گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » زموږسرنوشت دعین الیقین هنداره!
زموږسرنوشت دعین الیقین هنداره!

زموږسرنوشت دعین الیقین هنداره!

هغه ملګری مې د ژوند تر ټولو ارزښتناکه لاس ته راوړنه ده چې له تېرو څلورو لسیزو راپدیخوا مو د ټولنیز او سیاسی ژوند، لوړې ژورې، پیچومی او کږلیچونه، ستونځې او کړاوونه خوښئ او ناورینونه په ګډه سره تیر کړی او د تاریخ پاڼو ته مو سپارلې دی.له هغوى سره له علم الیقین کچې څخه هم ورهاخوا د عین الیقین کچې ته رسیدلی یو. که هغوى نه واى، زما ژوند به یقیناً نیمګړئ واى، خو په هغه ملګرو باندې یقیناً افتخار کوم چې له یو بل سره له تعاملاتو مراوداتو او لیدو کتو پرته بیا هم راباندې باور کوی. له سیاسی پلوه د فکری او نظریاتی اختلاف سره سره بیا هم د فیسبوک په پاڼه راسره د ملګرتیا اړیکه ساتی.زه هم  یو انسان یم. اړتیاوې او ستونځې لرم.

د اړتیاو پوره کولو پسې منډه وهم. زحمت کوم ستونځه ګالم. غلطی کوم، سهوه کیږم. کله راباندی احساسات، کله د ژوند ترخې تجربې، کله دچاپیریال شرائط، کله د عمر پوخوالئ، کله د ټولنیز ژوند نیمګړتیاوې او کله د علم ټیټه کچه راباندې حاکمه شی او د سترې غلطی ارتکاب ته مې اړباسی چې په پریکړو، قضاوتونو، ارزونو، انګیرنو او ګرویږنو کې سهوه شم. مګر د ځان د سپیناوی لپاره یوازې دومره درته وایم چې د اقبال لاهوری په اصطلاح د خودی کچه مې تر اسمان هم لوړه ده. د کوم شخص او یا ډلې د خوشحالولو لپاره مې ایمان او وجدان ته قطعاً سر ښکته نه ده. تر هغو چې عزت عفت او ژوند ته مې مستقیماً ګواښ نه وی د ظالم فاسق قاتل غاصب او فاجر د امر منلو دروند بار په اوږو نه لرم. د امتیازاتو او مادیاتو په بدل کې مې د عقیدې فکر او ایمان په بیه معامله نشئ را ښودلاى. د خپلو سیاسی اسلافو د روزنې په اساس له داسې شخص سره لا هم نه یم مخ شوئ چې د زړه خبره مې د تطمیع له امله په خوله کې راته وچه او وجدان ته مې ځولنې واچوی. 

مونږ داسې احساساتی او جزباتی ولس یو چې د پیښو د بدو او بوږنونکو پایلو په تړاو له خپل احساساتی غبرګون څخه ډیر وروسته فکر کوو او هغه مهال پښیمانی بیا هیڅ ګټه هم نلری.زمونږ په آند زمونږ په هیواد کې د جګړو دوام د پردیو ځواکونو مبهم او مرموز شتون، د ګاونډیانو او سیمه ییزو هیوادونو منحوس نیتونو او مذمومو ارادو، د فساد غصب او زورواکی ګرم بازار ته په کتو په اوس وخت کې د نورو ټولو هغو ولسمشری نوماندانو د ماضی حال او راتلونکو پلانونو او پروګرامونو په نظر کې نیولو سره دغه پایله ترلاسه کوو چې اوسنی ولسمشر غنی د نورو په پرتله د کدری علمی او تجربوی وړتیاو له امله بدیل نه لری. دومره جرئت هم لرو چې په زغرده ووایم، نوموړئ ډیرې نیمګړتیا لری. د دینی او ملی حساسیتونو او نزاکتونو په تړاو یې د فهم او درک کچه ښکته ده.

بیځایه او بی مورده خندا کوی او د خپل غږ په امواجو باندې کنترول نلری. خیر دغه یې شخصی ځانګړتیاوې دی. مونږ ورسره کار نلرو، خو ځوانانو او ښځو ته د حقونو ورکولو په نوم ځینې داسې هلکان او انجونه په لوړو دولتی پوستونو باندی په دندو ګمارلی دی چې نه عقیده پیژنی، نه ورباندې باور لری، نه اخلاق پیژنی او نه هم اخلاقی کودونه، نه ملی ارزښتونه پیژنی او نه هم افغانی کلتور سره اشنایی لری. په ارګ پورې تړلې د اخلاقی فساد وروستئ شرمونکی رسوایی د دغې ادعا ښه ثبوت ده. ارګ د افغان ولس ګډ کور ده.

دغه کور د USAID نه بلکه د اسلامی شعائرو او افغانی کلتور بیلګه جوړول اړین دی. متاسفانه چې د ولسمشر غنی تر ریاست لاندې اوسنى ارګ د اسلامی شعائرو د تحفظ او ملى ارزښتونو ته د ژمنتیا ننداره نه وړاندی کوى. شاید ولسمشر به نه پوهیږی چې اصلی ځوانان هغه درې نیم لکه افغانان دی چې د جګړې په ګرمو سنګرونو کې کې د نظام د دفاع دنده پرمخ وړی. هره ورځ د دریو سوو کسانو په شاوخواکې قربانی ورکوی او ښځې هغه ښویې پیې، ښایستوکې فل برایټرانې انجونه نه دی، چې تاسو په ارګ، دفاع، کورنیو چارو او نورو وزارتونو کې په لوړو پوستونو باندې په دندو ګمارلې،

بلکه هغه میندې دی چې د نظام د ساتنې لپاره په سنګرونو کې پراته ځوانان یې زیږولی، روزلی او د زړه په وینو لوى کړی.نوموړی ته مو خپل غږ او غوښتنه رسولې ده چې، که د ځوانانو او ښځو د حقونو پلوی یاست، نو لطفاً سوله وکړئ ترڅو په سنګرونو کې د پرتو ځوانانو ژوند خوندی او خوږې میندې یې د خپلو ځیګر ټوټو د ټوټه ټوټه بدن سرونو ته نه کینی.که داسې نشئ کولاى، نو د لاپو او د لوړ الوت په دعوو څوک هم نشئ غولولاى.

 داهم انکار نه منونکئ واقعیت ده چې مونږ د ښه او بد ترمنځ د ښه د غوراوی چانسونه او فرصتونه نه لرو. مونږ د بد او بدتر ترمنځ د بد انتخاب کوو.ټاکنیزه مبارزه پیل شوې خو د ولسمشر په ګډون د ټولو نوماندانو ټاکنیزې منډې پیکه ټکنئ او غړانده ښکاری. ولس جګړو تنګ کړئ ده. سولې ته د لومړیتوب ورکول غوره ګڼی. خو حکومت لاهم ظاهراً، په ټاکنو ته د شفافیت او سرتاسری توب له مکررو ژمنو سره سره د تلو خبره کوی. خو باید هیره نکړو چې د ټاکنو په وړاندې ننګونې او ګواښونه هم شتون لری، چې په ازادورڼواوله نړیوال اعتبارڅخه دبرخمنو ټاکنوترسره کیدل له جدی پوښتنو لاندې راوړی.۱- پر۵۰% خاوره د طالبانو حاکمیت او په حکومتی ساحاتو کې دنتحاراوانفجارتهدید چې په ټیټه او لوړه کچه ګواښ رامنځ ته کولی شی.
۲- په تیروټاکنوکې د درغلیو لوړه کچه اود معاملوپه پایله کې د ولس رأیو ته دمراجعې پرځاى د اجرائیه ریاست منل هغه څه دی چې ملت په ټاکنو باندې باورنه لری. 
۳- د حکومت او ټاکنیزو کمیسیونونو لخوا د درغلئ تقلب جعل زر او زور کارولو په وړاندې د داسې قوی او د اړینو ګامونو په پورته کولو پاتې راتلل بل ستر لامل ګڼلاى شو چې ولس ته ته منلو وړ وی.
۴- تر ټولو مهم اړخ لا داده چې نړیواله ټولنه، په ځانګړې توګه امریکا د افغانستان ټولتاکنو ته د عمومیت بی پریتوب او روڼتیا په هکله د ژمنتیا د نه شتون له امله د خپلو ولسونو له پوښتنو سره د مخامخ کیدو له ویرې د ټاکنو په پرتله له طالبانو سره سولې ته لومړیتوب ورکوی. 
۵- دا به ځان غولونه وی چې ولسمشر غنی یوازې د ټاکنو لګښتونه د خپلو عوائدو او انکشافی پروژو څخه ورکړو او ولس ته ووایو چې داده مونږ ټاکنو ته د امریکا او نړیوالو له مرستو پرته هم تلاى شو. متآسفانه مونږ لاهم په بشپړه توګه په پردیو مرستو باندې متکی اقتصاد لرو. که د ټاکنو لګښت له خپلو سرچینو ورکړو بیا هم په نورو برخو کې د متکی اقتصاد له امله سخت تړلی یو.په داسې شرائطو کې ولس هم را روانې ټاکنې د افغانستان په زیان ګڼی، نړیوال ذهنیت د سولې په تړاو تر بل هر وخت څخه زیات جوړ ښکاری او له طالبانو سره سولې ته پر جګړه باندې لومړیتوب ورکوی. طالبان هم باید ځمکنی واقعیتونه او د جګړو له امله د ولس درد درک، له حکومت او نورو افغانانو سره د اسلامی نظام د تحقق او ملی ګټو ته د ژمنتیا په هوډ سوله وکړی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا