گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » دخوست اېګلز کرکټ کلب او د شاروالۍ کرکټ کلب دوستانه لوبه!
دخوست اېګلز کرکټ کلب او د شاروالۍ کرکټ کلب دوستانه لوبه!

دخوست اېګلز کرکټ کلب او د شاروالۍ کرکټ کلب دوستانه لوبه!

د خوست بریښنا په ویاړ جوړ شوی ستر سریز دریمه لوبه کې خوست اېګلز کرکټ کلب دشاروالۍ کرکټ کلب ته ماتې ورکړه:ټاس  د شاروالۍ کرکټ کلب لوبډلمشر وګاټه په خپله یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.

شاروالۍ کرکټ کلب په ټاکلو شلو اورونو کې ۱۹۴ منډې جوړې کړې او خوست اېګلز لوبډلې ته یې د ۱۹۵ منډو هدف وټاکه.

د توپ اچوونې برخه کې:

آصف هلال: دوه

ابراهیم ځلاند: دوه

عزیز جلال: دوه

مالک نور پیر، فرمان الله فدا یوه یوه ویکټ واخیسته.ورپسې خوست اېګلز کرکټ کلب لوبغاړو ښکلی توپ وهنه پیل کړه چې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره یې یاد هدف د لوبې په شلم اور کې پوره کړ.   د خوست ایګلز له لوری د توپ وهنې برخه کې:

هدایت الله بیدار: ۶۷

یوسف درمان: ۴۰

فرمان فدا: ۲۵

نعیم: ۲۱

افسر منګل: ۱۵

عبدالعزیز جلال: ۵ منډې وکړې.

لوبه د خوست ایګلز کرکټ کلب وګټله.هدایت الله بیدار د ښایسته او چټکو ۶۷ منډو په ترلاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.د خوست ایګلز کرکټ کلب مینوالو اولوبغاړو ته د مبارک وی بل لوری ته نن ورځ د خوست شخصی کریکټ لوبغالی باندې د خوست بریښنا په ویاړ د شپږ اړخیز سترسریز دریمه لوبه د یکتا_کریکټکلب او محمدخان ځدراڼ کریکټ کلب تر منځ تر سره شوه،د لوبې پچه د یکتا لوبډلې کپتان احسان دانش وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پریکړه وکړه .محمدخان ځدراڼ لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې ۲۱۷ منډې وکړې او مخالفې لوبډلې ته یې ۲۱۸ منډې هدف وټاکهد بیټینګ په برخه کې

اسد منګل ۷۵ چټکې منډې

بسم الله ځدراڼ ۳۵
اسد ځدراڼ ۲۸
اضغر اتل ۲۷
احمدزی میناناک ۲۶ ډېرې منډې وکړې.ورپسې یکتا لوبډلې هم ښه لوبه وکړه خو د یاد هدف په پوره کولو کې بې وسه وه،


د بالینګ په برخه کې
اضغر اتل ۴ ویکټې
نعمت الله ځدراڼ ۲ ویکټې
اسد ځدراڼ ۱ ویکټ تر لاسه کړله
بسم الله ځدراڼ او اسد منګل بالینګ هم د یادونې وړ وود لوبې غوره لوبغاړی اضغر اتل شو چې ۲۷ منډې او څلور مهمې ویکټې یې اخیستی وې،د لوبډلې سپانسر محمد خان ځدراڼ ته او ټولو مینوالو ته د مبارک وی

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا