گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » لمرپه ګوتو پټول اودحقائقونه لیدل!
لمرپه ګوتو پټول اودحقائقونه لیدل!

لمرپه ګوتو پټول اودحقائقونه لیدل!

افغانستان په نړیواله کچه د تر ټولو فاسد، تیت او پاشلی، سیاسی نظام، په پردیو مرستو ولاړ متکی اقتصاد او لوږې ځپلئ ولس درلودونکئ هیواد ده. داسې هیواد چې ډیرى سیاستوال یې د ملی مصالحو پرځاى د شخصی ګټو لپاره تلاش کوی، ګاونډیان یې یوه ورځ هم د افغان ملت ارامی او سوکالی نشی زغملاى، داسې هیواد چې په خاوره یې نه یوازې حکومت اوطالبان بلکه له القاعده او داعش څخه نیولې، ترجندالله،دازبکستان اسلامی ګوند،ختیځ ترکستان اوداسې څونورې ډلې جنګېږی.

بله بدبختی داده چې له حکومت څخه بهر خلک یې څوک موجوده حکومت کافر، لاس پوڅئ بیواکه او بلواکه ګڼی، څوک یې نه منی، څوک یې فاشیست ګڼی، څوک هم ورڅخه وزارتونه ولایتونه او سفارتونه غواړی او په حکومتی چوکاټ کې د ننه ډیرى لوړ پوړی چارواکی هم عمدا او یا د اداری او اخلاقی فساد له مله د حکومت او نظام ریښې وچوی. جګړه د وحشتونو له سرو کرښو اوښتې ده.

د چارواکو فساد غصب او اختلاس اژړهایی شکل خپل کړئ ده. اوس لا په لوړه کچه اخلاقی فساد نظام ته لا بله بدنامی راوړه چې پاکول به یې وختونه وغواړی. د ښځو د حقونو د او ځوانانو ته د واک سپارلو ترعنوان لاندې د دندو سپارلو په نوم د اسلامی ټولنې، اخلاقو، انسانیت او افغانی کلتور جنازه پورته شوه.زه د جنرال احمدزی تورونه قطعاً نه تائیدوم. نوموړی په ارګ کې له شته اخلاقی ترهګری څخه هغه وخت پرده پورته کړه چې له دندو څخه وشړل شو، خو نوموړی هغه مهال چې د ولسمشر سترسلاکار وه د خپلو شخصی ګټو لپاره یې په خوله باندې د سکوت مهر لګولئ وه او یا هم له مفسدینو سره په دغه ناوړه جنایت کې شریک وه.

له جنرال احمدزی وروسته اوس بی بی سی یو ځل بیا د حکومت په زړه کې د جنسی ترهګری په منحوسه پدپده کې د ککړو له مشر وزیر څخه نیولی بیا د ولسمشر تر نزدې ملګری پورى په روان اخلاقی فساد کې د ککړتیا په هکله یو راپور خپور کړئ ده. ارګ یوازې رد کړئ او راپور یې کما فى السابق بی بنسټه ګڼلئ ده.زمونږ ستونځه دا هم ده چې تر ولسمشر نیولی وزیر والی سفیر رئیس اوحتى لوبغاړی هم کله چې له دندو ګوښه کړاى شی، نود اداروپه وړاندې په بابولالو باندی سر شی.

هر هغه تور او تهمت لګوی چې په خوله یې راځی. پوره باور لرم چې که زمونږ توقعات پر خیالاتو او مفروضو ولاړ دی، نو د حکومت لخوا غندل بی بنسټه ګڼل او د سپیناوی کمېسیونونو ټاکل هم هغه خوسا بی ګټې،متواترې اومسلسلې تجملی کړنې دی چې ولس یې له اوریدو ستړئ شوئ ده. که سوله مو د مختلفو پیچلو او څواړخیزو بعدونو له امله ستونځمنه ده نود حکومت په زړه کې د اداری او اخلاقی فساد په تړاو پریکنده او څرګند ګامونه پورته کول دومره ستونځمن هم نه دی لکه په بادی النظرچې حکومت له لیت اولعل څخه کاراخلی اولکه اوس هم دجوزف ستالین دوره وی حقائق دمصلحت په نوم پټوى. 

ستونځه بل ځاى هم ریښه لری او هغه دا چې دغه هېواد یو داسې ولسمشر لخوا اداره کېږی چې له ډیرو علمی کدری او سیاسی وړتیاو سره سره نیمګړتیاوې هم لرى.هغه د هیواد د ډیرو عقیدوی، ملی او قومی حساسیتونو په هکله د درد اودرک ستونځه لری، په دندو باندې د ګمارنو او له دندو څخه د لرې کولو په مدیریت کې نیمګړتیاوې او تشې لری، خو منتقدین یې په وړو او کم اهمیته مسائلو تمرکز کوی. مثلاً هغوى د ټاپی پروژې پیل، لوړې کچې ته د ملی عواېدو رسول، په نړیوال سوداګریز سازمان دافغانستا دغړیتوب دمالی زیرمو د کچې لوړول د کاسأ پروژې پیلول، د سلما د بند پرانستل د سوداګرو لپاره ، د چابهار بندر افتتاح کول په یوه وخت کې د اوبو له یو درجن څخه زیاتو بندونو د جوړونې کار په لاره اچول، د دارالامان ماڼئ بیا رغول، د زورواکو مفسدینو او غاصبینو په وړاندې اغیزمن ګامونه پورته کول او داسې نور په حساب کې نه راوړی خو وړوکی اشتباهات، د دعا پر ځای غوږونو ته د لاسونو پورته کول او وړه لفظی سهوه یې قطعاً د بخښنې وړ کړنه نه ګڼی.

ولسمشر یو ناروغ نا انډوله او غیر مشروع ولسمشر ګڼی. زمونږ ټولنه د غیر واقعبینانه جزباتو په سمندر کې اوسیږی. هیلې غوښتنې او توقعات مو خورا لوړ مګر ځمکنی حقائق، وړتیاوې او امکانات مو قطعاً له ولسی هیلو او غوښتنو سره د پرتله کیدو وړ نه دی. خبره کول اسانه خو خپلو خبرو ته مصداق پیدا کول ګران کار ده. د بیلګی په توګه مونږ په هره ناسته کې غوښتنې مطرح کوو؛ فساد باید له مینځه لاړ شی.په دولتی پوستونو باندې ګمارنې د وړتیا او تقوا په بنسټ وشی.سرتاسری سوله راشی.قاتلان د عدالت او انصاف محکمې ته راوستل شی.

د ولس په خوښه یو سوچه اسلامی نظام باید جوړ شی.د پرمختګونو خورا زیات پړاوونه باید ووهو.له جاپان څخه لا هم مخته شو.د یوه ازاد, خپلواک, هوسا، پرمختللی او له ویاړونو ډک ملت په توګه په نړئ کی په هسکه غاړه ژوند وکړو.له هیواد څخه ټول یرغلګر وشړو.له خپل څخه د ګاونډیانو سیمې او نړیوالو د بیځایه مداخلو مخه ونیسو.له افغانستان څخه فقر لوږې بی وزلی او بیکاری ختمه کړو.دا ټول هغه ارمانونه دی چه پوره کیدل یې زمونږ له اوسنیو شرایطو سره سمون نه خوری. یوازې تیوری ورته ویلاى شو. په عملی ډګر کښې یې تحقق اقلاً د اوس لپاره ناشونی دی!ځکه چې د تیرو څلورو لسیېزو راپه دیخوا،دافغانستان پرسیاست، اقتصاد،کلتوراوټولنه باندې،جګړه مارې او زورواکې کړئ حکومت کوی.

داهغه څه دی چه زمونږ د ولس فکری او علمی وړتیاوې یی ټکنئ کړې دی، اقتصاد یې تر مافیائی یرغل لاندې راوستی ده او د ولس د ازادې ارادې حق یې ورڅخه اخیستئ ده.پداسې یوه ټولنه کی، د ټولنیز فساد او توپکواکو کړیو ریښې اېستل، که نا شونئ نه ده، نو خورا ستونځمن خو حتماً ده. بلکې تر ډېره بریده تېوریکی بڼه لری.مونږ د وخت د جبر پر بڼسټ د بد، بدتر او بدترین په مینځ کی د بد منلو ته اړ شوی یو؛ بله هېڅ چاره نه شته.ښه به دا وی چه عینی حقایقو ته په کتو، پرېکړې وکړو. هوایی غږیدل او تش شعارونه د ولس رنځونه نشی رغولاى.مونږ دوه ډوله فرصتونه لرو او دواړه له ننګونو هم ډک دی. ښه مشرتوب هغه ده چې ننګونې په فرصتونو باندی بدلې کړی او ولس د ناورینونو او غمیزو له طوفانی سمندر څخه د نجات ساحل ته ورسوی.

۱- له طالبانو سره د سولې په تړاو شخصی ګروپی سمتی او ژبنی مخالفتونه شاته پریږدو. دستونځو د ریښو ختمولو په موخه زړونه غټ او حوصلې لوړې کړو. هغه دا چه د افغانانو جګړه ایز او زورواکی شالید لاملونو، غلطیو او اشتباهاتو ته له کتلو پرته هغوی ته په ورین تندی د وروری غېږ ورکړو او له جګړو څخه خپل راتلونکئ نسل وژغورو.

۲- که سوله شونې نه وی او یا هم زیات وخت امکانات او ډیرې نورې هڅې ایجابوی، نو نظام او سیستم ته په بالفعل او بالقوه پرتو سختو ګواښونو له دلدل څخه د هېواد د ژغورنې په موخه د ټولټاکنو په لاره کې له پرتو ټولو ننګونو سره د مقابلې لپاره ملا تړو او دغه ننګونې په فرصتونو باندې د بدلولو هوډ کوو. لاسه تر زنې نه کینو حوصلې د پامیر او هندوکش تر غرونو لوړې ساتو. د ژوند په دغه موړ کې لاس ته راغلی فرصت کې پردیو ته د خپلو اړتیاو کچه راښکته کوو او همدغه کړنه د بشپړې ازادی او خپلواکی لاره ګڼو. ټاکنو ته ځو. نړئ ته ښئیو چې مونږ جګړه غوښتونکی ولس نه یو. مونږ په خپله د خپلو ستونځو د حل کولو وړتیا او د ولسی ارادو له لارې د یوه ازاد او خپلواک اسلامی نظام پلویان یو. داسې نظام چې نه چاته کواښ وی او نه یې څوک وګواښلئ شی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا