گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » خوست کی دکوچیانوستونزی !
خوست کی دکوچیانوستونزی !

خوست کی دکوچیانوستونزی !

په خوست کې د میشتو کوچی قومونو مشران او سپین ږیری وایی، چې دوی د پوهنې، روغتیا، اوبو او د ژوندانه د نورو اړینو ضرورتونو په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی.دوی زیاتوی، سره له دې چې د ځایی قومونو پرتله د دوی ستونزې ډېرې دی، خو بیا هم حکومتی ادارې ورسره لازمې مرستې نه کوی.بل لوری ته د خوست ځایی چارواکی وایی، چې ولایتی اداره په هره برخه کې متوازنې پرمختیا ته ژمنه ده او د امکاناتو په چوکاټ کې به د کوچیانو ستونزو او غوښتنو ته رسیدنه وکړی.

دوی یادې غوښتنې د جون پر ۲۹مه ځایی چارواکو سره د کتنې په څنډه کې مشال راډیو سره شریکې کړې.د میرزاجان سلطان خېل په نوم د کوچیانو یو مشر وویل، چې دوی د څړځایونو، روغتیا او پوهنې په برخو کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ دی.د ده په وینا، ځمکې یې للمی دی، دوی د اوبو سربندونه او څاګانې نه لری، یو کلینک لری، چې د خدمتونو ظرفیت یې تر مراجعینو په مراتبو لږ دی.د حکم خان په نوم د کوچیانو یو بل مشر هم وایی چې د دوی خلک حتی د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته لاسرسی نه لری.دی زیاتوی، ښوونځی یې ودانۍ نه لری او په ګرځنده کلینکونو کې یې له لږو ګولیو پرته نور څه نشته او ناروغانو ته دوایی نه شی ورکولی.په خوست کې د کوچیانو لپاره د دایمی ټولګټو تاسیساتو جوړول هغه مسله ده، چې دلته یې ډېر کله ځایی قومونو مخالفت کړی دی.خو کوچیان وایی، چې دوی اوس کورونه جوړ کړی او یو بل ځای ته په اوړی او ژمی کې نه ځی، نو اړتیا ده، چې د (ده شینو) خلکو په شان دوی ته هم خدمتونه وړاندې شی.

د حبیب الله خیبر په نوم د کوچیانو د ځوانانو د یوې ټولنې مشر وایی، چې د نورو ځایی قومونو پرتله د کوچیانو ستونرې ډېرې دی.د خیبر په وینا دولتی په ځانګړی ډول سکټوری ادارې یې غږ نه اوری او هغه ادارې چې کوچیانو ته د خدمتونو د ترسره کولو په خاطر کار کوی، هغه هم د کوچیانو په پرتله د څو کسانو شخصی غوښتنو ته ډېر ارزښت ورکوی.د ولایتی ادارې له مشرتابه سره په کتنه کې د کوچیانو یو شمېر مشرانو هم برخه درلوده، هغوی هم د خوست له چارواکو سره همدا ستونزې شریکې کړې او د دولت د پاملرنې غوښتنه یې وکړه.دوی وویل، پخوا د ملی پیوستون او اوسمهال د ولسی تړون په روانه پروسه کې کوچیانو ته ونډه نه ده ورکړل شوې.د کوچیانو په برخه کې د ولسمشر سلاکار وزیر حاجی عالم ګل کوچی غوښتنه وکړه، چې پدې پروسه کې دې کوچیانو ته ونډه ورکړل شی.نوموړی هم د کوچیانو لپاره ښوونځی، سړکونه، روغتونونه او د اوبو لپاره د سربندونو جوړول د مهمواړتیاوو په توګه یادوی.بل لوری ته د خوست سیمه ییز چارواکی وایی، چې ولایتی اداره ټولو میشتو خلکو ته په انډولیز ډول د خدمتونو وړاندې کولو ته ژمنتیا لری.

د خوست د والی ویاند طالب منګل وویل، چې ولایتی اداره به د خپلو امکاناتو په چوکاټ کې د کوچیانو د مشرانو د ټولو غوښتنو او ستونزو ته په مرحله واره توګه رسیدنه وکړی.په خوست کې مېشت کوچیان د باک، تریزیو او علی شیرو، لکڼو او د ګربزو په ځینو سیمو کې پولې ته څېرمه پراته دی.د خوست هغه ځایی قومونه چې کوچیان ورسره په ګاونډ کې اوسیږی، یو بل سره د ځمکو او څړ ځایونو پر سر دعوې او لانجې لری، چې دا لانجې ځینې وختونه د وسلوالو نښتو لامل هم شوی، خو افغان حکومت نه دی توانیدلی، چې د دوی ستونزې په بشپړ ډول ورته هوارې کړی.

د آزادی رادیو مشال څانګی  او د لیکوال او ژورنالیست نجیب الله الوخیل څخه په مننه :

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا