گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » اصفــــهـان دې فـــتـــحه کـړئ ده، کـــه غــــرناطـــه مـــو ونیــــولــــه؟
اصفــــهـان دې فـــتـــحه کـړئ ده، کـــه غــــرناطـــه مـــو ونیــــولــــه؟

اصفــــهـان دې فـــتـــحه کـړئ ده، کـــه غــــرناطـــه مـــو ونیــــولــــه؟

حکومت پلویه اشنا!

د سر د خوندیتوب په هیله به عرض وکړم چې، ازادی نعمت ده، خپلواکی عزت ده، عفت ده او مینه مو ده، خو ستاسو لمانځل ننداره ده، کمپائن ده، تماشه ده او ځان غولونه ده.

زه هم خپله ازادی استقلال او خپلواکی لمانځم، خو له خپل ورور سره د جګړو شوق یا مجبوریت مې د ویاړ او غرور هسکه غړئ ښکته کړې ده. په شپنیو عملیاتو کې د وژل شویو ځوانانو د مورکئ چیغې او اسویلى مې د ازادی سندرو ته نه پریږدی. د ارګ له قیمتی کوچونو نیولې تر فولادی دروازو، د مرمئ ضد موټرو له کتارونو نیولې بیا تر امریکایی ډوله ګاردانو، له سوونو زرو سوپر سکیل تنخواه نیولې بیا د ښوونکی تر اته زری تنخوا پورې او د ارګ له کبابونو نیولې، د عسکر تر وچې ډوډئ پورې ټول له پردیو څخه په خیرات کې اخلو، نو بیا څنګه ازاد یو او څومره خپلواک یو؟زه هم ازادی لمانځم. د خپلواکی سندره وایم، خو کله چې خپلې اړتیاوې وارزوم، نو د غلامی تله مې درنه شی. تاسو یې هم ولمانځئ خو د هوا له نیلی څخه راکوز شئ. د حقائقو په هنداره له کتلو او ژور تحلیل وروسته.

ازادی مبارک او خپلواکی مبارک!

طالب جانه یاره!

راځه لږ شان بنډار له تاسره هم کوم. زغم او حوصلې ته دې رابولم. لږ شان له خیالی اسمان څخه راښکته شه، نو غږ به مې واورې!لږ خو ځان راوپیژنه!څومره برګ برګ راته ګورې!اصفهان دې فتحه کړئ ده، که غرناطه مو ونیوله؟

مقبوضه بیت المقدس مو ازاد کړ، که د فلسطین د مظلوم ولس د دردونو درملنه مو وکړه؟د پانی پت معرکه مو وګټله،که د برما د مسلمانانو لاس نیوى مو وکړ؟نه نه نه، که جګړو ته مجبور شوی هم یاست، خو د افغان په وژنه کې داسې هیڅ نشته چې ورباندې وویاړئ.تاسو خپل وروروواژه!تاسوخپله مورکئ بوره کړه.تاسو خپله خورکئ کونډه کړه.تاسو دخپلې وریندارې مجازی روزی رسان قتل کړ.تاسوخپل وریرونه یتیمان کړل،نوبیا موغوراو پش دڅه لپاره جوړ کړئ ده.

ازادی او استقلال د غنی د لوګر د محمداغې باغ نه ده چې لمانځل یې دومره بد درته ښکاریږی. دا ددغه عظیم ملت د مبارزې او قربانئ محصول ده. که نن ازاد نه یو نو د غازی امان الله خان او هغه وخت د ولسی قربانی په پایله کې تر لاسه شوې خپلواکی خو ولمانځه!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا