گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » ځه لغمان خوبه ورباندی ووینو !
ځه لغمان خوبه ورباندی ووینو !

ځه لغمان خوبه ورباندی ووینو !

مشرانو،کشرانو ! عزیزانو

هسی خبره می کوله !

منم چې زمونږ ستونځه بهرنی اړخونه لری، خو لمن درته غوړوم او سر درته سرتوروم، سوله په پردی غولی، پردئ ډوډئ اوپردیو پنځه ستوریزوهوټلونوکې نه،بلکه د خپل ورور ترڅنګ، په خپل دسترخوان، خپله وچه ډوډئ، خپلو شړومبو او شنو چایو سره شونې ده.

د مرحوم مولوی صاحب محمد یونس خالص خبره راته یاده شوه چې د استاد ربانی وزیرانو ته یې زما په وړاندې وکړه.تقریباً اوه ویشت کاله وړاندې د استاد ربانی د حکومت پر مهال مې د مهاجرینو د وزارت په استازیتوب د پښتونخوا د ایالت په پیښور ښار کې د دیپلومات په توګه دنده درلوده. د کورنئ بدمرغه جګړې له امله له کابل څخه بهر پروازونه نه وه. که به څوک بهر ته تلل، نو طوعاً و کرهاً به له ګاونډیو هېوادونو څخه تلل. یو پلاوئ قاهرې ته روان وه چې د اسلام له نظره د نفوسو د کنترول مسئله وڅېړی. درې وزیران د دغه پلاوی غړی وه.

زه یې ستړی مشی ته هوټل ته لاړم. د هغوى د غوښتنې په اساس مې دغه پلاوئ د مولوى صاحب مرحوم محمد یونس خالص، چې هغه مهال مریض وه د پوښتنې لپاره د نوموړی کور ته یوړل. دلچسپه خبره دا وه چې مرحوم مولوی صاحب له هغوى څخه د سفر د موخو په هکله وپوښتل. یوه وزیر ورته وویل؛مونږ قاهرې کې د اسلامی اصولو په رڼا کې د نفوسو د کنترول په یوه سمینار کې ګډون ته روان یو.مرحوم مولوی صاحب خالص ورته یوه کیسه پیل کړه واى،پخوا به زمونږ د خوږیاڼو قوم په منی کې لغمان ته په ډله ایزه توګه د سون لرګی په خرو باندې وړل. کلیوال په مسجد کې راتول شول چې لرګی کله بار کړی. یوه کلیوال وویل چې نن سبا د لغمان خلکو زړې ونې لنډې کړې او یا یې هم چپه کړې دی، نو زمونږ لرګی به سوداګر ونلرى.

بل کلیوال خبره ورغبرګه کړه چې زمونږ لرګی هلته سوداګر لری او که یې هم نلری، خو مونږ باید په خرو باندې د لغمان سیل حتماً وکړو.کله چې د مولوی صاحب له کور څخه بیرته د هوټل لور ته راتلو نو په لاره کې یوه وزیر راته وویل،وحیده، مولوى صاحب خو په مونږ باندی سخت مثال تیرکړ،خو تاسوبه زمونږ دهوټل نوروملګرو ته داخبره نه کوئ. مال، سمه ده وزیر صاحب.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا