گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » استادفروتن:دمخالف دفکرد زغم روحیه باید په ملی وجدان بدله شی
استادفروتن:دمخالف دفکرد زغم روحیه باید په ملی وجدان بدله شی

استادفروتن:دمخالف دفکرد زغم روحیه باید په ملی وجدان بدله شی

دمخالف دفکرد زغم روحیه باید په ملی وجدان بدله شی.دغه ټکی د افغانستان یوه نامتو لیکوال او فرهنګی فعال استاد محمدامین فروتن د تهران رادیو د پښتو څانګی سره په هغه مرکه کی بیان کړ چی پرون پنجشنبه د ۲۰۱۹میلادی کال دآګست په نهمه نیټه یی په ایران کی د خبریال د ورځی په نوم ترسره کړی ده .

محترم استاد محمدامین فروتن د دی پوښتنی په ځواب کی چی تاسو د طالبانود واکمنی په ځانګړی توګه د ۱۳۷۷ لمریزهجری کال کله چی د مزارشریف پرښارخپله قبضه وکړه نو ترټولو ړومبۍ یی  دایران پرسیاسی نمائنده ګۍ یرغل پیل کړاود نامتوخبریال محمود صارمی په ګډون یی دایران زیات شمیر دیپلوماتان ووژل تاسودغه شانی وضعیت څنګه ارزیابی کوی او ددغه کارد مخنیوی لپاره څه پکار دی چی باید ترسره شی او په ټوله کی دخبریال په نوم نومول شوی ورځی ته په کومه سترګه ګوری ؟

استاد محمدامین فروتن داسی وویل : زما په فکر دغه ورځ چی د خدای بښلی محمود صارمی اودهغه د ملګرو په نامه نومول شوی ده دا ډیره د قدر وړ کار او ورځ ده خو په مجموع کی موږ ټول باید چی دغه دخشونت پدیده چی په ټوله نړۍ کی موجوده ده ددی د پیژندګلوۍ لپاره کار وشی او کله هم چی دغه پدیده ؤپیژندل شوه نو بیایی د له مینځه وړلو په موخه مناسبی لاری چاری غوره شی چی دا به ددغه ورځی  تر ټولو زیات دیاد ساتنه وی . زما په باور که غواړو چی ددغه یا بلی هری پیښی په اړوند پلټنه وکړو پکار ده چی ټول هغه مناسبات او د هم هغه مهال د حوادثو د ؤقوع د شرائطو په تناسب وڅیړل شی . داځکه چی په اوسنی نړی او پیړۍ کی که غواړو له هغه وخت حوادثو ځان خبرکړو نه شوکولای لکه څنګه چی د حوادثو د ؤقوع تقاضا ده وڅیړو . په همدی اړه هم که په هم هغه وخت کی د دغه کرغیړنی پیښی د رامینځ ته کیدو لاملونه څیړو نو زه پوره باور لرم چی په وخت کی د پاکستان او ایران تر مینځ د سیمی پر دیپلماسی د  یوه سیاسی رقابت آغیزی لیدل کیدی چی دهمدغه رقابت په رڼا کی چی په خواشینی سره باید وویل شی د پاکستان ځینواستخباراتی کړیو ناوړه ګټه پورته کړه او کله چی د طالبانو د غورځنګ تر نامه لاندی یی هغه مهال چی ددغه غورځنګ جنګیالی د شمال په لوری ور وخوځول نو له شک پرته ځینی خپل جنګیالی یی هم چی د لشکر طئیبه کسان ؤهم ورسره ولیږدول اوهمدغو لیږل شویو کړی لخوا د ایران داسلامی جمهوریت پر قونسلګری وروختل اوپه ډیره بی رحمانه اوعجیبه توګه یی له یوه پرته ټول دیپلوماتان په شهادت ورسول .ددغه شانی ورځو یاد باید وساتل شی داچی شهید کړای شوی کسان څوګ ؤاوڅه مؤقیعتونه یی درلودل هغه بله مسأله ده دلته یوازی انسان وژل شوی ده اودانسان حرمت او کرامت باید چی وساتل شی زما په فکر دا یولوی اوعظیم اقدام دی چی که دایران اسلامی جمهوریت یی ترسره کوی اویاهم بل هرڅوګ دغه شانی اقدام وکړی دداسی چا یاد ساتلای کیږی چی له قلمه پرته هیڅ شی نلری دمثال په توګه خدای بښلی محمود صارمی له قلمه پرته ورسره بله کومه وسله نه وه موجوده استاد محمدامین فروتن ددغه پوښتنی په ځواب کی چی د دغه شانی ناوړه پیښودمخنیوی په موخه دافغانستان حکومت اونوروچارواکواوسیاسی ځواکونوته څه کول پکاردی ترڅود ددغه شانی پیښو په مخنیوی سره افغانستان د خبریالانولپاره له خطره ډک هیواد په توګه ونه نومول شی داسی وویل :

زما په آند او فکر که چیری د خبریالانود امنیت او حفاظت  په اړه څه شیان وړاندی کوو نو پکارده چی د ټولنی  اوهیواد عمومی اوضاع په فرهنګی ، سیاسی همدا شانی په اعتقادی بڼه د یوی ټولنی د  باور او ایمان له سترګو مسأله وڅیړل شی . زه په دی کلک باور لرم تر څوچی د انسان حرمت ونه ساتلای شی ، دغه انسان که هرڅوګ وی ، خبریال وی ، پوځی وی او یاهم ملکی چی په یوه بله حوزه کی دنده ترسره کوی انسان دی باید انسانی کرامت یی وساتل شی . خو که چیری په دی بڼه دانسان منزلت او کرامت ونه  ساتل شی او انسان چی د الله ج په ځمکه کی استازی دی نو هغه که خبریال وی یاهم پیغمبر او غیر پیغمبر ،له هغی باید بل شانی توقع ونه لرلای شی .زما په فکر په افغانستان کی دواړه اړخونه یعنی هم دحکومت په نامه چی ددموکراسی څخه ددفاع په نوم خشونت اوتروریزم پرمخ بیایی او هم په مقابل کی متحجر طالبان او یاهم نور ځواکونه او کسان دمثال په توګه دحزب اسلامی ، اتحاد اسلامی او نور شیعه او سنی ځواکونه واړه که په حکومت کی ګډون ولری او یاهم په حکومت کی شامل نه دی د انسان د قدر او منزلت له پیژندو عاجز دی . همدا واړه انسان ته په هیڅ شانی حرمت او درناوی قائیل نه دی نوڅنګه کیدای شی چی دوی به د خبریال په نوم د انسان وژنی ډډه وکړی ؟ زموږ د اتیایمی کلیزی خاطری له یاده نده وتلی هغه مهال چی د کابل په خپلمنځی جګړو کی د حزب اسلامی راکټونه پر کابل اوریدل هم هغه مهال د BBC یو تکړه خبریال شهید میرویس جلیل د چهارآسیاب او کابل په لاره کی د تروریستانو په لاسونو په ډیره بی رحمۍ او مظلومیت  سره په شهادت ورسید ، ددی یاد هم باید درناوی وشی .

 پوره ډاډ لرم  چی کله چی یوڅوګ د خپل فکری مخالف ، فکر ته درناوی ونه لری یعنی داسی چی د مخالف فکرپه وړاندی د زغم اوتحمل روحیه ونلری بی له شکه که داسی چاته موقع په لاس ورځی ترپایه به دداسی مخالف په وړاندی له تاؤتریخوالی کار آخلی او دتروریزم څرګند مثال به جوړیږی. زه په دی باوریم چی پکارده داسی بنسټیزی لاری چاری ولټول شی چی له ریأ کاری او ظاهری بڼی پرته دتاوتریخوالی په وړاندی کرکه اوانسان ته درناوی په یوه ټولنیزه اوملی وجدان بدله شی اوله هرډول تاوتریخوالی ډډه کول باید د ټولنی پراخلاقو واړول شی.ترڅو په ټولنه کی نه یوازی خبریال بلکه هرانسان چی په ټولنه کی ژوند کوی هغه له مصؤنیت اوامنیت ډک ژوند تر سره کړی .

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا