گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دافغــانانـــوجګــړئـــز فـــطــرت او زمـــوږتــاریخـــی ستـــونـــزی !
دافغــانانـــوجګــړئـــز فـــطــرت    او زمـــوږتــاریخـــی ستـــونـــزی !

دافغــانانـــوجګــړئـــز فـــطــرت او زمـــوږتــاریخـــی ستـــونـــزی !

منم چې افغانان جنګی فطرت لری او د تاریخ په اوږدو کې له یرغلونو او کورنیو شخړو څخه ډک شالید لری خو دغه قوم د جګړو په ګرم ډګر کې هم خپل دینی، دودیز او کلتوری ارزښتونه لری او ساتلی یې دی. ددغو ځانګړتیاو څخه یې له یرغلګرو سره په جګړه او په کورنیو شخړو کې د خپلو سرونو په بیه دفاع کړې ده. هغوی به وطنونه ورانول، دښمن به یې بی رحمه واژه، خو د دښمن سرتورو، مېرمنو، ماشومانو او سپین ږیرو ته به یې څه نه ویل.

د غیرت، عزت او عفت معیارونو به د افغان تاریخ غوښنه برخه جوړوله اوس خو نو یادش بخیر! هغه ارزښتونه څوک نه پیژنی. جګړه لیونې شوې ده. په ځان هم خوله لګوی. په خپلو بچیانو هم حمله کوی. تورسری سپین ږیری ماشوم مسجد هدیره جنازه ملا مامور او طالب العلم هم خوری. لنډه دا چې، د افغانستان په خاوره روانه اوسنئ پیچلې او له ګږلیچونو ډکه جګړه د تاریخ په اوږدو کې تر ټولو مرموزه، بې اصولو له وحشتونو ډکه، څو سرونه او څو لکئ لری. څوک ورته د جهاد درجه ورکوی، څوک یې ناروا او حرامه جګړه ګڼی. څوک یې ورور وژنه بولی، څوک یې د پاکستان-هندوستان د نیابتی جګړې سیالئ ګڼی، څوک یې د سعودی او ایران مذهبې تقابل، څوک یې د چین- امریکا اقتصادی تصادم ګڼی، څوک یې د نشه یې توکو کاروبار، څوک یې د فساد پایله، څوک یې د ملت د غفلت خوب، څوک یې غربت او بېکاری پایله او څوک یې هم د بعضو افغان سیاسی ‌مشرانو د وجدان د نه شتون محصول ګڼی، چې خپل اولادونه او کورونه ساتی ‌خو د غریب بچی په مختلفو پلموله تېغه تېروی.‌هرڅه چې وی هرنوم چې ورکوواوهره ټاپه چې ورباندې لګوو خوجګړه روانه ده؛هره ورځ سپین سرې میندې دځوانیمرګو زامنودټوټه شوی جسدونوترڅنګ ناستې وی،

ساندې غږوی او هره ورځ سپین ږیرې بې وزله پلرونه د خپلو قربانې شوو بچو لپاره د قبر ځایونه لټوی.‌په ښارونو کې د مړو خښولو ځایونه کم شول، کلیوال پر جنازو ستړی شول، امریکا ستړې شوه، د خلیج پاچاهان او امیران په لومړی ځل پر افغانانو دردمن ښکاریږی. اقلاً اوس د سمون او بدلون په لټه کې دی، خو سیمه ییز دوه مخی د پسه په پوستین کې پټ شوی لیوان او شریر هیوادونه لا هم زمونږ په وینو خپلې شاړې دښتې خړوبوی. څوک راباندې له امریکا څخه امتیاز اخلی، څوک د کشمیر د ازادی مسئله راسره تړی او څوک نورې معاملې راباندې کوی.بدبختانه زمونږ وروڼه لا اوس هم د یوه بل وژلو ته تیار ناست دی. ‌په جګړه کې هېڅ اسلامی سره خطونه نه منی. هیڅ نړیوال جنګی کودونه نه مراعاتوی، ټولې سرې کرښې شاته پرېږدی. هم ځان وژنی هم خپل ورور وژنی، هم خپل بچیان یتیمان کوی او هم د خپل خورکئ د اوربل ګل رژوی. ‌په دې جګړه کې که یوه اړخ جومات شهید کړ او بل اړخ د دښمن په کور ورغی سپین ږیری تورسرې او ماشومان یې هم ووژل. که یوه اړخ په یوه ګوله ډوډئ پسې ورک حکومتی مامور وواژه، نو بل اړخ هر پټکی لرونکی او ږیرور سړی د طالب په نامه ګوانتانامو، بګرام او پلچرخې ته واستاوه. همدغه راز که یو اړخ بېچاره انجنیر غرغره کړ، نو بل اړخ په کلیو کې په ودونو بمبارونه وکړل او ښادئ یې وغمولې.

په دې جګړه کې داسې بوږنونکې او شرمونکې کارونه وشول چې تاریخ یې په یادولو ژاړی او زه یې په تکرارولو د شرم احساس کوم ، خو موږ بې حسه له درد او درک څخه محروم انسانان لاهم هم غاړه هسکه هسکه کوو او پر خپلو کړو وحشتونو ویاړو.د بېچاره انسانانو وژل، بندی کول، تښتول، اخلاق له منځه وړل، ملت کلونه کلونه شاته وړل، فساد کول، جګړه لکه لنګه غوا لوشل او په سلو نومونو د وینو تویولو دغه لړئ ته دوام ورکول زموږ د معاصر تاریخ توره برخه شوه.

که له یوې خوا زما د وطن طالب او عسکر د سر په بدل کې د خیالی دښمن نیزې ته سینه سپر کوی، جنګ کوی خو د هېواد بعضې مشران یې پر وینو قمار وهی، وژنی یې، هیروی یې، ‌طالب او افغان سرتېری دواړه د دغه وطن بچېان دی. منم چې طالب او عسکر نن یو بل ته په سنګر کې ناست دی، خو یوه ورځ به دواړه خواوې حتماً پوهیږی چې د هغوى ترمنځ جګړه هیڅ معنوى اړخ نه لری. دواړه به سوله کوی، ‌خو مخکې له دې چې سوله راشی، راځئ د دغه وطن دنګ دنګ ځوانان د دې بې خونده او بې رنګه جګړې ښکار نه کړو.را ځئ هڅه وکړو چې د نورې وینې له تویېدو مخنیوی وکړو.‌ اوس سوله اړینه ده. نور باید د ټولو سرونه خلاص شوی وی چې جګړه د ستونځو حل لاره نه بلکه په ستونځو کې د ساه ختلو لامل ده. که اوس مو د سولې لپاره فرصت ترلاسه کړ نو باید چې اعظمی ګټه ورڅخه پورته کړو.په دې کې هېڅ شک نشته چې په جګړو کې تر مذاکراتو مخکې مرحله ډېره حساسه وی. شدت زیاتېږی، وژنې کېږی او د جګړې هر لورئ بل لوری ته خپله ځواکمنتوب نندارې ته وړاندې کوی، مګر دغه فرمول په بې دینه، لامذهبه، ظالمه او وحشی ټولنه کې د منلو وړ دی. کله چې د افغان جګړې دواړه طرفونه مسلمانان او افغانان دی، د دوی ترمنځ د جګړې شدت افغانان مسلمانان وژلی شی ‌او بس.زمونږ غوښتنه داده چې طالبان او افغان حکومت دواړه خواوې جګړه ایزې مانورې پرېږدی. له هوایی او خیالی نړئ څخه راووزی د حقائقو په هنداره کې وګوری. د وخت اوځانګړې زمانی مقطع حساسیت درک کړی. د دوى ترمنځ روانه جګړه د هغوى جګړه نه، بلکه د دواړو خواوو د نابودی او رسوایی جګړه ده.

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا