گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دپاکستــانی قاتلانود مذهبـــی مشرحافـــظ سعید نیول کیدل!
دپاکستــانی قاتلانود مذهبـــی مشرحافـــظ سعید نیول کیدل!

دپاکستــانی قاتلانود مذهبـــی مشرحافـــظ سعید نیول کیدل!

نواندیشی د باوری سرچینو په حواله خبرورکوی چی د پاکستان حکومت د دغه هېواد پنجاب ایالت کې د جماعت الدعوۃ نومی ممنوع تنظیم مشر حافظ سعید نیولی دی. ځایی چارواکو ویلی، نوموړی د ترهګرۍ ضد قضیه کې له نیول کېدو وروسته د پنجاب ایالت کوټ لکپت زندان ته لېږدول شوی دی.

که څه هم د حافظ سعید نیول کیدل چی ویل کیږی د هند پر ضد د پاکستان د پوځی استخباراتولخوا د جوړی شوی لشکر طئیبه چی وژونکی او  ترهګره ډله ده یوه ډرامه ښکاری خو له هغه ځایه چی که هر څوگ او هره ډله د پاکستان د نظرئی په لاره کی د هرچا « دوستانو او یا هم دښمنانو »  لخوا وژل کیږی اویا هم له مینځه ځی د پا کستان نگهبانان یا پاکستانی پوځیان یی د وطن دلاری قربانیان بولی .

داځکه چی د پاکستان ساتونکی وسله وال ځواک له هم هغه ورځی چی د هند په لویه وچه کی د یوی سرطانی غٌدی په توګه د انگلیسی  لښکرو د قوماندان د مرستیال جنرال کوامی توم له لوری رامینځ ته شوی تل یی د ګاونډیانو سره د ناسم چلند سیاست خپل کړی دی او دد غه تازه رامینځ ته شوی جغرافیی ګاونډیان یعنی افغانستان او هندوستان د پرمختګ په لاره کی یی تل خنډونه را مینځ ته کړی دی .

حافظ سعید د پاکستان د ساتونکی په توګه د اسلام او د جهاد تر نامه لاندی ډرامه پر مخ بیائی !

نوځکه خو نباید چی له یاده ؤباسوله دغه دواړو ګاونډیو هیوادونو څخه هریویی جلا ، جلا د خپلو شیطانی موخواواهدافو نښه ګرځولی دی چی په خواشینی سره باید وویل شی

د تیری سړی جګړی په وخت کی یی افغانستان په خپله شیطانی لومه کی راګیرکړاو تراوسه پوری ددغه خونړی جال مظلوم قربانی دی .اوحافظ سعید او ډله یی ددغه جال چی دنظریه ءپاکستان چی دStrategic depth پرستنوولاړدی یوه لویه برخه جوړوی . پاکستانی مقامات په داسی حال کی  د حافظ سعید دنیولو ډرامه جوړوی چی کیدای شی راتلونکی اونۍ د پاکستان د پوځ لاس پوڅې لومړی وزیر هم واشنګټن ته سفر وکړی چی د کتونکو په باور د حافظ سعید نیول کیدل هم دهمدی پروژی یوه برخه بللی شی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا