گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » طالبانو بیاغزنی په وینو سورکړ!
طالبانو بیاغزنی په وینو سورکړ!

طالبانو بیاغزنی په وینو سورکړ!

هیڅوګ نه پوهیږی چی ولی په هغه خاوره کی چی افغانستان یی نوم دی د بنیادم وینه دومره په آسانۍ سره توئیږی اوبهیږی ؟خودسولی په نوم هغه ډرامه ضرورګوری چی کله د بین الافغانی سولی په نوم اوکله هم دپخوانیو غربی اووطنی طالب جنګیالیو ترمینځ د یوی غمجنی کیسی اونکل په څیرد مسکواوقطرپه دنګو دنګو ماڼیواوتالارونو کی ښودل کیږی .

نن د یکشنبی په سهار هغه مهال چی د وطنی او بهرنیو طالبانو د بین الافغانی سولی ډرامه لا پیل شوی نه وه چی د طالبانو په نوم جنګیالیو د غزنی د لرغونی تمدن  ښارګوټۍ چی یوازی بیوزلی او جګړه ځپلی پکی دذلت او اسارت شپۍ سبا کوی په نښه کړ او ددغه لرغونی تمدن د ښار کوچنیان او بوډاګان یی له په خپلو وینو ولړل او په دی توګه یی د افغانستان د تمدن او فرهنګ جنازه پر اوږو کړه .

عجیبه خو یی داده ذبیح الله مجاهد چی ځان د طالبانو انلائن ویاند بولی په خپله ټویټر پاڼه کی ددغه خونړی جنایت پړه پر غاړه واخیسته او هغه یی د ځان او نورو طالب جنګیالیو لپاره ویاړ او د الهی نصرت زیرۍ ؤباله . د طالبانو انلائین ویاند ذبیح الله مجاهد چی کله ددغه برید پړه پر غاړه آخیسته نو د اولس فکر ته په انحراف ورکولو یی هغه عملیات پر یوه استخباراتی مرکز شمیرلی او ددی تر څنګ یی د هغه په قول دسلګونوددشمن  کسانو ترڅنګ چی استخباراتی جاسوسان ؤګن شمیرکسانو ته مرګ او ژوبله اړولی ده 

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا