گـزیده اخبــار
خانه » اجتماعی » طالبانــو مــاته غوږ شۍ !
طالبانــو مــاته غوږ شۍ !

طالبانــو مــاته غوږ شۍ !

د ټرامپ یوه کوچنی ټویټ ملک ولړزاوه. د بده مرغه نوموړی ټویټ ته څوک اټن کوی او څوک ماتم.هسی د ولس د بی وسۍ او د طالب او دولت د وابستګۍ او ګوډاګیتوب کوله .                   که جګړه موله چارواکو او دولت  سره د قدرت پر سرباندی ده خوآیا پوهیږۍ چی همدغه جګړه زموږ د عام او خواروګړی په خونړیو لاسونو کی د نیولی  ډوډی پر ټوکونو ‌ پخیږی ؟رڼا یی ورنه آخلۍ ، خوب , سکون او آرام یی ورنه آخلی , له  ځانه بغیرخو هیڅوک هم تاسو ته مسلمان نه ښکاری.چی ولس ؤوژنی اوله  ځانه یی ورټۍ بیا نوتاسو حکومت پر چا کوۍ؟

که نه پوهیږې نو  پوه شی او دزړه پر غوږونو یی واوری  چی د دغه چارواکو کورنۍ هم  ستاسو د کورنیو په څیر له هیواده لیرې په بهر کی ژوند کوی او دوی په یوازی ځان څلیرویشت ساعتونه د کانکریټی دیوالونوتر شا د برښنااو سړې  هوا ته ناست  او جګړه ځپلی اولس ستاسو په لاسونو د جوړی شویو تیارو او ګرمیوپه مینځ کی  شپی او ورځی سبا کوی نو ځکه خو دغه جګړه ځپلی ؤلس هم  ستاسو او هم د پر ځان مینو چارواکو له لاسه تر دوه سپږمو راغلی او تاسو دواړه د پردیو ګوډا ګیان او  داسی غلامان ګڼی چی د امریکاېی بادار  ترامپ ټویټونو ته کله تاسو اټن کوی او دولت ماتم خو کله چی تاسو ورټی بیا دولت ورته اټن کوی او تاسو ماتم.

او تاسو دواړه د ګوډاګیتوب د کرغیړنی او په وینو لړلی سکې دوه کرغیړن مخونه بولی  او په دواړو خواؤو باور نلری او تل په پنځه وخته لمانځه کی ښیرا کوی او وایی چی الله دی دواړه خواوی که طالب دی که دولت په خپل غضب کی ګرفتار , تباه او برباد کړی .

مړه دی وی د ولس دښمنان!

جوابی بنویسید

ایمیل شما نشر نخواهد شدخانه های ضروری نشانه گذاری شده است. *

*

بالا