گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » د خــرُم تـــور او ســـپین !
د خــرُم تـــور او ســـپین !

د خــرُم تـــور او ســـپین !

عبدالکریم خرُم د حامد کرزی د دفتر بې بدیله رئیس، د تېرو اتلسو کلونو د بدمرغیو، ناکامیو، بدبختیو کردار چې تمه ترې کېده خپل سیناوی به ولس ته وړاندې کوی، په دا وروستیو کې د  (څلوېښت کاله په توپان کې ) کتاب لیکلی دی. جالبه دا ده د کتاب پښتۍ توره او خپل تصویر یې په کې سپین چاپ کړی، دا چې خرُم صاحب پخپل سپینوالی نه دی باورې نو خپل عکس یې هم په کتاب کې تور او سپین (یو لوری سپین او بل لوری تور) راوستی دی.

له همدې امله ددې لیکنې عنوان مې ورته تور او سپین انتخاب کړ.تور او سپین په اجتماعی/ ارواپوهنې علومو کې د کمزورو شخصیتونو ښکارنده ده چې رنګینه نړۍ ورته توره یا سپینه ښکاری، دوی په نورو رنګونو باور نلری، دا د ټولنې کمزوری خلک وی، ورته کسان د ټولنې د قطبی کیدو کوښښ کوی، دوی لکه خرُم کله چې په لوړو منصبونو کې کار کوی وطن بدمرغیو ته ټیل وهی، دوی ته ځان سپین او بل هر ډول انسان تور ښکاری. خرُم خپل کتاب په دوه برخو ویشلی دی، لومړې برخه یې د ځان په اړه د سپینوالی د تهداب ناکامه هڅه ده، دویمه برخه یې د حامد کرزی د چپنې لاندې د وخت د تیریدو او د نازولی غلامۍ د کار شرمیدلی ورځې، شپې دی.زه د کتاب په لومړې برخه نه غږیږم خو دومره وایم چې خرُم هم د لویدیځ د استعمار هغه مهره ده چې لسګونه کلونه پرې سرمایه ګذاری شوی ده، له وړکتوبه په کابل کې دغربی استعمار تر اسارت لاندې روزل شوی دی،(لکه اشرف غنی، خلیلزاد) خو دی بیا د فرانسوی زده کړې او په فرانسه کې د پناه اخیستو ترڅنګ د زده کړودتکمیل دعوه ثابته کړی ده،زه به دلته دخرُم د کاری ژوند، د نازولی غلامۍ دځینو کرښونقد وړاندې کړم چې خرُم پخپل کتاب کې دځان اود کرزی په اړه تورې کړی دی.

خرُم د بون ناسته ( ۱۷۱ مخ) د امریکا قصدی عمل ګنې چې د افغانستان د قومی وېش، د حزب اسلامی او طالبانو د څنډې کولو قصدی عمل او د افغانستان د ورانۍ دسیسه یې ثابتوی، خو له همدې مخ څخه د مخه، خرُم د قبرس، روم، پیښور په ګرمو مجلسونو کې، د امریکا د جاسوسۍ د کړیو په جوړه شویو غونډو کې منډې ترړې وهی، خپل نژدیوالی، اعتبار او طاقت د نړیوالو استخباراتی ادارو ته ثابتوی تر څو د بون د غونډې ګډونوال شی او هلته لکه د نورو بړیڅو، خرڅ شویو او د پردیو ډول ته د ګډیدونکو سیاسی ډمانو په څیر ګډیږی.

خرُم په (۱۸۰ مخ) کې د فرانسی په سفارت کې د ترجمانۍ د ندې د ترسره کولو، د ویاړ ذکر کوی او بیا له همدې ترجمانۍ د افغانانو په سرنوشت د لوبو غټ لوبغاړی ترې جوړیږی. هر چا چې خرُم لیدلی وی د خرُم د مرموز شخصیت حس به یې کړی وی، لکه کومې نړیوالی جاسوسۍ ادارې چې ښه روزلی وی، خرُم په ۱۶۷مخ کې ذکر کوی چې د بون په غونډه کې ګڼ ترجمانان وروسته په لویو، لویو چوکیو ګمارل کیږی، وزیران، معینان او لوی مسولیتونه ورته سپارلی کیږی، له همدغو ترجمانانو څخه یو هم کاوون کاکړ او بل جاوید لودین ذکر ډېر راغلی دی. د کتاب په پیل کې، ۱۹۲مخ کې د کاوون کاکړ له دندې د شړل کېدو ذکر کیږی او علت یې په یو بهرنی سفر کې د ستونزې کیسه راځی، حال دا چې کاوون کاکړ چې د کرزی د پروګرامونو رئیس و په تاجکستان کې په یوه خونه کې د تاجکستان د پولیسو لخوا په ډېر ناوړه حالت کې نیول شوی و، خرُم د همدې کاوون کاکړ مامور و، وورسته ۱۹۱ مخ کې خرُم د لودین تر لاس لاندې مامور کیږی. خرُم په پیل کې همدا ترجمانان سپک یادوی، او وروسته د همدې سپکو ترجمانانو تر لاس لاندې په ویاړ دنده ترسره کوی، د خرُم تور او سپین له همدې ځایه ښه بریښی.خرُم لکه د کرزی د ټولې دورې په اوږدو کې د نامعلومو کسانو د ګمارنی او د بې مسولیته او بې مسلکه ادارې د جوړولو د تکل په اوږدو کې د اطلاعات او کلتور وزیر کیږی، خرُم دا وزارت د غلو، لوټمارو وردګو په ځاله بدلوی. خرُم په کتاب کې د حامد ناصری، جاوید کوټوال، زبیر شفیقی یادونه کوی کوم چې د خرُم تر څنګ اوس په کابل کې د کورونو، پیسو، کیسو خاوندان دی. خرُم د کرزی تر چپنې لاندې د کابل نیوز، څار رادیو، سپوږمۍ رادیو، وایګل مطبعه، اکسوس کتابپلورنځی، ویسا ورځپاڼه او دارنګه په چین او اروپاکې دسلګونوزرو ګڼوسرمایه ګذاریومالکان شول.د خرُم زوی په چین کې د افغانستان په سرنوشت دلوبود پاره رالوی شوی دی،هلته یې دلیسانس زده کړېوکړی،ماسټری یې واخیسته اواوس هلته اوسیږی،دچین درادیواوژبی ټوله سرمایه ګذری په کابل نیوزاوسپوږمۍ رادیوکې مصرفیږی، د کرزی د چپنې لاندې د چین غږ د خرُم له خولې را وځی، جاوید کوټوال ( د خرُم د دفتر مسؤل) له کورنۍ سره له تېرو درېو کلنو په چین کی اوسیږی، د کابل نیوز ټول کارمندان، د ویسا اخبار، سرنوشت مشران/کشران او د سپوږمۍ رادیو ټول کارمندان وخت ناوخته د چین د شهزادګیو او ساعتیرو مزې، چړچی کوی، دا هر څه د خرُم د غوړو بریتونو له برکته ترسره کیږی. خرُم پوهیږی چې د ننۍ ورځې د جاسوسی، پیسو ګټلو او معلوماتو را ټولولو تر ټولو مهمه لار رسنیو ته لار پیدا کول دی، له دې لارې د جاسوسۍ د ادارو ښه پراخ ملازمت کیږی، له همدې امله یې ټوله سرمایه په تلویزون، اخبار او رادیو کړی ده، ترڅو د خپلو بادارانو ښه خدمت وکړی.د خرُم د مرموز شخصیت یوتوپیری چلند پاس دچین په لومه کې ذکر کیږی خو دایې د پیسو ګټلواو وردګ پالنې جال دی، خو ددې ترڅنګ د خرُم اودامریکا د نازولی غلام کرزی کیسې له دې ډېرې زیاتې دی چې په کتاب کې ورته اشارې شوی دی.خرُم وخت ناوخته په کتاب کې کوښښ کړی چې ځان د پښتنو استازی اود پښتون ژغورنې قهرمان معرفی کړی، خو دا یې له یاده وتی چې خرُم پښتو لیکل نه دې زده، خرُم دوه کتابونه ( شکست اسلام سیاسی او قدرت های بزرګ در تلاش بی قدرتی) له فرانسوۍ ژباړلی او داوړه یې په دری ژباړلی دی.خرُم چې هر وخت مقاله لیکلی په دری یې لیکلی ده. د خرُم ژباړل شوی کتاب (شکست اسلام سیاسی) کې هرځای د پوهنتون د کلیمی پر ځای دانشګاه راغلی ده، ددې ترڅنګ ټوله ژبه یې ایرانۍ فارسی ده،هرپښتون چې لوستی،هیڅ مطلب یې نه دی ترې اخیستی، خوبیا د ۲۳۰ مخ کې د دانشګاه اوپوهنتون په موضوع کې د ځان د قهرمانۍ کوښښ کوی. د د رواغجن حافظه کمزوری وی.په افغانستان کې د عریانۍ، فحشا او ټولو لوچکیو بنسټ کرزی او ډلې کیښود، د کرزی تر ټولو نازولی مامور خرُم دی چې دده تر څنګ یې سپنتا ساتلی چې دا دواړه یو بل تکمیلوی. د خرُم کتاب د اطلاعات او کلتور د وزارت ټوله کیسه همدا ثابتوی چې دوی عریانۍ او فحشا په وړاندې ولسی حساسیتونه څنګه خاموشه کړل او څنګه یې په ماهرانه انداز د ولسی احساساتو د راکمولو بریالی کوښښ کړی دی.۲۵۲ مخ کې خرُم د امریکا ددې دسیسی چې په دوامداره او منظمه توګه یې د حکومت د کمزوری کولو کوښښ کاوه ذکر او پخلی کوی، تر همدې دسیسې لاندې کرزی، خرُم او ټوله ډله یې یوه ورځ هم تر ۱۴ کالو بیکاره نشوه،اوس هم د امریکا د خوشامدۍ د پاره کار کوی، د امریکا په وړاندې د مصنوعی مخالفت په بهانه د هغوی هرې کړنې ته جواز ورکولواصلی لوبغاړی هم دوی دی.

د خرُم کتاب  په ۶۵۸ مخه کې هیڅ داسې ذکر نشته چې دوی دې د امریکا د مخالفت د پاره ولسی ملاتړ ته لار هواره کړی وی، دوی جرګې را بللی او هره جرګې د امریکا د غلامۍ په قواله ټاپه وهلی ده، دوی ورته سرونه ټیټ کړی او د امریکا په وړاندې یې د ولسی مخالفت چیغه خاموشه کړی ده.۲۶۱ مخ کې دوی په مزار کې د اطلاعات کلتور هوټل په امریکایانو په نشت بیه پلورلی دی، د دوی داسې ګڼ خیانتونه په ویاړ په دې کتاب کې ثبت شوی دی. رهین چې د افغانستان کلتور یې په فرهنګ بدل کړ، له خرُم څخه مخکې او وروسته د کلتور وزیر ګمارل کیږی، سره له دې چې رهین دولسی جرګې لخوا په لومړې دوره کې بې باوره کیږی، دا خپله په دې دلالت کوی چې کرزی او ډلې یې د عریانۍ، فحشا او غربی کلتور د پاره د ولسی احساساتو د خاموشه کولو د پاره د خرُم له مصنوعی مخالفت او د رهین له لوچکۍ ګډه ګټه پورته کوله تر څو له دې لارې د نن ورځې بدمرغی بنسټیزه کړی، په دې کې د خرُم د مرموز شخصیت لاس تررهین ډېر پیاوړی ښکاری.۲۹۴ مخ کې کرزی خرُم ته دنده سپارلی چې د کرزی د غلام شخصیت په مخ رنګین څادر وغوړوی او د هغه د جوړولو کوښښ وکړی، دهمدې ماموریت لهمخې خرُم دکابل نیوز،سپوږمۍ رادیو، سرنوشت اخبار، ویسا اخبار، مسیراخباراوګڼو نورو رسنیو په جوړولو لاس پورې کوی، خو له نیکه مرغه، د ولس ځوانان نن په دې شومو لومو کې نه ګیریږی، دغلام اوازاد په توپیر له هر بل وخت ښه پوهیږی، ددې اداروتبلیغات تش لکه د طلوع او نوروسپکورسنیو د تبلیغاتو په څیر پوچ او سپک پاتېږی.       د کتاب په دویمه برخه کې څلور دوسیی ( ملی مسئلی ) ذکر کیږی:

  • د کابل بانک مسئله،
  • د باګرام زندان                                                    

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا