گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د ولسی غـوجلـۍ یا ولسی جرګی په اړه کـــاغــــذ پیـــــــچ ډرامـــــــه !
د ولسی غـوجلـۍ یا ولسی جرګی    په اړه کـــاغــــذ پیـــــــچ ډرامـــــــه  !

د ولسی غـوجلـۍ یا ولسی جرګی په اړه کـــاغــــذ پیـــــــچ ډرامـــــــه !

یاره شمشتو ! نن خو می ډیره نادره ولیده ، ! څه دی ولیدل جلاتیه ؟ نن ما په خپلو ګنهکارو سترګو ولیدل چی د ولسی طویلی یوه آسپ چی د بل وکیل صاحب  ترڅنګ یی پر چوکۍ ډډه وهلی وه یو د اوبو بوتل یی په لاس او خوله یی له نصوارو ډکه وه نیغ په نیغه یی خپله مبارکه خوله پرانیسته او دنصوارو ګوټ یی له خولی را وایوست او پر زور سره یی دمیز شاوخوا پری لمده کړه .

کله نا کله خو دولسی طویلی په تالار کی ځینی نادری پیښې را مینځ ته کیږی خو دا لومړی ځل دی چی د ولسی جرګی له تالار څخه د تٌف دانۍ  په څیر ګټه پورته کیږی .ویل کیږی چی دغه پرنصوارو مین آسپ پخوانی  د استاد عبدالرب رسول  په مشرۍ د مجاهدینو یو سر ګروپ ؤ چی ولسی طویلۍ ته یی هم خپل ځان د عبدالرسول سیاف په مشری ددعوت له ګوند څخه نوماند کړی ؤ .

که څه هم تراوسه دغه جهادی آسپ او یاهم پر هغی سپور رسول پهلوان او نه هم دولسی طویلۍ کوم چارواکی په طویله کی ددغه لګدو وهلو اود طویلې پر غولی د نصورو د تویولو په هکله څه نه دی ویلی خو د ځنګلونو او څارویو دچارو څارونکی اټکل او وړاند وینه کوی چی کیدای شی د په خپله آسب مبارک چی عبدالاحمد درانۍ یی بولی  اویاهم استاد عبدالرب رسول سیاف  چی دغه اسپ یی دطویلۍ په دروازه وردننه کړی دی خپل دغه عمل په غلطه سره د تیرومذهبی پیشوایانو اومرشدانوسنت ؤ بولی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا