گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د ملابرادر اړوند یو څو خبرې!
د ملابرادر اړوند یو څو خبرې!

د ملابرادر اړوند یو څو خبرې!

دنواندیشی یادونه : نواندیشی په ننی  انسانی تاریخ اود نړۍ په جغرافیا کی د ټولو مظلومو اولسونو په ځانګړی توګه د لرغونی افغانستان د مسلمان ملت او بی اسری اولس د  فریاد داسی منبر دی چی د نړیوال استعمار او هر ډول ښکیلاک  د پیژندنی په لاره کی یی  د مبارزی او مقابلی  سوله ایزه جنډه تل اوچته ساتلی ده او کلک باور لرو چی یو ملت او په اوسنۍ پیړۍ کی نوی نسل هغه وحت د ټولنیز او اقتصادی  پرمختګ لاره وهلی شی چی لومړی د نړیوال ښکیلاک پر ملتونو او اولسونو د نفوذ سوری او منفذونه په نښه کړی او د

هغوی د پیژندلو په صورت کی باور پیداکړی چی دننی او اوسنی استعمارموخی او هغوی ته درسیدو تاکتیکونه له پخوانی ښکیلاک او استعمارسره په ښکاره توپیرلری نو ځکه خو  پکار ده چی داوسنی استعمار څخه د خلاصون لاری چاری اوتاکتیکونه  هم عصری بڼه ولری اوله  هر ډول قومی ، مذهبی ، نژادی تبعیض او خرافاتو پرته په علم او پوهه ولاړی داسی سوله ائیزی د حل لاری  غوره کړی چی وکولای شی په بشری تاریخ کی د استعمار او استبداد پروړاندی د مقاؤمت داسی څپۍ را پورته کړی چی انسان دانسان ورور ؤبلل شی او د

حضرت سعدی علیه الرحمه لاندی شعربنی آدم اعضای یکدیگرند-که درآفرینش زیک گوهرند  دعمل جامه واغوندی . لاندی لیکنه چی تاسو درانه لوستونکی یی لولی زموږ د یوه قدرمن همکار قاضی نجیب الله جامی په قلم تر” د ملا برادر اړوند یو څو خبرې! ” کاږل شوی ده چی په غالبه توګه د طالبانو داسلامی غورځنګ په شمول د افغانستان ددننه او بهر د زیاتره ټولنیزو  نهضتونواو غورځنګونو  په هکله د نواندیشی تربیون له پالیسۍ سره په کلک ټکر کی ده له هغه ځایه چی موږته د افغانستان د اوسنی ځوان نسل تشویق او ترغیب هم زموږ د پالیسی یوه عمده برخه جوړوی نوځکه خوددغه  لیکنی سره په اصولی اختلاف په درلودو یی د لیکوال څخه په مننه اودرناوی تر تاسو دررسوو. اووروستی قضاوت یی تاسو درنو لوستونکو ته در پریږدو .

__________________

داچې ملا برادر ته د یوه پوځی قومندان، ځیرک ستراتیژیست، د طالبانو په اوسنی رهبری کې تر ټولو بانفوذه، اغیزمن او مدبر طالب سیاستوال په توګه کتل کیږی، ولې پر دی سربیره نوموړې په داسی حال کې آزاد شو چې طالبان له امریکایی اړخ سره د خپلی اوږدې مبارزی چې امریکایان یی د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه ګڼې په یو برخلیک ټاکونکې پړاویعنی جګړې ته دسولې اوسیاست پرمیزونوکې دحل پیداکولو ووانتظارویست.

ځکه امریکایانو تر دی وړاندی خپله ماتی بار بار منلی وه او حتا د جګړې له لارې یې د افغان – امریکا جګړې ګټل ځان او بل هر چاته ناممکن بلل، د دی ترڅنګ د ملا برادر تر خلاصون وړاندی د سولې اړوند په کور دننه، سیمه او نړۍ کې خوراه یوه ګټوره اجماع رامنځته شوی وه هغه چاره چې د افغان سولې په بریا او د افغان – امریکا جګړې پر پایته رسولو کې د فشار، همکاری او اعتماد اړوند خوراه مهمه بلل کیږی.

مګر د دی ټولو باوجوده د افغان سولې پیچلی، له کږلیچونو او لوړو ژورو ډک او په ټوله کې د څو اړخیزه بی باورې سره مل بهیر د ناکامیدو څخه د خلاصون او د بریا په پاره قاطع پریکړو، یوموټی دریځ او چټکو ګامونه اخیستلو ته اړتیا لری، د کوم څه کرکټر چې په تېره سه شنبی په ماسکو کې د افغانستان او روسیې د دوستۍ د سلمې کلیزې په درناوی غونډه کې د طالبانو د سیاسی د فتر د مشر او د دغی ډلی د سیاسی چارو د مرستیال څخه ولیدل شو او دا یعنی طالبان سولې ته ژمن او د سولې آراده لری د بیلګې په توګه…
لومړی: ملا برادر دمګړۍ د طالبانو په شته مشرانو کې تر ټولو د لوړې کچه مشر او ددی خوځښت یو له ۴ بنسټګرو څخه دی.دویم: ملابرادرد طالبانود لومړۍ لیکې له مشرانو څخه دی او په تر ټولو سختو وختونو کې یې د دی ډلی نظامی مشری کړې ده.له دې کبله دطالبانو په نظامی لیکوکې ورته ځانګړی درناوی شته.

دریم: د طالبانو د سیاسی دفترد مشرپه توګه د ملا برادر ګومارنه د دې لامل شوې چې بهرنیان د طالبانو پر سیاسی دفتر ډېر باور وکړی.څلورم: پخوا اندېښنه وه چې کېدای شی چې د قطر دفتر غړی لازم واکونه ونه لری، اوس چې ملا برادر د دفتر مشر دی، بهرنیان پوه شوی چې تر دې ځواکمن پلاوی نه شی جوړېدای. له همدې امله بهرنیانوقطر دفتر ته مخه کړې اوملا برادر سره لیدنې کتنې کوی.پنځم: له هغې راهیسې چې ملا برادر د طالبانو د سیاسی دفتر مشر شوی، د دغه غورځنګ په سیاسی فعالیتونو کې پاموړ پرمختګونه لیدل کېږی.شپږم: له دې وړاندې، سره له دې چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ خبرې واردمخه روانې وې؛ خو د ملا برادر له ټاکل کېدو وروسته طالبانو د شیر محمد عباس ستانکزی په مشرۍ ځانګړې مذاکراتی ډله وګومارله او پخوانی لوی درستیز ملا فاضل یې ورته مرستیال وټاکه.دا د تېرو مذاکراتی ټیمونو په پرتله پراخه هغه وه.

په دې ډله کې د طالبانو د سیاسی دفتر غړو، پخوانیو سیاسی څېرو لکه مولوی امیر خان متقی او عبداللطیف منصور سربېره، د ګوانتانامو پنځه تنه پخوانی بندیان، ملا محمد فاضل، ملا خیرالله خیرخوا، ملا نورالله نوری، ملا عبدالحق وثیق او مولوی محمد نبی عمری هم شامل وو.اووم: د ملابرادر له ټاکل کېدو سره سم له امریکایانو سره د مذاکراتو ترڅنګ، په دې موده کې د طالبانو د سیاسی دفتر مشرتابه له ګڼو بهرنیو استازو سره لیدنې کتنې لرلې دی.د اروپایی ټولنې، چین، روسیې او امریکا له استازو سره د لیدنو ترڅنګ دا ډول طالبانو د مارچ په ۳مه د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف دوحه کې ملا برادر سره وکتل.

له هغه وروسته د اپرېل په ۲۵مه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما مشر تادامیچی یماموتو هم د طالبانو د سیاسی دفتر له نوی مشرتابه سره وکتل.د مۍ پر لومړۍ نېټه د اندونېزیا د بهرنیو چارو وزیره آغلې ریتنو لیستاری هم دوحې ته ولاړه او له ملا برادر سره یې وکتل.د افغانستان لپاره د جرمنی ځانګړی استازی مارکس پوټزیل په تېره یوه میاشت کې دوه ځلې له ملا عبدالغنی برادر سره وکتل. ویل کېږی جرمنی هم لېوالتیا لری چې د یوې بلې پراخې بین الافغانی ناستې کوربه وی. د افغانستان لپاره د اروپایی اتحادیې ځانګړی استازی رولانډ کوبیا هم تېره اوونۍ ملا برادر سره کتلی وو.د ملا برادر ګډون دا هم ښیی چې طالبانو د ډیپلوماسۍ ډګر ته تر پخواه په وروستی ځواک سره وردانګلی دی او دا مسئله یې درک کړې ده چې د جګړې وروستی برخلیک د ډیپلوماسۍ مېزونه او ملاقاتونه ټاکی.اتم: د ملا برادر تر ټاکل کېدو وړاندی د طالبانو د خپلواکې آرادی اړوند خوراه ډیر شکونه وو، داچې هغوی ته د هرڅه تصمیم پاکستان نیسی، داچې د طالب رهبری پاکستان ته له نږدی کسانو سره ده او حتا داچې طالبان له سره د سولې نیت نه لری، ولی داچې ملا برادر د طالبانی حرکت ترمنځ یو له پاکستان ضد څیرو څخه دی او پاکستان هم نوموړې د همدغی دښمنی او سولې ته دژمنتیا له امله نږدی ۹ کاله پر بند کې وساتل د دی مانا داچې د ملا برادر په مشری د سولې او جګړې پریکړې د طالبانو د پوره خپلواکه دریځ او سولې ته د ژمنتیا پر مانا ده.اوس افغان حکومت او دلته فعالو سیاستوالو ته ده چې پر امریکایی شرایطو د سولې غوښتلو پرځای د ریښتونی سولې په لار کې ګامونه واخلی، داچې امریکایان روانه جګړه د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه نوموی دا یعنی دا جګړه بهرنی عوامل لری او د هغوی په پایته رسیدو سره د جګړې اور ختمیږی کنه د بهرنیو ځواکونو پر شتون کې به د جګړې تنور ګرم وی.جګړه ‏چاته ګټه نه کوی، هغوی ته هم ګټه نه کوی چې فکر کوی په جګړه کې یې ‏ګټې نغښتی دی.‏هغوی چې غواړی له هیواده د پردیو لاسونه لنډ شی، د پردیو د ګټو لپاره ونه کارول شی. د نورو هیوادونو سره زموږ هیواد هم د سیالانو په لیکه ودرول شی. خپل اقتصاد قوی کړو، د معادنو مسلکی استخراج ته زمینه مساعده شی، تر څو یې نړیوال خونخوار قوتونه راڅخه غلا نه کړئ.راځئ له موږ سره د رښتونې سولې هرکلی وکړو، ورته کار وکړو ځکه دامو د ولس لومړیتوب دی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا