیمانو ته دې وګوری، چې سبا ستا زوی هم همداسې یتیم کیږی، ددې یتیمانو اواز او فریاد واورئ او نور جنګ بس کړی.ښاغلی فدایی وویل : له دې یتیمانو نه ما پوښتنه وکړه، دوی وویل چې موږ د خپل پلار انتقام نه اخلو، زموږ انتقام دا دی، چې نور جنګ بس کړئ، دوی د انتقام د روحیې په ځای دومره درد لیدلی، چې ویې ویل زما د پلار انتقام دا دی، چې نورسوله راشی، زموږ ورور، خویندې اونورافغانان شهیدان او یتیمان نه شی..

ددغه راپور په برابرولو کی د ژورنالیست او لیکوال نجیب الله الوخیل همدا شان دخوست ولایت درسنیو له دفتر څخه دزړه له کومی مننه کوو 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا