گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د قطرد بین الافغانی غونډې په اړه د سولې د جبهې ګډه اعلامیه!
د قطرد بین الافغانی غونډې په اړه د سولې د جبهې ګډه اعلامیه!

د قطرد بین الافغانی غونډې په اړه د سولې د جبهې ګډه اعلامیه!

د قطرد بین الافغانی غونډې په اړه د سولې د جریانونو د مشترکې جبهې ګډه اعلامیه!

د سولې د جریانونو مشترکه جبهه په دوحه کې د جون په ۷مه او ۸مه نېټه د بین الافغانی کنفرانس د پرېکړه‌لیک ملاتړ کوی او دا په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره یو مثبت ګام او اغېزناک پرمختګ بولی.د سولې د جریانونو مشترکه جبهه له ټولو لورو غوښتنه کوی، چې دغه ډول غونډو ته پراختیا او دوام ورکړل شی، ترڅو دا غونډې په هېواد کې د سولې د راتګ لپاره لا ډېرې اغېزناکې شی.

د مسکو او بیا اوس په دوحه کې د بین الافغانی ناستو ګډې اعلامیې خورا مثبت پرمختګ دی؛ خو تراوسه په دغو اعلامیو کې پر عمومیاتو د توافق خبره شوې ده، مګر په اوسنۍ مرحله کې اړتیا ده چې پر اختلافی ټکو او موانعو هم بحثونه وشی او د له منځه وړلو هڅې یې وشی.د سولې د جریانونو مشترکه جبهه د دوحې کنفرانس په اعلامیه کې د بهرنیو ځواکونو د بشپړ وتلو په اړه د توافق هرکلی کوی؛ خو په ورته وخت کې غوښتنه کوی چې د سولې په لاره کې د موانعو د لرې کېدو په پار امریکا او ناټو ځواکونه هر څومره ژر له افغانستانه د ځواکونو د بشپړ ایستلو نېټه روښانه کړی، ترڅو د بین الافغانی خبرواترو لپاره د ټولو لورو اندېښنې له منځه ولاړې شی.

د افغان قضیې پېچلتیا ته په کتلو سره جدی اړتیا ده چې د بین الافغانی خبرو اترو د مدیریت، جدیت او تسلسل لپاره د ټولو افغان لورو په توافق یو سکرتریت جوړشی، ترڅود دغو غونډو چارې تنظیم کړی او اغېز یې لا پسې زیات شی.دغه راز د دغو غونډو د لا ډېر موثریت لپاره د ټولو مطرحو او اغېزناکو لورو استازی دغو غونډو ته وغوښتل شی، ترڅو د هېواد د ټولو اقشارو استازیتوب وکړی او پر وړاندې یې د خنډونو جوړولو زمینې له منځه یوړل شی.

د باثباته او سوکاله افغانستان په هیله

سه‌شنبه، د چنګاښ ۱۸مه، ۱۳۹۸ لمریز – د جون ۹مه، ۲۰۱۹م

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا