گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د طالبانو ویاند او په کابل کی دنن ورځی دجنایت مسخره توجیه !
د طالبانو ویاند او په کابل کی دنن ورځی دجنایت مسخره  توجیه !

د طالبانو ویاند او په کابل کی دنن ورځی دجنایت مسخره توجیه !

دوژونکو طالبانو انلائن ویاند چی ځان ذبیح الله مجاهد بولی او په ټول افغانستان په ځانګړی توګه د کابل په ښار کی د انسان وژنی او وینی تویونی خوند آخلی په خپل ټویټرپاڼه کی دکابل په ښار کی دنن ورځی دجنایت په هکله د خپلو توجیهاتو په ترځ کی  دیوی داسی کوڅی انځور کښلی دی  چی له سکنی خالی او خپلی اوتی بوتی یی په دی ډول سره توجیه کړی دی :  دکابل دنن برید د دغې کوڅې په آخری سرکې شوی.یوې خواته شپږمه حوزه او بلې خواته دجلب اوجذب مرکز وو.دلته ملکی خلکوته دتګ هیڅ اجازه نه ورکول کیږی او نه هغوی ته زیان اوښتی.په برید کې یوې خوا شپږمه حوزه او بلې خوا د جلب اوجذب مرکز په نښه شوی او دښمن ته درانه تلفات اوښتی.

دکتونکو په باوردا ډول څرګندونی اوله هرڅه خالی توجیهات نه یوازی داچی ددغه کرغیړن جنایت په ترسره کولو دتاریخ اودافغانستان دافغانستان دمظلوم ملت په وړاندی دهغوی دجنایاتو پیټۍ دروندوی، اصلی واقیعت اوخبرچی دیوه عینی واقیعت په توګه دلمرپه څیر ځلیږی دادی نن دچارشنبې په ګهیځ شاوخوا نهه بجې دکابل ښارشپږمې امنیتی حوزې دروازه کې له چاودېدونکو توکو ډک موټرچوول شوی.دعامې روغتیا وزارت وایی،تراوسه کابل امبولانس دچاودنې له ځایه ۹۵ ټپیان روغتونونو ته لېږدولی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمی چی  چاودنې پرمهال د خلکو او لارویو ډېره ګڼه ګوڼه وه. له چاودېدونکو توکو ډک موټر د شپږمې امنیتی حوزې د نظام قراول امریت په نښه کړی د چاودنې غږ د ښار لیرې برخو کې هم اورېدل شوی او د ځینو کورونو ښیښې یې هم ماتې کړی دی.د تېرې شپې د عملیاتو او سهارنۍ چاودنې له کبله کابل ښار کې نور امنیتی ځواکونه ګومارل شوی او د ښار پر ډېری سړکونو د ترافیکو ډېره ګڼه ګوڼه ده.د برید مسؤولیت وسله طالبانو منلی.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا